<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-03 19:36:04    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! له هر څه مخكې هيله من يم چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي، او هم خداى وكړي چې په خپل ورځني ژوند كې خوشاله او بريالي وئ، د (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. خبرې به نورې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- لومړى د عزيزي كلب د مشر سيد اعظم عزيزي ليك را اخلم چې له كابل څخه يې را استولى دى. په پيل كې يې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسو له خوا رالېږل شوي خپرنيز توكي راورسېدل. بيا يې د بېجېنګ اولمپيك لوبو په اړه ليكلي: دغه لوبې چې راتلونكى كال به ترسره شي، د نړۍ له بېلابېلو سيمو خلك په كې برخه اخلي، د چين حكومت د مسئوليت له مخې بايد له ټولو وګړيو سره ښه چلن او مېلمه پالنه وشي، د نړۍ ټولو وګړيو ته خپل ستر او پياوړى هېواد ور وپېژني، چې څه ډول پرمختللى هېواد دى، او هم هر راز اسانتياوې مېلمنو ته برابرې كړي. ښاغلى عزيزي بيا زياتوي: د سهار له خوا ستاسې خپرونه هره ورځ هرومرو اورم، ټول پروګرامونه مو ګټور او په زړه پورې دي، په تېره بيا، موږ او اورېدونكي، د چيني ژبې لوست،چين ته سفر او داسې نورو پروګرامونو له اورېدو خوند اخلو. اورېدونكى سيد اعظم عزيزي بيا د خپل كلب وړانديزونه ليكي او وايي: په كابل كې يو پوستي صندوق پرانيزئ، چې زموږ ليكونه تاسې ته ژر او په وخت درورسېږي. د خپرونې وخت له نيم ساعت څخه يو ساعت ته اوږد كړئ. په افغانستان په تېره بيا په كابل كې ګڼ شمېر ځوانان د چيني ژبې له زده كړې سره علاقه لري، كه تاسې، نوموړى وايي، د چيني ژبې د زده كړې لپاره يو وړيا كورس پرانيزئ ډېر شمېر مينه وال به د چين او د دغه هېواد له ولس، كلتور او ټولنې سره آشنا شي. زموږ د كلب يو شمېر ځوانان غواړي د لوړو زده كړو لپاره چين ته لاړ شي، تاسې څه ډول مرسته ورسره كولى شئ. اورېدونكى نوموړى بيا د خپل ليك په پاى كې ليكي: اوس مهال د عزيزي كلب غړيو شمېر دېرش تنو ته رسېدلى دى او ټول ستاسې خپرونې اوري. ښاغلى عزيزي ستا له ليك او نېكو هيلو مننه، وړانديزونه مو په زړه پورې دي، د خپرونې وخت ښايي په نژدې راتلونكي كې زيات شي نو هيله ده تاسې ورته په زغم سره انتظار وكړئ، د نړۍ په بېلابېلو برخو د چيني ژبې د زده كړې په موخه د كونفوسيوس په نامه كورونه پرانيستل شوي، هيله ده د امنيت په ښه كېدو سره افغانستان او پلازمېنې كابل ته هم دغه لړۍ ور وغځېږي، خو په چين كې ستاسې كلب د غړيو د لوړو زده كړو په اړه موږ څه مرسته نه شو كولئ، تاسې كولى شئ په افغانستان كې د زده كړې بورسونو ترلاسه كولو له لارې د چين پوهتونونو كې زده كړه وكړئ.

- دغه بل ليك را اخلم چې د خبريال په نامه يو چا له لندن څخه را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ښاغلى عمران! بايد ووايم تاسې ډېر نېكمرغه ياست چې له داسې خلكو سره كار كوئ چې د ښې څېرې، ښه غږ او تلفظ څښتنان دي. بيا زياتوي: زه ستاسو خپرونې د انټرنېټ له لارې اورم، زه ډېر غواړم، نوموړى وايي، چې د چين نورو رسنيو په اړه هم معلومات ترلاسه كړم. اورېدونكى خبريال بيا وړاندې يادونه كوي او ليكي: درې كاله وړاندې زه له يو شمېر نورو افغاني خبريالانو سره په بېجېنګ كې د پښتو څانګې دفتر ته ورغلى وم، او ډېر خوشاله شوم چې ستاسو همكاران مې له نژدې وليدل، چې ډېره ښكلې پښتو يې ويله.

- د پاكستان له مردان ښار څخه اورېدونكي محمد عثمان مردانوي په خپل ليك كې د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكلي: زموږ ټول ملګري د چين نړيوالې راډويو پښتو خپرونه په ډېر شوق سره اوري، موږ باور لرو چې د پښتو خپرونې ټول پروګرامونه ډېر په زړه پورې او خوندور دي. موږ ته ستاسې له لوري خپرنيز توكي راورسېدل، ډېره مننه كوو، نوموړى وايي، او هيله لرو چې له موږ سره خپل قلمي اړيكي وساتئ.

- له مانسهرې څخه د لغمان كلب غړى ګلبدين رحيم دل په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه او زما ملګري هر يو خان آغا مين، محمد جبار سفري، نور الدين غيرتي، شريف خان بريالى، ګل آغا ايوبي او ارباب زرغون ستاسې خپرونې په ډېر شوق او مينه سره اورو، ستاسو د خپرونې له اورېدو سره، نوموړى وايي، خوشالي مله وي، ياران سره خوږوي او ماته بې حده په زړه پورې او خوندوره ده. دا ولې؟ دى بيا پوښتنه كوي. دا به ګرانه اورېدونكيه ستا د ذوق په لوړتيا دلالت كوي. اورېدونكى ګلبدين ليكي: اوس واوره بيان وروره! زه په افغانستان كې د بغلان ولايت يم، او سږ كال به، نوموړى وايي، كه د خداى رضا وي لسم ټولګي ته بريالى شم. سږ كال زموږ درسونه ډېر خراب خراب شول، دعا كوئ چې زموږ درسونه بېرته ښه شي. موږ په خپله دعاګانې ښې ډېرې كوو. نور كه ستاسې اجازه وي دغه ليك به په همدې ځاى پاى ته ورسوم، ها! رښتيا يوه خبره كوم، نوموړى ليكي، كله چې ستاسې پروګرام واورم، خومره ډېر چې خپه هم وم، بېرته خوشالېږم. نو ګلبدين خانه، موږ دې هم دا دى ليك كټ مټ درته خپور كړ، خداى دې ستاسې درسونه بېرته ښه كړي، څو ته هم بايد كوشش وكړې چې په خپلو زده كړو كې هر وخت مخكښ وې.

- له مانسهرې څخه يو بل اورېدونكي زين الدين جګرخون هم يو ليك را استولى، د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه د بغلان كلب غړى يم او غواړم ستاسو په كړو وړو ليكونه درولېږم، خو خبره دا ده چې وس مې نه رسېږي چې تاسو ته دومره زيات ليكونه درواستوم، او بله خوا، دى وايي، ليك ليكل خوند هم نه راكوي او زړه مې غواړي چې د چين پر لور دروخوځېږم. بيا زياتوي: ما تر پنځم تولګي پورې زده كړې، او اوس يو دكاندار يم او رختونه خرڅوم. اورېدونكى زين الدين زياتوي: ماته د چين ژبه ډېره سخته ښكاري، اوس غواړم چې په كوم ځاى كې د چينې ژبې د زده كړې يو كورس پيل كړم، ډېر ورپسې وګرځېدم، نوموړى ليكي: خو په يو ځاى كې مې هم ونه موند. نوموړى د خپل ليك په پاى كې د پښتو خپرونې وخت د زياتوالي هيله كوي.

- دغه بل ليك را اخلم چې د بلوچستان له ژوب څخه د سي آر آى لسنرز كلب غړو هرې يوې زليخا، لېمې، فرشتې، ملالۍ، وسيلې، ښايستې، ماه ګلې، شكېبا، څانګې، نجيبې، تورپېكۍ او ميوندې را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونيكو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: موږ ستاسو ټولې خپرونې اورو، تاسو ته مو څو ليكونه در استولي دي، خو تر اوسه مو ستاسو له خوا كوم ليك نه دى ترلاسه كړى. هيله ده، دوى د خپل ليك په پاى كې ليكي: چې زموږ د دغه ليك ځواب راواستوئ.

- درنو اورېدونكيو اوس نو د پروګرام د پاى شېبې دي، نو مخكې له دې چې سندرې ته ور ورسېږو، غواړم يادونه وكړم چې تاسې موږ ته د پښتو خپرونې او بېلا بېلو پروګرامونو په اړه خپل نظرونه راواستوئ، د بېلګې په توګه، راته وليكئ چې كوم پروګرام ډېر اورئ او كوم يو مو ډېر خوښېږې، د خوښېدو لامل مو يې څه دى، ولې مو دغه پروګرام خوښ شوى دى او ولې تاسو ته په زړه پورې و، د پروګرام وړاندې كوونكى يا وړاندې كوونكې څوك دي. هيله ده زموږ د پروګرامونو په اړه خپل نظرونه راته په روانه ژبه وليكئ او له نورو اورېدونكيوسره يې شريك كړئ. اوس نو د پروګرام پاى ته ورنژدې شوي يوو، راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د نغمې يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د نغمې سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.