د سين هوااژانس د خبر له مخې: په اروپا کې د امريکايی ځواکونو قومندان او د ناټو د اروپايی ځواکونو لومړی مشر جون کرادوک د دسمبر په ٤مه نېټه وويل ناټو په افغانستان کې د روانيدو فعاليتونو حالت د ارزونې لپاره يو معياری سيستم جوړ کړی دی.
نوموړي وويل د تيرو شپږو مياشتو له چمتو کولو وروسته د ناټو مقر د طالبانو او د نورو افغانی وسله والو کسانو پر ضد د روانو فعاليتونو حالت د ارزونې لپاره دری شپيته هډفونه ټاکلي دي. هغه زياته کړه چې دغه هدفونه لا هم بشپړ نه دي او تنظيمولو ته اړتيا لري. ناټو به د راتلونکی کال د جنوري په پای کې په رسمی توګه په افغانستان کې د روانيدو فعاليتونو د حالت د څيړنې لومړی راپور خپور کړي.