<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-29 19:58:11    
مونږ هيله لرو چې د شيانګريلا په شان ﻻ زيات ښکلي ځايونه رامنځته شي

cri

درنو او محترامو اوريدونکيو تاسو ته معلومه ده چې چېن د شپږ پنځوس قومونو لرونکی هېواد دی ، څه موده مخکې د چين د کمونست ګوند اوولسم ملي کانګرس پاي ته ورسيد ، په دغه کانګرس کې له څه دپاسه دوه زره او دوه سوه تنو استازيو څخه څه باندې دوه سوه تنه د لږکيو قومونو کسان وو ، اوس مونږ تاسو ته يوتبتي استازي ښاغلی ګسانګ دونجو درپيژنوچې دکمونست ګوند په اوولسم ملي کانګرس کې يې ګډون کړی او اوس د چين د يون نان ولايت د ملي لږکيو چارو د کميټې مشر دی ٠ 

ديچينګ سيمه د چين په جنوب لويديځ يون نان ولايت کې پرته ده چې ګڼ شمير تبتيان پکې اوسيږي ، دې سيمې اوس په چين او أن په نړۍ کې ډېرشهرت موندلی چې علت يې په دغه سيمه کې د شيانګريلا په نامه د يو ډېر ښکلی ځای شتوالی دی د دغې سيمې په شاوخوا کې لوړ غرونه ، ځنګلونه او جهيلونه پراته دي ، په دغه سيمه کې پر تبتي قوم برسيره د لي شو ، ناشي ، يي ، باي او خوي په شمول د دوولس قومونو وګړي ژوندکوي ، هرکال په سلګونو زره تنه کورني او بهرني سيلانيان د ليدنې کتنې لپاره دغې سيمې ته ځي ، خو په تيرو لسو کلونو کې د وروسته پاتې شويو بنسټيزو تاسيساتو او ترانسپورتي چارو له امله د دغې سيمې اقتصاد ي پرمختګ د چين د نورو ځايونو په پرتله هم وروسته پاې ښکاريده٠ ښاغلي ګسانګ دونجو په دې اړه وويل  پخوا يو ځل زه د خپلې کورنۍ د غړيو سره د يون نان ولايت د مرکز کوين مينګ ښار هوايي ډګر ته ولاړم او د الوتکو د پورته او ښکته کيدو څرنګوالی مو وکوت٠ زما لور راڅخه پوښتنه وکړه چې پلاره ، مونږ ولې دلته راغلي يو او د الوتکو د الوتنې حالت ګورو؟ ما ورته د ځواب په ترڅ کې وويل مونږ هيله من يو چې په راتلونکي کې زمونږ په وطن کې هم يو هوايي ډګر جوړشي ٠

په ١٩٩١ کال کې ښاغلي ګسانګ دونجو د ديچينګ سيمې د حکومت د مشرتابه دنده په غاړه درلوده او په هغه وخت کې يې فکر وکړ چې ديچينګ سيمه د چين د يون نان ، سي څوان او تبت ترمنځ پرته ده ، دغه سيمه ښه جغرافيايي موقعيت او په زړه پورې او ښکلې طبيعي منظرې لري چې له امله يې هلته د سيلانۍ چارو د پرمختګ لپاره ډېره ښه زمينه برابره شوې ده ، که په دغه سيمه کې ترانسپورتي حالت ښه شي نو ددغې سيمې اقتصاد به هرومرو پرمختللی شي ، وروسته بيا د مرکزي حکومت د اړوندو څانګو په ملاتړۍ په ديچينګ سيمه کې د هوايي ډګر جوړولو کار پيل شو او په ١٩٩٩ کال کې د ديچينګ هوايي ډګرد جوړولو پروژه بشپړه شوه او په کارولويده ٠ د دغه هوايي ډګر د په کارلويدلو له امله د دغه ځای د سيلانۍ چارو په چټګۍ سره پرمختګ کړی دی ، د شميرنې له مخې په ١٩٩١ کال کې يوازی له لس زره تنو څخه کم سيلانيان د ليدنې لپاره ديچنګ سيمې ته ورغلي وو، خو تر ١٩٩٩ کاله وروسته چې د دغه ځای هوايي ډګر بشپړشواو ترې استفاده و شوه دغه ځای ته د ورغلو سيلانيانو شمير يو مليون او يو سل او شل زره تنو ته رسيدلی چې په ترڅ کې يې ترلاسه شوي عايدات هم له پنځه سوه او څلويښت مليون يوانو څخه اوښتی دی ،

د ديچينګ سيمې د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو کارونو پر پياوړتيا سربيره

ګسانګ دونجو هم کوشش کړی چې د سيمه ايز اقتصاد د پرمختيا لپاره نوۍ لارې چارې ومومي ، نوموړي وايي د ١٠٠٦ کال په فبرورۍ کې مې يو کتاب وليد چې نوم يې وله منځه تللي افقي کرښه ، ده په دې اړه وويل  يوه ورځ مې يو کتاب وليد چې نوم يې و له منځه تللي افقي کرښه ، په دغه کتاب کې د شيانګريلا نومي يو ډېر ښکلی ځای ليکل شوي او د ديچينګ سيمې د کلتور او طبيعي منظرې سره ورته والی لري ،ښايي شيانګريلا په ديچينګ سيمه کې وي ٠

ديچينګ په تبتي ژبه کې د بختورې سيمې معنا لري چي د شيانګريلا د معنا سره برابره ده ، د ښاغلي ګسانګ دونجو تر ﻻرښوونې لاندې په ديچينګ سيمه کې د شيانګريلا ځای د لټولو کار پيل شو، د ١٩٩٧ کال په سپتمبر کې د يون نان ولايت حکومت اعلان وکړ چې شيانګريلاسيمه د يون نان ولايت په ديچينګ سيمه کې پرته ده او د ٢٠٠١ کال د دسمبر په مياشت د چين دولتي شورا په رسمي توګه د ديچينګ سيمې د جونګ ديان ولسوالۍ ته د شيانګريلا ولسوالۍ نوم ورکړ ٠

اوس د ګسانګ دونجو په زړه کې يوه لويه هېله دا ده چې په يون نان ولايت کې د شيانګريلا په شان ﻻزيات ښکلي ځايونه جوړشي ٠