<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-01 19:46:35    
مونږ او اورېدونکی

cri

 عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! له هر څه مخكې هيله من يم چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي، او هم خداى وكړي چې په خپل ورځني ژوند كې خوشاله او بريالي وئ، د (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. خبرې به نورې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې دغه ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه د پاك افغان كلب مشرې شمايلې سلطان را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو كاركوونيكو ته يې له سلامونو وروسته ويلي: زه ډېره خوشاله شوم چې زما ليك ستاسو په پروګرام كې خپور شو او هم ستاسو له خوا يو ليك راورسېد. ستاسو پروګرامونه ښه او په زړه پورې دي. بيا وايي: زه ستاسو نه ګيله منه يم ځكه چې تاسو زما كلب ته يوازې دوه ليكونه را استولي دي، كه ما كلب ته خپرنيز توكي نه را استوئ نو زه به، نوموړې وايي، تاسو ته د ليكونو لېږل بند كړم، هيله ده، بيا وايي، چې زما د كلب غړيو ته ليكونه راواستوئ. اورېدونكې شمايله سلطان بيا د خپل ليك په پاى كې ليكي: ماته د پښتو هېندارې لومړۍ ګڼه راواستوئ، زه له پښتو هېندارې ډېر معلومات ترلاسه كوم.

- له همدغه ځاى مانسهرې څخه د ډولفين كلب غړي رفاقت علي خان هم يو ليك را استولى، د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: تاسو په خپله خپرونه كې د چين په اړه ډېر ښه معلومات وړاندې كوئ، هيله ده، نوموړى ليكي، چې په خپلو پروګرامونو كې د نورو هېوادونو په اړه هم معلومات ځاى كړئ. اورېدونكى رفاقت علي خان بيا زياتوي: اوس مهال زموږ په هېواد پاكستان كې حالات ترينګلي شوي دي، خداى وكړي چې آرامي راشي. بيا ليكي: ستاسو پروګرامونه ډېر ښه دي او زه ورسره زياته علاقه لرم.

- له همدغه ځاى څخه د ډولفين كلب يو بل غړى محمد نعيم په خپل ليك كې د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسو يو نوى اورېدونكى يم، دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، هيله ده په خپل پروګرام كې ځاى وركړئ. بيا وايي: ستاسې ټول پروګرامونه ښه دي، له چيني موسيقۍ سره زما ډېره مينه ده، هيله ده د خپرونې په ترڅ كې ډېره موسيقي خپره كړئ. اورېدونكى محمد نعيم بيا وايي: ما ستاسو د اېنټرنېټ وېبپاڼه وكتله او ډېره مې خوښه شوه. پښتو ليك مې سم نه دى زده، خو كوشش كوم چې ستاسو سره اړيكي ټينګ كړم.

- دغه راز له مانسهرې څخه اورېدونكي اويس امين هم يو ليك را استولى، د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ويلي: نن په ښونځي كې وم، زموږ يو ښوونكى نه دى راغلى، ستاسې پښتو خپرونه راياده شوه نو قلم را پورته كړ او په ليك ليكلو مې پيل وكړ. تر څنګ مې ملګري هر يو: عمران خان، سهيل انجم، طيب خان، نياز پاچا، فهيم اختر او حنايت خان ناست دي، دوى هم تاسو ته سلامونه او احترامونه وړاندې كوي، دوى پښتو نه شي ليكلى او ماته وايي چې زموږ په استازيتوب هم نېكې هيلې وليكه. اورېدونكى اويس امين زياتوي: زما او زما د ملګريو مورنۍ ژبه اردو ده، پښتو مو دومره نه ده زده خو غواړو چې زده يې كړو.

- له مانسهرې څخه د پاك افغان كلب غړې سميرا په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونيكو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: ستاسو پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي، پښتو هېنداره مو ډېره ښه ده، ډېر معلومات په كې وي او زما ډېره خوښېږي. بيا وايي: د پروګرامونو تر منځ مو د چيني ژبې پروګرام ډېر ښه دى او زما دېر خوښېږي، د چينې ژبې له زده كړې سره ډېره مينه لرم، هيله ده، نوموړې زياتوي، چې تاسو زموږ په سيمه كې د چينې ژپې د زده كړې يو پروګرام پيل كړئ. اورېدونكې سميرا بيا د خپلو ملګرو هرې يوې: صايمې، رخسانې، فايزې، فوزيې او صديقې نومونه ليكلي او هم د دوى له خوا د سلامونو او نېكو هيلو يادونه كوي. نوموړې بيا د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو او مطبوعاتو وراستولو غوښتنه كوي.

- دصوبه سرحد له بنو څخه د عمر لسنرز كلب مشر عمر نياز خان هم يو لنډ ليك را استولى دى. لومړى يې د سي آر آى ټولو كار كوونيكو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه او زما ملګري د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه په ډېره مينه او شوق سره اورو، ټول پروګرامونه مو خورا په زړه پورې او خوندور دي، چې تر منځ يې، نومړى زياتوي، د موږ او اورېدونكي پروګرام ډېر ښايسته دي. اورېدونكى عمرنياز خان د خپل ليك په پاى كې د انګليسي مجلو، انځورونو او نورو خپرنيزو موادو ور استولو غوښتنه كړې ده.

- له همدغې مانسهرې څخه اورېدونكي فرهاد الله بېدار په خپل ليك كې لومړى سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه د لغمان كلب غړى يم، له ماسره مې ملګري هر يو صبغت الله افغان او انصار الله مرادي هم تاسو ته خپلې نېكې هيلې وړاندې كوي. موږ ستاسې خپرونې په ډېره مينه اورو، پروګرامونه مو څورا خوندور او ښايسته دي. په تېره بيا موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې او چين ته سفرونه ډېر په زړه پورې دي. اورېدونكى فرهاد الله زياتوي: دا زما درېيم ليك دى چې تاسو ته يې دراستوم، هيله ده په پروګرام كې يې راته خپور كړئ او دغه راز پاكټونه، مجلې او نور مذبوعات راولېږئ.

- د لغمان كلب يو بل اورېدونكى شفاقت هم په خپل كې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته د خپلو ملګريو هر وي ظهور مليار، شفيق الله، روح الله، مرسل او ريحان نومونه ليكلي او د دوى له خوا يې د سلامونو او نېكو هيلو يادونه كړې ده. بيا د خپرونې او پروګرامونه ستاينه كوي او وايي هر وخت يې په ډېر شوق سره اورم. اورېدونكى شفاقت زياتوي: زه د افغانستان يم، خو اوس له وطن نه لرې په پاكستان كې د مهاجرت شپې ورځې تېروم. نوموړى هم د خپل ليك په پاى كې د مجلو، پاكټونو او خپرنيزو توكيو د وراستولو غوښتنه كوي.

- دغه راز له مانسهرې څخه د لغمان كلب يو بل اورېدونكي نور رحمان هم يو ليك را استولى. د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته يې له خپلو نورو ملګريو هر يو ابراهيم، جاوېد، احمد الله او صابر سره په ګډه سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه نور رحمن ستاسو خپرونې تل په مينه او شوق سره اورم، خپرونه او ټول پروګرامونه مو په زړه پورې او ګټور دي. اورېدونكى نور رحمان زياتوي: زه غواړم ستاسو سره تل خپل قلمي اړيكي ټينګ وساتم. ده بيا د يو شعر يو بيت هم را استولى او وايي:

چې د علم په هنر څوك دولتمن شي خوار به نه شي كه اوسېږي په زندان كې

نوموړي هم د خپل ليك په پاى كې ويلي: ما مه هېروئ، پاكټونه، د چين انځورونه، د چيني ژبې لوست او داسې نور مطبوعات را ولېږئ!

- درنو اورېدونكيو اوس نو د پروګرام د پاى شېبې دي، نو راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د ازرا ناز يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د ازرا ناز سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.