<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-01 20:38:34    
د چين په کورنيو او مرکزي سيمو کې د شينجيانګ د قومي زده کوونکيو ځانګړي ټولګي

cri

دا چي د چين په لويديځه شينجيانګ سيمه کې د اويغوري قوم زده کوونکي په داخلي او مرکزي سيمو کې زده کړه کوي يو ډېر ستونزمن کار ګڼل کيږي ، خو په ٢٠٠٠ کال کې د چين حکومت د داخلي او مرکزي سيمو په منځنيو ښوونځيو کې د سينجيانګ سيمې د زده کوونکيو لپاره يو شمير ټولګي جوړکړي چې له امله يې زيات شمير قومي زده کوونکي له سينجيانګ څخه د مرکزي سيمو زياتو منځنيو ښوونځيو ته سپارل شوي دي ،

د اوږدې مودې راهيسي د تاريخي، طبيعي او اقتصادي شرائطو د محدوديت له امله د چين د سينجيانګ په سيمه کې د ښوونيزو چارو پرمختګ د داخلي او مرکزي سيمو په پرتله څه نا څه واټن لري ، په دغه سيمه کې د بيلابيلو قومونو د استعداد لرونکيو کسانو د روزنې د چټکتيا لپاره په ٢٠٠٠کال کې د چين حکومت پريکړه وکړه چې د پلازمېنې بيجينګ ، شانګهای او تيان جين په شمول زياتو لويو او پرمختللو ښارونو کې د سينجيانګ د قومي زده کوونکيولپاره ځانګړي ټولګي جوړکړي ، چې د پرمختلليو سيمو د اقتصاد او ښوونې له تفوق او غوره والي څخه په استفادې سره د قومي زده کوونکيو د ښوونې کيفيت او سويه لوړه شي ٠

د اويغوري قوم زده کوونکي شياپهيت په ٢٠٠٤ کال کې د چين د جنوبي ښار

هانګ جو د دارالمعلمين په تړاو د يو منځني ښوونځي د شينجيانګ زده کوونکيو په ټولګي کي شامل شو ، اوس دی په دريم ټولګي کې زده کړه کوي ، دی نه يوازي په زده کړو کې يو ښه او ممتاز زده کوونکی دی بلکې په نورو ساحو کې هم يو لاس لري ، اوس دی د دغه ښوونځي د زده کوونکيو ټولنې مرستيال دی ٠ ده وويل  په راتلونکي کې به د کار پيداکولو لپاره مونږ نه يوازې د خپلې پوهنې سويې ته پاملرنه وکړو بلکې په نورو برخو کې خپل توان هم بايد وښيو ، په زياتو ټولنيزو فعاليتونو کې ګډون کول د خپل توان د لوړتيا لپاره ګټه لري ٠

په داخلي او مرکزي سيمو کې د زده کړو په هکله د شياپهيت مور ژيساليت خپله ډېره خوښي څرګنده کړه ، هغې وويل کله چې خبر مو واخيست چې زوي مې د زده کړو لپاره مرکزي سيمې ته ولاړشي د کورنۍ ټول غړي ډېر خوشاله وو ، ميرمن ژيساليت وويل  د مرکزي سيمې منځني ښوونځي د ښوونې او روزنې لپاره ډېر ښه شرائط او ښه ښوونکي لري ، په دغو ښوونځيو کې زده کړه زمونږ د کوچنيانو لپاره خورا ګټه لري ٠

په داخلي او مرکزي سيمو کې د شينجيانګ زده کوونکيو د ټولګيو د جوړيدو له اوو کلونو راهيسي د خوښۍ وړ برياليتوبونه ترلاسه شوي دي ، په تيرو اوو کلونو کې اتلس زره تنو قومي زده کوونکيو په دغو ښوونځيو کې زه کړه کړې او څه دپاسه درې زره او څلور سوه تنو زده کوونکيو په خپلو سيمو کې د لوړې زده کړې لپاره ازموينې ترسره کړې او په سلو کې نوي زده کوونکي يې د پوهنتونونو او پوهنځيو لخوا منل شوي دي چې زده کوونکي بيهتيار له دې شمير څخه يو دی ، دی روان کال

د تيان جين پوهنتون د کيمياوي څانګې لخوا ومنل شو ، د ده پلار ښاغی احيت وويل  دولت په کورنيو او مرکزي سيمو کې د شينجيانګ سيمې د قومي زده کوونکيو لپاره ځانګړي ټولګي جوړکړي دي چې له امله يې د قومي زده کوونکيو د چيني ژبې د ويلو سويې او د عمومي کيفيت د لوړتيا لپاره ډېرګټور دی او د شينجيانګ سيمې د ښوونې او پوهنې چارو د پرمختګ لپاره ستر رول لوبوي ٠

په کورنيو او مرکزي سيمو کې د منځنيو ښوونځيو ځانګړي ټولګي پر دې تګلارې ټينګارکوي چې د شينجيانګ سيمې د بزګرانو او مالدارانو کوچنيانو ته امتيارورکوي ، په دغو ټولګيو کې په سلو کې نوي قومي زده کوونکي دي او د هان قوم د زده کوونکيو شمير يوازې لس سلنې ته رسيږي ٠

د کورنيو او مرکزي سيمو په منځنيوکې د شينجيانګ سيمې د زده کوونکو د ځانګړيو ټولګيو د جوړيدو کار د پوهنې او ماليې وزارتونو اودبيلابيلوښارونو د اړوندو څانکو او د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د حکومت ملاتړ ترلاسه کړی دی ، تراوسه پورې دولت په دې برخه کې څلور سوه مليونه يوانه لګولي دي ٠