<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-26 19:35:13    
چين سيندونو ته د ککړتياوو ايستلو مخنيوی کوي

cri

سيندونو ته د ککړتياوو د ايستلو د مخنيوي په اړه د چين يوه کاري غونډه څو ورځې دمخه د هه نان ولايت په جنګ جو ښار کې تر سره شوه. چين په دغه غونډه کې عمده وو سيندونو ته د ککړتياوو ايستلو د مخنيوي په اړه لنډ مهال او دايمی موخې او اړوند تدبيرونه ټاکل شوی دي. د چين د چاپېريال ساتنې ادارې مشر جو شنګ شيان وويل چين به د هغو چارو د زياتوالي مخنيوي وکړي چې چاپېريال ته ډېرې ککړتياوې خپروي. پر دې سربيره، چين به په کليو او ښارونو کې د ناپاکو اوبو د ايستلو سويه لوړه او د څښلو اوبو د سرچينو ساتنه به پياوړی کړي.

په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د اوبو ککړتيا مخنيوی ته په درنه سترګه کتلی او يو لړ تدبيرونه يې هم نيولی چې د صنعتي او ښاري کېدو په بهير کې په بنسټيزه توګه په ښارونو او علاقه داريو کې د اوبو برابرولو د امنيت ضمانت شوی او د اوبو چاپېريال کيفيت په عمومی توګه ثابت شوی. خو د اوبو ککړتيا مسئله لا هم سخته ده. د بېلګې په توګه د اوبو سرچينو د استعمال انډول لا هم ټيټ دی او د اوبو ايکولوژيکی چاپېريال ويجاړ شوی دی. په ٢٠٠٦ کال کې د چين د ځمکی سطحی د اوبو عمومی کيفيت د منځنی ککړېدو په حال کی و.

د چين د چاپېريال ساتنې ادارې مشر جو شنګ شيان څو ورځې دمخه سيندونو ته د ککړتياوو ايستلو د مخنيوي په يوه کاري غونډه کې وويل سيندونو ته د ککړتياوو د ايستلو د مخنيوي د پياوړتيا لپاره بايد لومړی يوه موخه وټاکل شي. هغه وويل لنډ مهالې

موخه دا ده چې د ٢٠٠٨ کال تر پايه پوری د څښاک اوبو د مهمو سرچينو عمده انډول په بشپړه توګه ميعار ته ورسيږي.

د معلوماتو له مخې، د چين د چاپېريال ساتنې ادارې د موخې له مخې به د ٢٠١٠ کال تر پايه پوری په ښارونو او علاقه داريو کې د ناپاکو اوبو ايستلو انډول په سلو کې اويا ته ورسيږي او د اوبو د چاپېريال څارنې او وړاندوينې توان به هم پياوړی شي.

ښاغلي جون شنګ شيان وويل دغې موخې ته د رسېدلو لپاره بايد بېلا بېل ځايونه د سيندونو له ايکولوژيکی چاپېريال سره سم خپله کاري ټکی وټاکي. پر دې سربيره هغو سيندونو ته د ککړتياوو ايستلو د مخنيوي په اړه اوسنی او راتلونکی تدبيرونه هم وټاکي.

هغه وويل يوه خوا بايد د بېلا بېلو ډولونو ککړتياوو ايستل کنترول شي او په پر له پسی توګه د چاپېريال د امنيت پټ خطر د له منځه وړلو کارونو ته دوام ور کړي شي او له بل پلوه بايد د صنعتي ککړتياوو پاکوالی ژور شي او د صنعتي ککړتياو د عمده سرچينو څارنه پياوړی شي.

ښاغلي جو دغه خبر تکرار کړه چې د چين په ګوټ ګوټ کې به په بشپړه توګه عمده سيندونو ته د ککړتياوو د ايستلو مخنيوي کارونه لا پياوړي کړي او د بېلا بېلو موخو او دندو د تر سره کولو لپاره به زياتې پيسی ولګوي. د چين د چاپېريال ساتنې اداره به هر کال د ولايتونو د کارونو څارنه او ارزيابی وکړي او هغو ولايتونو ته به سزا ور کړی شي چې په ټاکلې موده کې خپلې دندې نه وی تر سره کړی.