<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-07 11:36:07    
په افغانستان کې يوې درنې چاودنې زياته مرګ ژوبله اړولې ده

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان په شمالي ولايت بغلان کې د نومبر په شپږمه نېټه يوې درنې چاودنې په لسگونو خلک وژلي چې شپږ تنه پکې د ولسي جرگې غړي دي.

بريد د بورې جوړولو د يوې فابريکې په وړاندی شوی او د مرګ ژوبلې شمېر څه دپاسه سل تنو ته رسيدلی چې ډېر ماشومان هم پکی شامل دي.

د پېښې تفصيلات تر اوسه نه دي معلوم او چايې پړه هم پر غاړه نه ده اخيستې.

د م م سرمنشی بان کي مون وويل دا په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو سخته چاودنه ده. ولسمشر حامد کرزي هم دغه بريد د اسلام او بشريت ضد د يو ترهگر عمل وګاڼه.