<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-03 20:28:04    
چين د ايدز په شمول ناروغيو د مخنيوي لپاره له نړيوال صندوق سره همکاری کوي

cri

د چين د روغتيا وزارت څو ورځې دمخه د ايدز، سل او مالاريا ناروغيو پر ضد د مبارزې له نړيوال صندوق سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ. په تړون کې ويل شوي دغه صندوق به په راتلونکو پنځو کلونو کې چين ته څوارلس مليونه امريکايی ډالره بسپنه ور کړي چې د ايدز ناروغۍ د مخنيوي په کارونو کې د ګډون په اړه ملکی او ناحکومتی سازمانه وهڅوي. تر اوسه پوری چين له دغه صندوق سره د همکاري لس پروګرامونه تر سره کړی دي.

ياد شوی صندوق په ٢٠٠٢ کال کې جوړ شوی چې د ايدز، سل او مالاريا دريو تر ټولو سختو ساري ناروغيو پر ضد د مبارزې په موخه دی. اوس دغه صندوق د اتلس مليارډ امريکايی ډالرو په ارزښت بسپنه راغونډ کړی چې د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتونو، شخصي شرکتونو او يو شمېر خيريه سازمانونو لخوا برابر شوی چې د چين حکومت لس مليون امريکايی ډالره بسپنه ور کړی ده.

د همکاري ياد شوی تړون به په چين کې د ايدز ناروغۍ د مخنيوي په کارونو کې د ملکی او ناحکومتی سازمانونو د ګډون لپاره مالي ملاتړ برابر کړي. د چين د روغتيا د وزير مرستيال هوانګ جيی فو وويل داسی سازمانونه د ايدز ناروغۍ د مخنيوی لپاره د تبليغ او معلوماتو د راغونډولو په برخو کې ځانګړې وړتياوې لري، نو دغه همکاری به د ايدز ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې د ملکی او ناحکومتي سازمانونو د لا ستر رول لوبولو لپاره ګټور وي.

ايدز، سل او مالاريا دری ناروغۍ بشري روغتيا ته ستر ګواښونه رسوي او پر نړيوال اقتصادي پرمختګ يې منفی اغېزه کړې ده. چين يو لوی نفوس لرونکی هېواد دی او د دغو دريو ناروغيو له ګواښ سره هم مخامخ دی. د ياد شوي نړيوال صندوق له جوړېدو وروسته تل له ډېرو هېوادونو او سيمو په تيره بيا پرمختيايی هېوادونو سره مرستی کوی. چين له دغه صندوق سره هم نژدی همکاری کول غواړي.

د دغه صندوق اجرائيوی مدير ميشل کازشکنی وويل چين د دغه نړيوال صندوق له تر ټولو لويو همکارانو څخه يو دی. چين دوهم هېواد دی چې په دغه صندوق کې يې ډېرې پانګې اچولې. د دواړو خواوو لس پروګرامونه د چين په يودېرشو ولايتونو او ښارونو کې تر سره کېږی چې عمومي پانګې يې څلور سوه او څلورويشت مليونه امريکايی ډالرو ته رسيږی.

ښاغلي کازشکنی وويل دغه نړيوال صندوق د نړۍ له يو سل او شپږدېرشو هېوادونو سره د همکارۍ اړيکی ټينګې کړې. د مقرراتو له مخې، يوازی هغه بسپنه اخيستونکی هېوادونه به په پر له پسی توګه د دغه صندوق مرستې تر لاسه کړي چې پخوانی بسپنې په ريستنی ډول استعمال شوی. چين په ٢٠٠٤ کال کې د لومړي ځل لپاره د دغه صندوق بسپنې له ګټلو راهيسی، په دوامداره توګه له دغه صندوق سره نوی همکاريز پروګرامونه تر سره کړی، له دې څخه څرګندېږی چې چين د ايدز ناروغۍ په شمول ساري ناروغيو د مخنيوي په برخه کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.