د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت چارواکي د دسمبر په څلورمه نېټه وويل د پلازمېنې کابل هوايی ډګر ته پر يوې نژدی لار په همدې ورځ د موټر بم يوه ځانمرګی چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه لس تنه ټپان شوي دي.
د دغې ځانمرګی چاودنې د پېښې د جوړونکي موټر او هغه ته په پنځوس مترۍ کې يو ژيړ بس هم ويجاړ شوي دي. اوس پوليسو او په دغه هېواد کې بهرنيو ځواکونو د پېښې ځای کلابند کړی دی. د طالبانو وياند مجاهد وويل د طالبانو ډله د دغې چاودنې پړه پر غاړه اخلی.