د سين هوااژانس د خبر له مخې: په افغانستان کې د ناټو سوله ساتی پوځ د اکتوبر په ٢٥مه نېته د يوې اعلاميی په خپرولو سره وويل د دوی پوځيانو او د افغانستان ملی پوځ دغه هيواد په جنوب د اورزګان په ولايت کې نوي ګډ پوځی عمليات تر سره کړي دي چې پاتی شوي طالبان له منځه يوسي او سيمه ايز امنيت وساتي.
په اعلاميه کې ويل شوی چې د افغانستان حکومت د دغو پوځی عملياتو ملاتړ کوي او پدې اړه يې مخکې د اورزګان ولايت له ځايی حکومت او قبائيلی مشرانو سره مشوره کړې وه.
اوس په افغانستان کې د ناټو سوله ساتي پوځ د سرتيريو شمير شاو خوا ٣٧ زره تنو او د امريکا په مشرۍ د ائتلافی ځواکونو د سرتيريو شمير ١٣ زره تنو ته رسېږي.