<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-08 20:43:43    
د ديچينګ په سيمه کې د تيتي وګړيو نيکمرغه ژوند

cri

د ديجينګ سيمه د چين په يون نان ولايت کې ده چې شاوخوا يې لوړ غرونه او جهيلونه پراته دي ، دغه سيمه په چين کې يو ډېر مشهور توريستي ځای دی او خلکو دغې سيمې ته د شانګريلاښکلی نوم ورکړی دی ، اوس دغه سيمه د چينايانو په سترګو کې يو ډېر ښکلی ځای ګڼل کيږي

ديچينګ سيمه د چين د يون نان ولايت په شمال لويديځ کې پرته ده او د تبتي قوم خپلواکې سيمې ته ورڅيرمه ده ، ديچينګ په تبتي ژبه کې د نيکمرغۍ معنا لري ، په دغه سيمه کې د تبت ، لي شو ، ناشي ، هان او باي قومونو په ګډون د ٢٦ قومونو خلک اوسيږي ، د تبتيانو شمير د دغې سيمې د وګړيو يو په دريمه برخه نيسي ٠

دغه سيمه په وروستيو لسو کلونو کې د نړېوالو لخوا پيژندل شوې او ترمنځ يې ددغې سيمې په اړه يوه ښکلې کيسه خپره ده ، د امريکا ليکوال جامس هيلتون په ١٩٣٣ کال کې د له منځه تللي افقي کرښې په نامه خپل يو اوږد ناول کې ليکلي وو چې د ختيځې نړۍ په لوړو غرونو کې له دايمي سولې او ارامۍ څخه يوه ډکه سيمه وه چي شانګريلانوميده ، د تيرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې ځينو خلکوديچينګ سيمه کشف کړه ، په دغه ځای کې داسې منظرې شته لکه څنګه چې د جامس هيلتون په کتاب کې ليکل شوې وې ٠ د تعجب وړ ځای دی چې د شانګريلا کلمه د ديچينګ سيمې د مرکز جونګ ديان تبتي کلمه ده او معنا يې د خلکو په زړونوکې لمر او سپوږمۍ ده ، په ٢٠٠١ کال کې د ديچينګ مرکز جونګ ديان په رسمي توګه په شانګريلا ولسوالۍ بدل شو٠

د دي چينګ سيمې د کلتوري څانګې مشر ښاغلي پوجيانګ په دې اړه زمونږ خبريال ته وويل شانګريلا د ديچينګ سيمې د وګړيو په زړونو کې د ښه ژوند او لوړ همت نښه ګڼل کيږي ، هغه وويل  زمونږ په أند د شانګريلا ځانګړتيا بايد همغږي ، ارامي او نيکمرغي وي ، په دغه سيمه کې د خلکو ترمنځ او د بشر او طبيعت ترمنځ همغږي موجوده ده ، په دغه سيمه کې د ٢٦ قومونو خلک په ګډه سره ژوندکوي او يو له بل سره مرسته کوي ، دغه راز د دغې سيمې طبيعي منظرې خورا ښکلې دي ، مونږ په دغه سيمه کې په نيکمرغۍ سره ژوندکوو ٠

په ديچينګ سيمه کې د خلکو ارام او هوسا ژوند د نړۍ د زياتو هېوادونو د خلکو پاملرنه راجلبوي ، زيات بهرني سيلانيانو چې دلته راغلي نو ژر يې ورسره مينه موندلې ده حتی ځينې کسان د اوږدې مودې لپاره په دغه ځای کې پاتي شوي دي ، په چين کې د م م د پرمختياي پروګرام د ادارې د عمومي استازي خالد مالک ميرمن کاتر سخير مالک له دغو کسانو څخه ده ، په ٢٠٠٤ کال کې دا د لومړي ځل لپاره د شانګريلا ولسوالۍ ته لاړه سمدستي يې له دغه ځای سره مينه درلوده او پريکړه يې وکړه چې په دغه ولسوالۍ کې پاتې شي ،له هغه وخته راهيسي دې د ديچينګ سيمې د ملي لږکيو کلتورنړۍ ته وروپيژانده ، د يون نان ولايت د غرنۍ سيمې د ميراثونو صندوق يې هم جوړکړ او د ځايي پوهنيزو چارو د پرمختګ لپاره يې پيسې راټولې کړې ، له دې امله د ديچينګ سيمې د حکومت لخوا ورته د وياړې تابعيت لقب ورکړشو٠د دغه لقب ورکولو په مراسمو کې د ميرمن کاتر لور سارا مالک د خپلې مور په اړه زمونږ خبريال ته وويل څلور کاله مخکې زما مورد لومړي ځل لپاره دلته راغله ، ورپسې هغه څو څو ځله شانګريلا ته راغلې وه ، هغې د شانګريلا سيمې د خلکو سره د مرستو لپاره زيات کارونه ترسره کړي دي ، څرنګه چې مور مې دلته کارکوي ، نو ځکه زه هم په دې ځای کې د دې د صندوق په ټولنه کې کارکوم ، زه هم د شانګريلا سره ډېره مينه لرم ،

د ديچينګ سيمې د ملي لږکيو وګړي د خپل دوديز ژوند د ساتنې ترڅنګ د عصري ژوند څخه هم برخمن دي ، د دغې سيمې د ناشي قوم ښځې يانګ څون شينګ زمونږ خبريال ته وويل  زما په کور کې زيات بريښنايي سامان الات شته ، د بيلګې په توګه رنګين تلويزيون ، يخچال او طبيعي ګاز او نور عصري توکي پراته دي ، ويل کيږي چې زمونږ د ژوندانه سويه د نسبتي شتمنۍ کچې ته رسيدلې ده، اوس مونږ کله کله هم د سفر لپاره نورو ځايونو ته ځو ٠

هره شپه د ديچينګ سيمې د حکومت په مرکزي ډګر کې د بيلابيلو قومونو وګړي راغونډيږي او په خوښۍ سره سندرې وايي او نڅاکوي ، دوي د ورځې په وخت کې په زيار سره کارکوي او د شپې په مهال په خوشالۍ سره د خپل نيکمرغه ژوند څخه خونداخلي ٠