<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-27 19:54:17    
مونږ او اوريدونکی

cri
عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې! د (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. له هر څه مخكې هيله من يم چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي، او هم خداى وكړي چې په خپل ورځني ژوند كې خوشاله او بريالي وئ، خبرې نورې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په تېره كړۍ كې مو په مانسهره كې د لغمان كلب د يو شمېر غړيو ليكونه خپاره كړل، د پروګرام په دې كړۍ كې به بيا هم د همدغه كلب د يو شمېر اورېدونكيو ليكونه راواخلم، چې موږ ته رارسېدلي دي، له دوى څخه اورېدونكى عمران جګرخون په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته ليكي: زه د لغمان كلب غړى يم او په ښوونځي كې په شپږم ټولګي كې زده كړه كوم. بيا سمدلاسه ليكي: زه غواړم په چين كې ژوند وكړم، خداى دې د چين د لارې كرايه راته پيدا كړي، نو په هغه شېبه به، نوموړى وايي، د چين پر لور روان شم. په كور كې مې پيسې شته، اورېدونكى جګرخون زياتوي، خو پلار مې يې نه راكوي، خو كله مې چې د ښوونځي رخصتيانې شي ، نو زه ځم او كار كوم، اوس مې زر روپۍ برابرې كړې دي. خداى دې خير كړي چې كله به د چين پر لور دروخوځېږم، زه وايم چې ځه يو كس يم، لس زره روپۍ مې بس دي، خو اوس په كور كې اجازه نه را كوي، او راته وايي چې ته وړوكى يې او تر چين پورې نه شې تللى. نو ګرانه اورېدونكيه جګرخون، ستا د نورو ملګريو په شان تاته هم وايوو، چې كورنۍ دې ښه درته وايي، له هر څه مخكې بايد خپلو زده كړو ته پاملرنه وكړې، كله چې دې زده كړې بشپړې كړې، نو بيا به لوى شوى هم وې او په دې به پوره پوهېږې چې څنګه پرېكړه وكړې، كوم ځاى ته سفر وكړې او يا هم هېڅ لاړ نه شې.

- د همدغه لغمان كلب يو بل غړى محمد الله عباسي هم ليك را استولى، د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: ستاسې ټولې خپرونې په ډېره مينه اورم. زه په خپل ښوونځي كې په اووم ټولګي كې زده كړه كوم، په قوم عيسى خېل او اصلي ټاټوبى مې په افغانستان كې د بغلان ولايت د پلخمري ولسوالي ده، خو اوس د پاكستان په مانسهره كې د مساپرۍ شپې ورځې تېروم. تر اوسه مې خپل وطن نه دى ليدلى، د خپل كلي او سيمې، وطن او وطنوالو د ليدو په ارمان يم. په پاى كې يادونه كوي چې دا يې لومړى ليك دى چې موږ ته يې را استوي.

- د لغمان كلب يو بل غړى قدير جګرخون هم د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته ليكي: ستاسې ټولو خپرونې په دېره مينه اورم، د اولپيك له سپورټي لوبو سره مې بې اندازې مينه ده، غواړم، دى وايي، چې ستاسو سره د ليكونو له لارې خپل قلمي اړيكي وساتم. بيا زياتوي: زه د مانسهرې د اچړيانو په حاجي باد كې اوسېږم، په پېښور كې ښوونځى وايم. تر اوسه مې خپل ګران هېواد نه دى ليدلى، او يو څو ورځې وروسته به افغانستان ته لاړ شم. ډېر خوشاله شوم، نوموړى ليكي، كله مې چې پلار راته خپل وطن ته د تلو يادونه وكړه، زړه مې له خوشالۍ څخه باغ باغ شو. اورېدونكى قدير جګرخون په پاى كې د خپل ليك د خپرولو هيله كوي.

- د لغمان كلب يو بل غړى محمد الدين پرديسي هم ليك را استولى، له سلامونو وروسته يې ليكلي: زه ستاسو ټولې خپرونې په ډېره مينه اورم. څو ورځې مخكې مې هم يو ليك در استولى، او اوس هر وخت راډيو نيسم، خو زما د ليك پته په كې هېڅ نه لګېږي، نو زه، نوموړى وايي، ډېر خپه كېږم. بيا وايي: زه په درېيم ټولګې كې زده كړه كوم، او كورنۍ مې د جامو يو دكان هم لري. نو ګرانه اورېدونكيه پردېسي، ليك مو دې دا دى خپور كړ، هيله ده اورېدلى دې وي او پرې خوشاله شوى وې.

- له مانسهرې څخه د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي له خوا درې ليكونه رارسېدلي دي. له سلامونو وروسته يې ليكلي: زه ستاسو يو دايمي اورېدونكى يم، او تل ستاسې ښكلې خپرونې اورم، پروګرامونه مو ډېر په زړه پورې دي او موږ يې د اورېدو له لارې د چين له كلتور، ټولنې او دودونو سره آشنا شوي يوو . بيا وايي: ډېر خوشاله شوم چې د پښتو هېندارې اتمه ګڼه مې ترلاسه كړه، ډېره ښكلې بڼه يې وه او خورا په زړه پورې ليكنې يې درلودې، او ما هم، نوموړى وايي، سر تر پايه ولوستله، په تېره بيا د افغانستان د روغتيا له وزير سره مركه مو ډېره جالبه وه. بيا يې وړانديز كړى او ليكلي يې دي: پښتو هېنداره ډېره ښكلې او په زړه پورې ده خو كه د كتاب په بڼه، چې مطلب يې ښايي مجله وي، چاپ كړئ نوره به هم خوندوره شي، ځكه، نوموړى وايي، چې د مجلې په بڼه به يې ساتنه اسانه وي او له ضايع كېدو څخه به وژغورل شي. اورېدونكى نثار احمد په خپل يو بل ليك كې چې ډېر پخوا يې ليكلي وايي: د جون په دېرشمه نېټه د خراسان كلب يوه ستره غونډه ترسره كړه چې مشري يې، نوموړى وايي، زما پر غاړه وه. د غونډي مالي لګښت او د ترتيب چارې د خراسان كلب غړيو پر خپله غاړه اخيستى و. په غونډه كې، نوموړى زياتوي، د يو شمېر نورو كلبونو لكه د اريانا كلب، لغمان كلب، د ډي اېكس كلب او د پاك افغان كلب مشرانو او غړيو هم ګډون درلود. په غونډه كې له پېښور څخه د پښتو ژبې ليسانس احمد ګيلاني مينه پال، د پښتو ژبې شاعر فدا محمد فدا لغمانى او په هريپور كې د افغانانو د لوړې كمشنرۍ كاركوونكى ډاكتر سيد موسى صميمي دځانګړيو مېلمنو په توګه ګډون درلود. د غونډې په ترڅ كې، اورېدونكى نثار احمد ليكي، د سي آر آى راډيو يو شمېر مطبوعات او د پښتو خپرونې پته او معلومات ووېشل شول. د غونډې په ترسره كولو سره، دى وايي، د خراسان كلب د غړيو شمېر 150 تنو ته ورسېد. بيا وايي: د غونډې په پاى كې ما خپله ليكلې مقاله ګډون والو ته ولوستله، چې غونډه هم وروسره پاى ته ورسېده. د غونډې موخه د اورېدونكيو زياتولى او هم د پښتو خپرونې د پروګرامونو په اړه د معلوماتو خپرول وو. اورېدونكى نثار احمد په خپل يو بل ليك كې له پوستي ستونزو شكايت كوي او ليكي چې د دوى له خوا لېږل شوي ليكونه بېرته ورستنېږي او د پوستي لګښت غوښتنه ترې كوي. بيا وايي: زموږ په ځاى كې د شپې له خوا ستاسو خپرونې سمې نه اورېدل كېږي، هيله ده، نوموړى ليكي، پر دغو دواړو ستونزو غور وكړئ.

- د لغمان كلب يو شمېر نورو اورېدونكيو هم ليكونه را استولي، چې د دوى د لكيونو محتوياتو او د پروګرام وخت د لنډوالي له امله يې يوازې د نومونو په اخيستلو بسيا كوو: د دوى تر منځ شېر حسن، محمد حسن، ګل حسن، وحيد الله، احمد الله احمدي، نور رحمان حقاني، صديق الله پرديسي او محمد كمال پر دوى سربېره د پېښور له چارسدې څخه ګل حسن چارياري، دغه راز له مانسهرې څخه د ډولفين كلب غړيو هر يو: محمد نويد اعجاز، مجيب يوسف، محمد سعيد، د ډولفين كلب مشر محمد اويس امين او دغه راز هم د خراسان كلب غړي نياز علي خان ليكونه را استولي، سلامونه يې ويلي او هم يې د خپرونې د اورېدو يادونه كړې ده.

- درنو اورېدونكيو اوس نو د پروګرام د پاى شېبې دي، نو مخكې له دې چې سندرې ته ور ورسېږو، غواړم يادونه وكړم چې تاسې موږ ته د پښتو خپرونې او د بېلا بېلو پروګرامونو په اړه خپل نظرونه راواستوئ، د بېلګې په توګه، راته وليكئ چې كوم پروګرام ډېر اورئ او كوم يو مو ډېر خوښېږې، د خوښېدو لامل مو يې څه دى، ولې مو دغه پروګرام خوښ شوى دى او ولې تاسو ته په زړه پورې و، د پروګرام وړاندې كوونكى يا وړاندې كوونكې څوك دي. هيله ده زموږ د پروګرامونه په اړه خپل نظرونه راته په روانه ژبه وليكئ او له نورو اورېدونكيوسره يې شريك كړئ. اوس نو د پروګرام پاى ته ورنژدې شوي يوو، راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د ناشناس يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د ناشناس سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.