<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-17 20:08:06    
موږ او اورېدونکی

cri
عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! له هر څه مخكې هيله من يم چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي، او هم خداى وكړي چې په خپل ورځني ژوند كې خوشاله او بريالي وئ، د (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. خبرې به نورې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې د افغانستان د هېواد ورځپاڼې ژورنالست ناصر شا سرحدي ليك را اخلم چې كابل څخه يې را استولى دى. د چين نړويالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: څو ورځې وړاندې د افغانستان او نړۍ په ډله ايزو خبري رسنيو كې د چين پر دوست هېواد يو له لړ له حقيقت خخه لرې او بې بنسټه لګېدلي چې ګواكې د افغانستان د دولت مخالفينو يا طالبانو ته وسلې وركوي، خو موږ وايوو، نوموړى ليكي: چې دا د افغانستان د هېواد او خلكو د ښمنان هېڅ ډول ثبوت او شواهد نه لري چې د دغې خبرې پخلى وكړي. اورېدونكى ناصر شاه سرحدي زياتوي: موږ د دغو تورونو پر خلاف يوو، موږ تل د چين ولسي جمهوريت د نېك ګاونډيتوب تګلارې ملاتړ كړى دى، چين نه يوازې زموږ په كورنيو چارو كې لاسوهنه نه ده كړې، بلكې تل يې د متقابل درناوي او يو د بل په كورنيو چارو كې د نه لاسوهنې پر تګلارې ټينګار كړى دى او د م م د منشور پر بنسټ يې د ښه ګاونډيتوب اصل ته ارزښت وركړى دى، او زموږ له هېواد سره يې تل اقتصادي او نورې بېلابېلې مرستې كړې دي ې ټول افغانان ورته د قدر او ډېر ارزښت په سترګه ګوري. اورېدونكى ناصر شاه سرحدي خپلو خبرو ته دوام وركوي او ليكي: موږ پر دې خبرې باوري يوو چې د چين او افغانستان تر منځ دوستي به د لوى خداى په فضل سره ښې پايلې ولري، د افغانستان خلك او حكومت د يو چين پر تګلارې ټينګ ولاړ دى. نوموړى بيا خپل وړانديزونه ليكي او وايي: د پخوا په شان يو ځل بيا وړانديز كوم چې د چين نړيواله راډيو په افغانستان كې پر اېف اېم څپو خپلې خپرونې پيل كړي، كه داسې وشي، نو دا به، نوموړى وايي، نه يوازې د افغانانو او چين ولسي جمهوريت خلكو په دوسيتۍ كې يو اغېزناك ګام وي، بلكې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګريز او اقتصادي ډګر كې به هم ګټور وي.

- دغه بل ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه د پا افغان كلب يوې غړې بشرى را استولى دى. د چين نړويالې راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: زه ستاسو خپرونه او بېلابېل پروګرامونه په ډېره مينه اورم. تاسو د خپلو پروګرامونو په ترڅ كې ډېر ښه راپورونه خپروئ، ستاسې د خپرونې په پيل كې چې كله خبرونه خپروئ نو زه يې په ډېر غور سره اورم. اورېدونكې بشرى بيا يو څو زرينې خبرې هم ليكلې او وايي په پروګرام كې يې راته خپرې كړئ: نوموړې په خپلو زرينو خبرو كې وايي: تر ټولو آسانه نيكي خوږې خبرې دي. له دنيا سره مينه د ټولو ګناهونو ريښه جوړوي. تر ټولو غوره روزي هغه ده چې په خپل زيار او كوشش سره ترلاسه كېږي. په هر دين كې څه اخلاق وي، خو اسلام د اخلاقو دين دى. اورېدونكى بشرى په پاى كې ليكي: دغه زرينې خپرې په اردو ژبه ليكل شوې او ما، دا وايي، بيا پښتو ته راواړولې.

- له همدغه ځاى مانسهرې څخه يو بل اورېدونكى حمزه تسليم په خپل ليك كې له سلامونو او نېكو هيلو وروته ليكي: زه مخكې د خراسان كلب غړى وم، خو اوس د ډولفين كلب غړى يم. ما تاسو ته، نوموړى وايي، د خراسان له كلب څخه ډېر ليكونه درلېږلي، خو ځواب يې نه دى راغلى، هيله ده زما د ليكونو ځواب راكړئ، زه به يې په تمه وم. اورېدونكى حمزه تسليم د خپل ليك په پاى كې وايي: ماته پاكټونه، مطبوعات او مجلې راواستوئ.

- له مانسهرې څخه يو بل اورېدونكى اسامه امين هم په خپل ليك كې لومړى سلامونه وايي او بيا ليكي: ډېر وخت وشو چې تاسو ته مې ليكونه نه دي در استولي، په وروستۍ موده كې زموږ ازموينه وه، اوس پاى ته رسېدلې، ماته دعا كوئ، نوموړى ليكي، چې په ښو درجو په ازموينه كې بريالى شم. په مخكې ورځو كې مې پروګرامونه نه دي اورېدلي، خو اوس يې په منظمه توګه اورم. اورېدونكى اويس امين زياتوي: په وروستي وخت كې مو په خوست كې له اورېدونكي مقاليديار سره يوه مركه كړې وه، زما ملګري وايي چې ډېره ښايسته او معلوماتي وه، ګرانو، نوموړى وايي، كه تاسو دغه مركه يو ځل بيا هم خپرخ كړئ نو ډېره مهرباني به مو وي.

- له مانسهرې څخه د پاك افغان كلب يوه بله غړې اورېدونكې طيبې هم يو ليك را استولى او له سلامونو وروسته يې ليكلي: د بېجېنګ اولمپيك لوبو ته له يو كال مودې نه هم كم وخت پاتې شوى، او د چين وګړي ورته په ډېره ګرمه توګه تياريانې نيسي. اورېدونكې طيبې بيا د خپلو ملګرو هرې يوې فوزيې، رضيې، فايزې، رخسانې او شمايلې سلطان نومونه ليكلي او وايي چې دوى هم تاسو ته سلامونه وايي. نوموړې د خپل ليك په پاى كې غوښتنه كړې چې په خپرونه كې د اولپيك سپورټ په اړه يو ځانګړى پروګرام خپور كړئ.

- دغه بل ليك را اخلم چې اورېدونكي اصيل الرحمن عرفان د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ د صبريو له نوي كلي څخه را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه او بيا يې ليكلي: زه د يوراج كلب غړى يم. ستاسو پروګرامونه ډېر ښكلي او په زړه پورې دي، موږ يې تل د زړه په غوږونو اورو. اورېدونكى عرفان بيا وايي: ګرانو ملګريو، زه له تاسو څخه ډېر زيات ګيله من يم، ځكه چې اوس ستاسو په پروګرام كې زما ليكونه هېڅ نه خپرېږي، زما ليكونه خراب دي،دى پوښتنه كوي، كه زه ستاسو په راډيو كې حق نه لرم. بيا غوښتنه كوي او وايي: تاسو بايد ماته دغه خبره څرګنده كړئ چې ولې زما ليكونه نه خپرېږي. په پاى كې ليكي: هيله ده دغه ليك راته خپور كړئ.

- يو بل اورېدونكي سرورخان له مانسهرې څخه ليك را استولى او په پيل كې يې د سي آر اى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسو يو نوى اورېدونكى او د لغمان كلب غړى يم، زه ستاسو له راډيو سره دخپل ملګري فضل الله عمري په مرسته آشنا شوم او اوس مو خپرونه او بېلابېل پروګرامونه لكه د چيني ژبې لوست او ژوند په چين كې په ډېر مينه اورم. دا مې لومړى ليك دى، اورېدونكى سرورخان زياتوي، چې تاسو ته يې در استوم، هيله ده په پروګرام كې يې راته خپور كړئ. نومړى د خپل ليك په پاى كې وايي: زما ماما فرهاد ېدار هم ستاسو نوى اورېدونكى دى او تاسو ته سلامونه وايي.

- دغه بل ليك هم له مانسهرې څخه اورېدونكي دلاور خان را استولى دى، لومړى يې پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې د خپلو ملګريو هر يو: محمد رحيم بېدار، يوسف بېدار، فضل الله عمري، لطف الله عمري، فرهاد الله عمري، محمد نعيم وفادار، صبغت الله بېدار، رئيس جګرخون، نياز محمد جګرخون، ميرزا خان بېدار او اسد الله عمري نومونه ليكلي او د دوى له خوا يې د سلامونو يادونه كړې ده. بيا ليكي: موږ ټول ستاسې خپرونې په ډېره مينه اورو، ستاسې ټولو پروګرامونه په زړه پورې دي، په تېره پيا موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې، چين ته سفرونه او د چيني ژبې لوست ډېر خوندور دي.

- درنو اورېدونكيو اوس نو د پروګرام د پاى شېبې دي، نو راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د ناشناس يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د ناشناس سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ