د بېجينګ جونګ شان باغ د تيان ان مين ډګر په لوېديځ کې پروت دی او پراخوالی يې دوه ويشت هکتارو ته رسيږی. دغه باغ د مينګ او چينګ په امپراتوري دورو کې د مځکو او غلودانو اربابانو د عبادت ځای و.
دغه ځای په ١٩١٣ کال کې د سون جونګ شان په مشری حکومت لاسته راوړ او د پيسو په راغونډولو سره يې ترې يو باغ جوړ کړ. د ١٩١٤ کال د اکتوبر په لسمه نېټه دغه باغ د وګړيو پر مخ پرانيستل شو او د مرکزي باغ په نامه ونومول شو چې په بېجينګ کې له هغو باغونو څخه و چې تر ټولو لومړی له شاهي باغونو څخه په عامو باغونو بدل شوی دی.
د وګړيو پر مخ د دغه باغ له پرانستلو مخکې په باغ کې په لنډ وخت کې په باغ کې پراخې رغونې تر سره شوی او يوه رسمی دروازه پکې جوړه شوه چې اوس د چانګ ان له سړک سره مخامخ ده. له ١٩١٥ کال وروسته بيا په باغ کې سيند، ډبرې او نورې ودانی جوړې شوی. په ١٩٢٨ کال کې د دغه باغ نوم له مرکزي باغ څخه په جونګ شان باغ بدل شو. له دې وروسته په دغه باغ کې ډېرې نورې منظرې هم جوړې شوې.
په ١٩٣٧ کال کې د جاپاني پوځ لخوا د بېجينګ له نيولو وروسته دغه باغ بېپينګ باغ ونومول شو او د لسو مياشتو له تېرېدو وروسته يو ځل بيا مرکزي باغ ونومېد. په ١٩٤٥ کال کې د جاپان د تيري ضد مبارزې له برياليتوب وروسته، د دغه باغ نوم بيا
په جونګ شان باغ بدل شو چې اوس هم په همدی نامه يادېږی. په ١٩٨٨ کال کې جونګ شان باغ د چين د دولتي شورا لخوا د هېواد کلتور ساتنې د مهمو ارګانونو په ليست کې شامل شو.
په ١٩٢٥ کال کې د ښاغلي سون جونګ شان تابوت د دغه باغ د درناوی په خونه کې ځای پر ځای شو چې د وګړيو لخوا ور ته د درناوی مراسم ادا شي. په ١٩٢٨ کال کې دغه خونه جونګ شان تانګ ونومول شوه.
په ٢٠٠٢ کال کې جونګ شان تانګ له نيم کال رغونې وروسته بيا د سيلانيانو پر مخ پرانيستل شوه. دلته د سون جونګ شان او بېجينګ نندارتون شته چې دوه سوه عکسونه او د ښاغلي سون جونګ شان د ژوند د سامان الاتو دېرش کاپۍ پکی موجودې دي.