محترمو دوستانو د سالا قوم خلک په عمده توګه د چينګ های ولايت د شيون خوا د سالا قوم په خپلواکه ولسوالۍ کې اوسيږي ، دغه ولسوالي د چين د ژيړ سيند پر غاړې پرته ده او هوايې هم ښه ده ٠، د شيون خوا ولسوالۍ د جيې زي علاقه داري پخوا د سالا قوم د نيکونود هستوګنې لومړی ځای و او په دغه ځای کې د دغه قوم دودونه او رسم رواجونه ډېر ځانګړتيا لري ،د دغې علاقه دارۍ په مرکز کې د سپين اوښ په بڼه يوه ډبرينه مجسمه ولاړه ده ، د دغه ځای د سالا قوم وګړي دغه سپين اوښ د خپل قوم يوه نښه بولي٠ د دغه سپين اوښ په اړه په دغه سيمه کې يوه په زړه پورې کيسه هم خپره ده چې وايي څه باندې اته سوه کلونه مخکې د منخني اسيا په سيمه کې يوه قبيله موجوده وه چې پر اسلام يې عقيده درلوده ، ددغې قبيلې مشر د پاچا د ظلم څخه د خپلې قبيلې د ژغورلو لپاره له خپلو خلکو سره يو ځای ختيځې خوا ته په کډه ولاړ او هېله يې درلوده چې يوه ارامه سيمه ولټوي او پکې واوسيږي ٠ د دوي سره يو سپين اوښ هم و ، کله چې دوي د غرونو او صحراګانو څخه د تيريدو وروسته د ژيړ سيند پر غاړې يوې سرې غونډۍ ته ورسيدل ددوي سره سپين اوښ ورک شو چي د سالا قوم د وګړيو د ټاټوبې اوبه او خاورې او يو قيمتي قرأن هم و، وګړيو د دغه اوښ د لټونې لپاره ټوله شپه ويښه تيره کړه ، په وروستۍ کې وګړيود يوې چينې پر غاړې د دغه سپين اوښ لټون وکړ ، خو هغه په يوه ډبرينه مجسمه بدل شو او پر شا باندې يې ټول توکي په ښه توګه ساتل شول ، خلک حيران شول دوي وليدل چې د دغې سيمې اوبه او خاورې د دوي لخوا له راوړل شويو اوبو او خاورو سره ورته وې، نو له دې امله دوي باور درلود چې دا د خدای ﻻرښودنه وه، نو دوي پريکړه وکړه چې په دغه سيمه کې واوسيږي ،د وخت په تيريدو سره دغه سيمه سمسوره او اباده شوه او د سالا قوم خلکو شمير هم زيات شو ٠ اوس د سالا قوم د خلکو شمير له سلو زرو تنو څخه اوړي،
په نوموړي کيسه کې د ياد شوی قران چې په لاس ليکل شوي دی اوس چيرې دی ، په دې اړه يې د شيون خوا ولسوالۍ د يو ښوونځي يو ښوونکي ښاغلي هوانګ جي چيوان زمونږ خبريال ته وويل دغه قران په هغه ودانۍ کې خوندي ساتل شوی چې د اوښ له چينې سره نژدې د عربي ساختماني سبک سره سم جوړه شوې ده ، هغه وويل دغه ودانۍ د چين د سالاقوم د پخواني قيمتي قران د ساتنې ځای دی ، تاسې پوهيږي چې اوس په نړۍ کې د قران يواز ې درې ليکنې شته چې په لاس ليکل شوي دي ، د قرأن له دغو دريو ليکنو څخه يوه ليکنه زمونږ په سيمه کې ساتل شوی ده، ٠
د لرغون پيژندونکيو د څيړنې له مخې د شيون خوا په سيمه کې ساتل شوی دغه قران د اټکل له مخې تقريبأ له اتمې ميلادي پيړۍ څخه تر ديارلسمې پيړۍ پورې ليکل شوی چې په چين کې د قرأن تر ټولو ډېره پخوانی په لاس ليکل شوی ليکنه ده٠
د سالا قوم خلکو نه يوازې په خپلو ﻻسونو خپل ښکلی وطن اباد کړی بلکې يې خپل ځانګړي کلتور او هنريې هم رامنځته کړی دی ٠
سالا خوارسندره د خپلو احساساتو د ښودلو لپاره يوه مهمه لاره ده ، خوار د سالاقوم د يوډول سندرې عمومي نوم دی ،د سالاقوم د فولکلوري هنرمندسپين ږيري خان ځان شيانګ د خوار په ويلو کې لوي ﻻس لري ،ده دخپل زلميتوب په موده کې له سالا خوار سره ډېره مينه درلوده، د خوار په اړه سپين ږيري خان ځان شيانګ زمونږ خبريال ته وويل سالاقوم ژبه لري خو لغتونه او کلمې نه لري ، زمونږ قومي کلتورد خولې او وينا نسل په نسل خپريږي ، د سالاخوار د سالاقوم وګړيو لخوا پخپله ژبه ويل کيږي ، د خوارډولونه زيات دي ، د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې درې شپيته ډوله خوار سندرې ويل کيږي ، مونږ د خوار په ويلو سره د خپل وطن ستاينه کوو او د زمونږ د وګړيو د ژوند او کارونو ستاينه کوو ، سپين ږيري خان ځان شيانګ مونږ ته هم يوه خوار سندره وويله د دغې سندرې معنا دا ده چې وايي پسرلی به ژر راشي زمونږ وطن ښکلې او ښايسته منظرې لري مرغان په ځنګلونو کې سندرې وايي او دګلانو خوږ بوي هرځای ته خپروي ٠