<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-22 18:55:41    
د چين په تبت کې د هوا او اوبو د ساتنې په اړه معلومات

cri

ګرانو اوريدونکو هرکله چې خلک د چين تبت يادوي نو هرومرو د نړۍ بام دا جمله د خلکو په فکر کې راځي ، تبت د چين په سرحدي سيمه کې د ملي لږکيو د وګړيو د اوسيدلو يوه لويه سيمه ده ، پر تبتي قوم برسيره د هان ، خوي ، من با او ناشي په ګډون د څه باندې لس قومونو خلک نسل په نسل په دغه سيمه کې ژوند کوي ، د طبيعي شرطونواو ايکولوژيکي چاپيريال د سختوالي له امله په تيرو اوږده موده کې د تبت په سيمه کې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د چين د نورو سيمو په پرتله وروسته پاتې و، خو اوس د دغې سيمې دغه حالت په چټکۍ سره بدليږي ٠ د اقتصاد او ټولنې د چټک پرمختګ په حال کې سيمه ايز حکومت د چاپيريال ساتنې کار ته هم په ډېره درنه سترګه ګوري ، د پروګرام په نننۍ کړۍ کې مونږ تاسو ته په دې اړه معلومات وړاندې کوو ٠

د چينګ های او تبت لوړه په نړۍ کې تر ټولو لوړه سيمه ده چې د سمندري سطحې څخه څلور زره متره لوړوالی لري چې تبت دغه د نړېوالو لخوا د علاقې وړ سيمه هم په دغه لوړه کې پرته ده ، خو له اوږدې مودې راهيسي تبت ته د تګ او ورڅخه د وتنې لپاره خلک له ډېرې لويې ستونزې سره مخامخ کيدل ، د نوي چين د جوړيدو په پيل کې خلک د أسانو او يا په خپلو پښو تبت ته تلل او ورڅخه وتل چې د يو وار تګ لپاره څو مياشتې نيول کيدې

محترمو دوستانو دغه سندره چې تاسو اوريدلې ده أسماني لار نوميږي او په ځانګړې توګه د چينګ های او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لارې د ستاينې لپاره ليکل شوې ده ، په دغه سندره کې ويل شوې چې ماښام زه په لوړ غر ولاړ يم ، ګورم چې

اوسپنيزه لار وطن ته مې غزيږي ، دا أسماني لار ده چې د حکومت هوساينه او نيکمرغي د بيلابيلو قومونو خلکو ته رسوي ٠

د چينګ های او تبت ترمنځ اوسپنيزه لاره په ٢٠٠٦ کال کې بشپړه شوي او په کارلويدلې ده ، حکومت د دغې اوسپنيزې لارې د جوړونې لپاره درې ديرش مليارډه يوانه لګولي دي ، په وروستيو کلونو کې په تبت کې د ترانسپورتي چارو په ګډون د بنسټيزو تاسيساتو جوړونې ته د حکومت د پاملرنې د پياوړتيا له امله تبت ته د تګ په اړه مسئله حل شوې ده ، اوس خلک کولای شي چې په موټرونو ، اورګاډۍ او الوتکه کې تبت ته ولاړشي ، د تبت د خپلواکې سيمې د حکومت دايمي مرستيال ښاغلي خاو پنګ زمونږ خبريال ته وويل  د چينګ های او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لارې د په کارلويدلو له امله د تبت ترانسپورتي بڼه له ريښې څخه بدله شوې ده ، دغه راز په تبت کې هوايي چارو هم په چټک ډول پرمختګ کړی دی ، تر اوسه پورې په تبت کې درې هوايي ډګرونه جوړشوي او نور دوه هوايي ډګرونه هم د جوړيدو په حال کې دي ، دغه راز په دغه سيمه کې د عمومي سړکونو اوږدوالی پنځه څلويښت زره کيلومترو ته رسيدلی دی ٠

د ترانسپورتي چارو د پرمختګ له امله مخ په زياتيدونکي سيلانيان د سيل لپاره تبت ته ځي ، د تبت ځانګړي جغرافيايي چاپيريال ، مرموز ديني او کولفولوري کلتوراو رسم رواجد دغې سيمې د سيلانۍ سرچينې دي ، هرکال څه دپاسه يو مليون تنه سيلانيان د سيل لپاره تبت ته ځي چې له امله يې دغې سيمې ته ډېره ستره ګټه رسيدلې ده ٠

ځايي حکومت او وګړي په دې ښه پوهيږي چې شين اسمان ، رڼې اوبه او لوړ غرونه

، عظيمه بودالا ماڼۍ د سيلانيانو د راجلبولو تاوده ټکي دي ، دغه راز دوي په دې هم پوهيږي چې تبت نه يوازې د چين ، جنوبي اسيا او د جنوب ختيځې اسيا د سيندونو سرجينه ده بلکې هم د چين أن د ختيځې نيمې کرې د اقليم د تنظيمولو سيمه ده ، نو له دې امله د دغې سيمې د چاپيريال ساتنې کار تر ټولو مهم ښکاري ٠

د تبت د شين أسمان او رڼو اوبو د ساتنې لپاره سيمه ايز حکومت د صنايعو د پرمختګ ترڅنګ کوشش کوي چې د اقتصاد، ټولنې او چاپيريال ترمنځ ګټې يوشان ترلاسه کړي او له سرچينو څخه يې د چاپيريال ککړتيا کنترول کړې ده ٠ د بيلګې په توګه د چينګ های او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لاري پريو اړخ يو لوي جهيل شته چې څونا نوميږي او پراخوالی يې له درې سوه مربع کيلومترو څخه هم زيات دی ، د دغه جهيل اوبه ډېر رڼې دي او شاوخوا يې ستر طبيعي څړځايونه دي ، دغه ځای د قو ، صحرايي هيلۍ او تبتي هوسۍ په ګډون د زياتو وحشي حيواناتو د ژوند ښه ځای دی ،ښاغلي يان پۍ ځون چې پخوا د چينګ های او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لارې د جوړولو د پروژې پو مسؤل و زمونږ خبريال ته وويل  د څونا جهيل رڼې اوبه د ساتلو لپاره مونږ زيات تدبيرونه نيولي دي ، د بيلګې په توګه مونږ د اوسپنيزې لارې او جهيل ترمنځ د بيلتون يو ديوال جوړکړی دی چې له امله يې د دغه جهيل اوبه او څړځايونه په ښه توګه ساتل شوي دي ٠