محترمو اوريدونکو د روان کال د نوامبر له لسمې نېټې څخه تر اتلسمې نيټې پورې د چين د ملي لږکيو اتمې دوديزې سپورتي لوبې د چين په ګوانګ جو ښار کې ترسره شوې ، په ننني خپرونه کې به تاسې په دې اړه يو مضمون واورئ چې سرليک يې دی چين د ملي لږکيو دوديز سپورت د پراختيا لپاره کوشش کوي ٠
د چين د قومي لږکيو ملي دوديزې سپورتي لوبې د چين د بيلابيلو قومونو د دوديز سپورتي کلتور د ښودنې يو ډګر دی او په هر څلورو کلونو کې يو ځل ترسره کيږي ، د دغو سپورتي لوبو ځانګړتيادا ده چې په لوبو کې ټول پروګرامونه د چين د مختلفو قومونو دوديز سپورتي پروګرامونه دي او لوبغاړي بايد د ملي لږکيو وګړي وي ، په لوبو کې د لوبغاړيو او د مختلفو سپورتي پلاويود ګډون موخه د سرو زرو مدالونو ګټل نه دی بلکې د ملي لږکيو د دوديز سپورتي کلتور پراختيا او د بيلابيلو قومونو ترمنځ د راکړو ورکړو پياوړتيا ده ٠ د قومي لږکيو په اتمو ملي سپورتي دوديزو سپورتي لوبو کې چې په ګوانګ جو ښار کې ترسره شوې د اورلوبې ګټلو ، د أسانو ځغاستې او د ټال وهلو په ګډون پنځلس سپورتي پروګرامونه او يو سل او نهه څلويښت تمايشي لوبې شاملې شوې ، دغې لوبې دسيالۍ او ننداره کولو ځانګړتياوې لري ٠ دغه دوديز سپورتي پروګرامونه د چين د مختلفو قومونو د خلکو د اوږدې مودې د توليد او ژوند له عمل څخه رامنځته شوي او پرمختيا يې موندلې ده ٠ د چين د پنځه پنځوس ملي لږکيو څه باندې شپږ زره تنو لوبغاړيو په دغو لوبو
کې برخه واخيستله ٠
په دغو لوبو کې زياتو لوبغاړيو او سپورتي چارواکيو وويل په تيرو څو کلونو کې د بيلابيلو قومونو دوديزو سپورتي چارو په چټکه توګه پرمختګ کړی دی ، د چين د خو بۍ ولايت د سپورتي پلاوي مرستيال ښاغلي خو شيانګ خوا زمونږ خبريال ته وويل د خوبۍ ولايت حکومت د ملي لږکيو سپورتي کارونو ته ډېره پاملرنه لري او هرکال يو مليون يوانه د ملي لږکيو سپورتي چارو د پرمختيا لپاره لګوي ٠ دغه راز زمونږ په ولايت کې په هر څلورو کلونو کې د ملي لږکيو يوه سپورتي لوبه ترسره کيږي
تر اوسه پوري زمونږ په ولايت کې په برياليتوب سره شپږ ځله دغسې لوبې ترسره شوې دي ، هرکال شل لوبډلې په دغو لوبو کې ګډون کوي ، برسيره پردې زمونږ په ولايت کې د قومي دوديزې سپورتي روزنې اډې هم جوړې شوې چې له مخې يې د ملي لږکيو دوديزو سپورتي فعاليتونه عمومي کيږي ٠
د ملي لږکيو د دوديز سپورت د پراختيا کار نه يوازې په خوبۍ ولايت کې بلکې د چين په ډېرو سيمو کې هم په ښه شان پرمختګ کړی دی ٠ د ملي لږکيو د اتمو دوديزو سپورتي لوبو ترسره کيدل يوه ښه بيلګه ده ، په دې اړه د چين د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کميټې غړي او د سرمنشي مرستيال ښاغلي چي ون شيانګ زمونږ خبريال ته وويل د ملي لږکيو دوديزې سپورتي لوبې د پرمختګ په حال کې دي او په هره لوبه کې نويوالی ليدل کيږي ،
په وروستيو کلونو کې د چين اړوندو څانګو د قومي دوديزو سپورتي پروګرامونو
د لټون او پرمختيا په برخو کې زيات کارونه ترسره کړي چې د قومي دوديز سپورتي کلتور د تنظيمولو ، ساتلو او پراخولو لپاره يې پرمخبيوونکي رول لوبولی دی ٠
ښاغلي چي ون شيانګ زمونږ خبريال ته وويل اوس د چين بيلابيل قومونه خپلې دوديزې سپورتي پروګرامونه لري ، دولت دغو سپورتي لوبو ته په ډېره درنه سترګه ګوري ، د حکومت اړوندې څانګې د ملي لږکيو دوديزو سپورتي لوبو د پراختيا لپاره هڅه کوي ،
د چين د ملي چارو د کميټې د کلتور او تبليغاتو د ادارې مرستيالې ميرمن وانګ جيووويل د چين د ملي لږکيو سپورتي چارې په حقيقت کې د قومونو په کار تړلی کار دی ،هغې وويل د نوي چين له جوړيدو راهيسي حکومت د بيلابيلو قومونو د دوديزسپورتي کلتور د پرمخبيولو ، تنظيمولو او بشپړولو په کارونو ﻻس پوري کړ او تراوسه پوري د چين په زياتو لومړنيو ، منځنيو ښوونځيو او پوهنتونونو کې اړوند زده کړې ترسره کيږي ، د ملي لږکيو سپورتي فعاليتونو په وروستيو کلونو کې ډېر ښه پرمختګ کړی دی