<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-28 18:26:05    
په افغانستان کې څه دپاسه اويا تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ائتلافی ځواک د اکتوبر په اته ويشتمه نېټه وويل چې حکومتی پوځ او ائتلافی ځواکونو په اوويشتمه نېټه د افغانستان په جنوب کې له وسله والو طالبانو سره د يوې جګړې په ترڅ کې څه دپاسه اويا تنه طالبان ووژل.

د ائتلافی ځواکونو وياند کريس بېلچير وويل چې د افغانستان حکومتی پوځ او ائتلافی ځواکونو په اوويشتمه نېټه د دغه هېواد د هلمند ولايت د موسی کلا په ولسوالۍ کې د ګزمې پر وخت د وسله والو طالبانو له بريد سره مخامخ شول چې په ترڅ کې يې يوه جګړه ونښته. د دغې جګړې له امله د افغانستان حکومتی پوځ، ائتلافی ځواکونو او عامو وګړيو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.