![]( /mmsource/images/2007/11/16/listen.gif)
د چين په جنوب ختيځ د فوجيان ولايت چيوان جو ښار د چين په تاريخ کې يو مشهور بندر و او هم د پخواني سمندري وريښمينې لارې پيل و، د څه باندې شپږ سوه ميلادي کلونو مخکې زيات عربي او فارسي سوداګرانو په دغه ښار کې سوداکوله ، چې له امله يې دغه ښار په چين کې له هغو ځايونو څخه هم ګڼل کيده چې ترنورو مخکې اسلامي دين پکې خپريده ، ورپسې ډېرو مسلمانو سوداګرانو په چيوان جو ښار کې دايمي استوګنه کوله او ددوي کوچنيانوهم د ځايي چيني اوسيدونکيو سره واده کړی و ، د چيوان جو ښار د چن داغی په علاقه دارۍ کې يوه لويه کورنۍ شته چې دين نوميږي ، دغه کورنۍ تراوسه پورې څه دپاسه اوه سوه کلن تاريخ لري ٠
چن دای علاقه داري د چيوان جو ښار په جنوب ختيځ کې پرته ده چې پراخوالی يې يوازي اته مربع کيلومتره دی ، که څه هم دا يوه کوچنۍ علاقه داري ده ، خو هغه په چين او أن په اسيا کې د سپورتي بوټانو د جوړولويوه لويه اډه ده ، په چين کې زيات مشهورسپورتي بوټان په دغه ځای کې جوړيږي ، د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې کاشکي د سپورتي بوټانو ټولې مشهورې سوداګريزې نښې د دغې علاقه دارۍ د دين نومي مسلمانې کورنۍ لخوا رامنځته شوې دي ٠ دغه کورنۍ له کوم ځای او څه وخت دغې علاقه دارۍ ته راغلې او څنګه اوسنۍ اقتصادي اعجاز يې رامنځته کړی دی ؟د دغو مسئلو په راوړلو سره زمونږ خبريال چن دای علاقدارۍ ته ورسيد او هلته يې د دين نومې کورنۍ د يو غړي سپين ږيري ښاغلي دين تونګ جي سره مرکه وکړه ٠
اتيا کلن سپين ږيري دين تونګ جي پخوا د چن داي علاقدارۍ د قومي چارو په برخه کې يو چارواکی و د دين کورنۍ د تاريخ د يادونې په ترڅ کې هغه زمونږ خبريال ته وويل زمونږ د کورنۍ د سند سره سم زمونږ نيکه ګانو د سوداګرۍ لپاره د چين د سونګ امپراتورۍ په دوره کې يعني د ١٢٧٠ ميلادي کال په شاوخوا کې له عربي هېواد څخه د سمندر له وريسمينې لارې د چين سوجو ښار ته ورغلل او د سوجو او چيوان جو ترمنځ سوداګرۍ کوله ، هغه زياته کړه چې د ١٤٠٠ ميلادي کال په شاوخوا کې د دين نومي نيکه ګانو د خپلې کورنۍ سره د چن دای علاقدارۍ ته راغلل او پاتې شول ، دغه راز دوي هم له سوداګرۍ څخه ﻻس واخيست او د کرنې په کار يې ﻻس پورې کړ٠
د دين کورنۍ غړيو ولې له سوداګرۍ څخه لاس واخيست او په کرنيزو کارونو ﻻس پورې کړ، په دې اړه د دغې علاقدارۍ د بهرني ترانسپورت د موزيم پوهاند ښاغلي ليو جي چنګ زمونږ خبريال ته وويل چن دای علاقهداري د جين جيانګ سيند په لاندنۍ برخه کې پرته ده او دلته د اوبو ځمکې ډېرې دي او کرنيزې چارې يې ډېرې پرمختللې دي ، د دين کورنۍ د غړيو د زيار او هلوځلو له لارې دغه کورنۍ په دې سيمه کې شتمنه کورنۍ شوه ،د وختونو د تيريدو سره سره د دغې لويې کورنۍ غړيو له يوې خواپه کرنيزو کارونو لګياکيدل او له بلې خوا يې سوداګري هم کوله ، چې له امله يې دغه کورنۍ نوره هم پرمختللې او شتمنه شوې ده ٠
ميرمن دين مۍ شان چې د دغې لويې کورنۍ يوه غړې ده د خپلې لويې کورنۍ د يادونې په ترڅ کې وويل په چن دای علاقه دارۍ کې د دين
نومي مسلمانې کورنۍ پرمختګ ډېر چټک دی ، د پخوانۍ شميرنې له مخې تر ١٩٩٢ کاله پورې د دين لويې کورنۍ د غړيو شمير لس زرو تنو ته ورسيد او د نابشپړې شميرنې له مخې ښايې تر اوسه پورې د دين نومي لويې کورنۍ د غړيو شمير له شل زرو څخه تر څلويښت زرو تنو پورې وي ٠
که څه هم دغه لويه کورنۍ په تيرو څو سوه کلونو کې له بې شميره غمونو او کړاونو سره مخامخ شوې وه، خو ددغې لوې کورنۍ غړيو پر اسلامي دين باندې ټينګه عقيده درلوده ، سپين ږيري ښاغلي دين تونګ جي وويل مبارک اسلامي دين زمونږ د نيکونو لخوا راپاتې شوی معنوي شتمني ده ٠
د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاښون تګلارې له پلي کيدو وروسته د دغه ځای د دين نومي لويې کورنۍ غړيو زياتې صنعتي تصدي او شرکتونه جوړکړي او خپل توليدات يې د چين پر نورو ولايتونو حتی د نړۍ پر زياتو هېوادونو او سيمو باندې پلورلي دي ، پنځه څلويست کلن دين جنګ پۍ چې د چن دای علاقه دارۍ د ملي لږکيو چارو د ادارې يو چارواکي دی زمونږ خبريال ته وويل تيرکال زمونږ د چن دای علاقه دارۍ د مسلمانو په سيمه کې د صنعتي او کرنيزو توليداتو عمومي ارزښت له نهه مليارډه او پنځه سوه مليونه يوانو څحه اوښتی دی چې د علاقه دارۍ د صنعتي او کرنيزو توليداتو د عمومي ارزښت په سلو کې يو پنځوسمه برخه يې ونيوله او دغه نهه مليارډه او پنځه سوه مليون يوانه ټول د دين نومي کورنيو تصديو لخوا رامنځته شوي دي ٠