<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-06 19:16:48    
د م م دوه شپېتمې دورې عمومي اسامبلې په افغانستان کې د ترهګرو بريدونو سخته غندنه وکړه

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م دوه شپېتمې دورې عمومي اسامبلې د نومبر په پنځمه نېټه يوه پرېکړه تصويب کړه چې پکې په افغانستان کې د ترهګرو بريدونو سخته غندنه وشوه او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې د امنيت ساتنې مسئلې د حل و فصل لپاره له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

دغه پرېکړه د المان لخوا وړاندی شوی او څه نا څه سلو هېوادونو لاسليک کړې، له دې څخه څرګندېږی چې نړيواله ټولنه د افغانستان د بيارغونې د بهير پراخ ملاتړ کوي. په دغه پرېکړه کې ويل شوي چې له يو کال راهيسی، افغانستان د سياست او امنيت ساتنې په ساحو کې يو شمېر برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو طالبانو، القاعدې سازمان او نور تندلاری سازمانونه په پر له پسی توګه په دغه هېواد کې ترهګر بريدونه تر سره کوي.