د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان پوليسو د نومبر په شپږ ويشتمه نېټه وويل يو موټر په همدې ورځ د دغه هېواد پلازمينې کابل ته په نژدی ځای کې د يو ماين له چاودنې سره مخامخ شو چې له امله يې څلور تنه عام وګړي ووژل شول.
د ځايی پوليسو په وينا په همدې ورځ سهار په نهو بجو د کابل د چاراسياب په سيمه کې يو موټر د لاری پرسر له پخوانيو کورنيو جګړو څخه را يو پاتی شوی ماين وخوت. په دغه سيمه کې نور زيات ماينونه او چاوديدونکی توکي هم شته.