<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-10 19:37:22    
موږ او اورېدونکي

cri
عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! له هر څه مخكې هيله من يم چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي، او هم خداى وكړي چې په خپل ورځني ژوند كې خوشاله او بريالي وئ، د (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. خبرې به نورې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې د سي آر آى لسنرز كلب ليك را اخلم چې ميوندې، ښايستې، تورپېكۍ، ماه ګلې، زبيدې، نجيبې، څانګې، لېمې، ملالۍ، تورپېكۍ، شكېب، فرشتې، زليخا او وسيلې په ګډه را استولى دى. له سلامونو وروسته يې ليكلي: موږ په دې وياړو چې د چين له نړيوالې راډيو سره تماس لرو، ډېر ليكونه مو درلېږلي دي، خو له بده مرغه ستاسو له خوا مو هېڅ ډول ليك نه دى ترلاسه كړى. بيا ليكي: هيله ده د دغه ليك په ځواب كې مجلې، قلمونه، كتابونه او بېلابېل مطبوعاتي توكي راواستوئ.

- له مانسهرې څخه د لغمان كلب غړى محمد الله په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: له ماسره ملګري هر يو عباد الله، صبور الله، مطيع الله، عرفان الله، فريد الله، ظهور الله، فرهاد الله، ريحان الله، روح الله او شاكر الله مليار خان ټول تاسې ته سلامونه وايي، او هر وخت ستاسې خپرونې اوري. بيا وايي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، كه دا مو راته خپور كړ، نو زه به له تاسو سره خپل قلمي اړيكي ټينګ وساتم. اورېدونكى محمد الله زياتوي: چينايي ژبه مې ډېره خوښه ده او غواړم زده يې كړم. هيله ده، نوموړى د خپل ليك په پاى كې وايي، ماته مجلې مطبوعات او د ليكونو پاكټونه راواستوئ.

- دغه بل ليك هم له مانسهرې څخه اورېدونكي اويس امين را استولى دى، لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: موږ د اګست په مياشت كې يوه جلسه يوه ناسته ترسره كړه چې ډېرو خلكو په كې ګډون درلود. د غونډې په ترسره كولو كې زموږ سره د پاك افغان كلب ډېره همكاري وكړه. په غونډه كې مو پښتو هېنداره د خلكو تر منځ وويشله. اورېدونكي اويس امين د خپل ليك په پاى كې د نورو غونډو لپار د نورو مطبوعاتي توكيو د وراستولو غوښتنه كړې ده.

- د لغمان كلب غړى اورېدونكى صبغت الله هنر خوا هم يو ليك را استولى، د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسې خپرونې په ډېره مينه اورم، پروګرامونه مو ډېر په زړه پورې دي، موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې، چين ته سفرونه او د چيني ژبې لوست مې ډېر خوښېږي. زه غواړم، اورېدونكى صبغت الله ليكي، چې ستاسو سره خپل قلمي اړيكي ټينګ وساتم، هيله ده تاسې هم ما مه هېروئ، پاكټونه، مجلې، مطبوعات، د چيني ژبې لوست او داسې نور مطبوعاتي توكي راواستوئ.

- د همدغه لغمان كلب يو بل غړى اورېدونكى فرهاد الله بېدار د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته ليكي: زه او زما ملګري حذيفه هلال، بهار الله بهار او حبيب الله روان ستاسو خپرونې په ډېره مينه اورو، پروګرامونه مو ډېر خوندور او په زړه پورې دي. بيا وايي: ډېر خوشاله شوم چې خپل ملګري فضل الله عمري ستاسو له راډويو سره آشنا كړم، دا مې څلورم ليك دى، نوموړى ليكي، چې تاسو ته يې در استوم او ډېر په شوق سره مې ليكلى دى. نوموړى د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو، مجلو او مطبوعاتو وراستولو غوښتنه كوي.

- دغه راز د همدغه كلب يو بل غړي فرهاد الله هم يو ليك را استولى او له سلامونو وروسته ليكي: له خپلو ملګريو هر يو صداقت وفادار، ظهور بېدار، ريحان خاكسار، شفاقت وفادار، وحيد بېدار، فريد تنها او عرفان وفادار سره په ګډه ستاسو خپرونې په ګډه اورم، خپرونې او پروګرامونه مو ډېر په زړه پورې دي. اورېدونكى فرهاد الله زياتوي: له چينايي ژبې سره مې ډېره مينه ده، او غواړم زده يې كړم. له تاسې هيله لرم چې مجلې، پاكټونه او نور مطبوعات راواستوئ.

- له مانسهرې څخه اورېدونكى عرفان الله عرفان په خپل ليك د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي، او بيا يې د خپلو ملګريو هر يو فضل الله عمري، لطف الله عمري، دلاور عمري، محمد نعيم وفادار، اسد الله درويش، اكرام الله وفادار، محمد شعيب وفادار، محمد كمال وفادار او صداقت وفادار نومونه ليكلي او وايي موږ ټول د لغمان كلب غړي يوو او دوى هم داسې ته سلامونه وايي. بيا وايي: موږ ستاسې خپرونې اورو، ټول پروګرامونه مو ښه او په زړه پورې دي، په تېره بيا موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې، چين ته سفرونه او د چيني ژبې لوست ډېر خوندور دي او هر وخت يې اورو. اورېدونكى عرفان الله د خپل ليك په پاى كې وايي: د ليك در استولو لپاره مې پاكټ له خپل ملګري فضل الله نه اخيستى، هيله ده په راتلونكي كې پاكټونه را واستوئ.

- دغه بل ليك را اخلم چې د افغانستان د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ، جنو غونډۍ له فقيرانو كلي څخه اورېدونكي عبد الرحمان را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: دا مې لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، هيله مند يم چې راته خپور يې كړئ. بيا زياتوي: زه د يوراج كلب غړى يم، ستاسې خپرونې اورم، پروګرامونه مو ډېر په زړه پورې دي او زه يې هر وخت په مينه اورم. اورېدونكى عبد الرحمن د خپل ليك په پاى كې ليكي: له دې وروسته به ستاسې سره خپل قلمي اړيكي ټينګ ساتم.

- د خوست ولايت له همدغې سيمې څخه د يوراج كلب يو بل غړى صبور انوري هم ليك را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته د پښتوخپرونې ستاينه كوي او وايي، ټول پروګرامونه مو په زړه پورې دي. بيا زياتوي: د بېجېنګ اولمپيك سپورتي لوبو په اړه معلومات موږ د راډيو له لارې ترلاسه كوو، او په افغانستان كې تر ټولو په زړه پورې او مشهورې لوبې فوټبال او وز لوبه دي. اورېدونكى صبور انوري وايي: زه په نړيوالو لوبو كې له فوټبال سره مينه لرم. موږ په كليوالو سيمو كې ژوند كوو چې نه په كې ټلويزيون شته او نه هم په كې برېښنا. نوموړى د خپل ليك په پاى كې ليكي: موږ غواړو د بېجېنګ اولمپيك لوبو كې د تشكيلاتي كمېټې له لارې ګډون وكړو.

- درنو اورېدونكيو اوس نو د پروګرام د پاى شېبې دي، نو مخكې له دې چې سندرې ته ور ورسېږو، غواړم د پروګرام د تېرو كړيو په شان يو ځل بيا يادونه وكړم چې هيله ده تاسې موږ ته د پښتو خپرونې او د بېلا بېلو پروګرامونو په اړه خپل نظرونه راواستوئ، د بېلګې په توګه، راته وليكئ چې كوم پروګرام ډېر اورئ او كوم يو مو ډېر خوښېږې، د خوښېدو لامل مو يې څه دى، ولې مو دغه پروګرام خوښ شوى دى او ولې تاسو ته په زړه پورې و، د پروګرام وړاندې كوونكى يا وړاندې كوونكې څوك دي. هيله ده زموږ د پروګرامونه په اړه خپل نظرونه راته په روانه ژبه وليكئ او له نورو اورېدونكيوسره يې شريك كړئ. اوس نو د پروګرام پاى ته ورنژدې شوي يوو، راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د بريالي صمدي يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د بريالي صمدي سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.