<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-08 18:02:07    
موږ او اورېدونكي

cri
عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! له هر څه مخكې هيله من يم چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي، او هم خداى وكړي چې په خپل ورځني ژوند كې خوشاله او بريالي وئ، د (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. خبرې به نورې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې يو شمېر ليكونه را اخلم چې له مانسهرې څخه د لغمان غړيو را استولي دي. له دوى څخه اورېدونكى نور رحمان په خپل ليك كې لومړى سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسې خپرونې تل او په ډېره مينه اورم، ستاسې ټول پروګرامونه په زړه پورې دي، د موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې، چين ته شفر او د چيني ژپې لوست پروګرامونو سره مې ډېره مينه ده. بيا وايي: زه غواړم له تاسو سره خپل قلمي اړيكي ټينګ وساتم، خو تاسې هم ما مه هېروئ، اورېدونكى نور رحمان وايي، پاكټونه، مجلې، مطبوات، انځورونه او د چيني ژبې لوست هم راولېږئ.

- د همدغه لغمان كلب بل غړي آصف خان پكتياوال هم په خپل ليك كې د سي آر آى راډوي پښتو خپرونې كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته د خپلو ملګريو هر يو: احسان الله، ادريس خان او محمد قدوس نومونه ليكلي او د هغوى له خوا يې د نېكو هيلو يادونه كړې ده، بيا ليكي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، هيله ده چې په خپل پروګرام كې ځاى وركړئ. ستاسې خپرونه، اورېدونكى آصف خان ليكي، ډېره ښه او خوندوره ده، په تېره پيا د موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې او د چينې ژپې لوست پروګرامونه مو ډېر په زړه پورې دي.

- دغه راز د لغمان كلب غړى صبغت الله هنر خوا هم په خپل ليك كې د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته وايي: له ماسره مې ملګري هر يو: وارث، عرفان، نور رحمان، اسد الله، فرهاد الله او اكرام هم تاسو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كوي. بيا ليكي: موږ ټول ستاسې خپرونه ډېره په مينه اورو، ټول پروګرامونه مو په زړه پورې دي، په تېره بيا موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې، هنر او كلتور او د چينې ژپې لوست پروګرامونه ډېر خوند راكوي. اورېدونكى صبغت الله د خپل ليك په پاى كې وايي: زه غواړم هر وخت ستاسو سره خپل قلمي اړيكي ټينګ وساتم.

- د لغمان كلب غړي افسرخان هم يو ليك را استولى، لومړى يې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: له ماسره مې ملګري هر يو: صديق الله او فرهاد الله هم تاسو ته سلامونه وايي. زه ستاسې خپرونه هر وخت ډېره په مينه اورم، ستاسو خپرونه ډېره خوندوره ده. ټول پروګرامونه مو په زړه پورې دي، خو د موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې، چين ته سفر او د چيني ژبې لوست پروګرامونه مې ډېر خوښېږي. اورېدونكى افسرخان د خپل ليك په پاى كې ليكي: زه غواړم چې ستاسو سره تل خپل قلمي اړيكي ټينګ وساتم، هيله ده ماته مجلې، مطبوعات، پاكټونه او انورونه راواستوئ.

- له مانسهرې څخه اورېدونكي احمد خان احمدي هم يو ليك را استولى، د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو ورسته ليكلي: زه د ډولفين كلب غړى يم، په عمر 15 كلن يم او په ښونځي كې په اتم ټولګي كې زده كړه كوم. بيا ليكي: ستاسو پروګرامونه ډېر ښه دي، زه ورسره ډېره مينه لرم او هر وخت يې اورم. اورېدونكى احمد خان زياتوي: د موږ او اورېدونكي پروګرام ته په اونۍ كې دوه ځله وخت وركړئ، چې د اورېدونكيو ډېر ليكونه په كې خپاره شي. نوموړى د خپل ليك په پاى كې وايي: هيله دهزما د ليك ځواب راواستوئ، او كله چې موږ ته خپل مطبوعاتي توكي را استوئ، نو ، نوموړى ليكي، چې زموږ نومونه پرې ليكئ.

- دغه راز له مانسهرې څخه د لغمان كلب غړي اكرام الله هم ليك را استولى دى. د سي آر آى راډيو پښتو څانګۍ ته يې له سلامونو وروسته يې د خپلو ملګريو هر يو اسد الله غضنفر، محمد نعيم درويش، محمد كمال وفادار، لقمان الله عمري، لطف الله عمري، علي خان كوچي، پاينده محمد كوچي او نذر الله كوچي نومونه ليكلي او وايي: موږ ټول د لغمان كلب غړي يو او زما ملګري هم تاسو ته سلامونه وايي. اورېدونكى اكرام الله بيا ليكي: زه ستاسو خپرونې هر وخت په ډېره مينه اورم، ټول پرګرامونه مو په زړه پورې دي او زما خوښېږي.

- پر دې سربېره له مانسهرې څخه د لغمان كلب غړيو هر يو صديق الله، صبغت الله او اسد الله هم بېل بېل ليكونه را استولي دي. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: موږ د لغمان كلب غړي يوو، ستاسې خپرونې په ډېره مينه اورو، ټول پروګرامونه مو په زړه پورې او خوندور دي، په تېره بيا موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې، چين ته سفرونه او د چيني ژبې لوست مو ډېر خوښېږي. موږ غواړوز له تاسو سره خپل قلمي اړيكي ټينګ كړو، تاسو هم هيله ده موږ له ياده ونه باسئ، پكټونه، مجلې، مطبوعات، انځورونه او هم د چيني ژبې لوست راواستوئ! اورېدونكي اسد الله پيا د خپلو ملګريو هر يو: محمد نعيم فاروقي، عرفان الله، يوسف خان وفادار، كمال خان يكتنها، محمد شعيب وفادار او احمد شاه جګرخون نومونه هم ليكلي او د دوى له خوا هم د سلامونو يادونه كوي.

- دغه راز له همدغه ځاى مانسهرې څخه اورېدونكي محمد سليم هم په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه او زما ملګري اويس امين، نياز انجم، محمد اجمل او محمد نويد ستاسې خپرونه او بېلا بېل پروګرامونه اورو. پروګرامونه مو ډېر په زړه پورې دي او موږ ورسره ډېره مينه لرو. اورېدونكى محم سليم بيا وايي: د موږ او اورېدونكي پروګرام په اونۍ دوه ځله خپور كړئ، چې د اورېدونكيو زيات شمېر ليكونه خپاره كړى شئ. بيا وړانديز كوي او ليكي: د پېجېنګ اولپيك سپورټي لوبو ته اوس له يو كال نه هم كمه موده پاتې ده، نو تاسې د اولمپيك لو بو په اړه يو ځانګړى پروګرام جوړ كړئ.

- بيا هم له مانسهرې څخه د لغمان كلب غړيو هر يو نياز محمد، ريحان خان او صداقت خان ليكونه را استولي دي. د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: موږ ټول ستاسې خپرونې په ډېره مينه اورو، پروګرامونه موډېر ښايسته او خوندور دي، خو د موږ ا اواورېدونكي، ژوند په چين كې او چين ته سفر پروګرامونو مو سره مو ډېره مينه ده. اورېدونكي ريحان د خپلو ملګري هر يو ضفيق الله، وحيد الله، الياس، صفت الله او جواد خان نومونه ليكلي او وايي: زه په ښوونځي كې زده كړه كوم او ستاسو له خپرونې سره خورا زياته مينه لرم. دغه راز صداقت خان هم په خپل ليك كې د خپلو ملګريو فرهاد خان، شفاقت خان، ظهور خان او بابر خان نومونه ليكلي او وايي: زه په ښوونځي كې په څلورم ټولګي كې زده كړه كوم، او ستاسو د خپرونې له اورېدو سره زياته مينه لرم.

- له پاكستان څخه اورېدونكي سليم يو برېښناليك را استولى او ليكلي يې دي: زه يو زنداني ملګرى لرم چې ستاسو اورېدونكى دى. ده له مانه، دى ليكي، ستاسې د پښتو خپرونې مهالوېش او مطبوعاتي توكي غوښتي هيله ده ورته راويې ستوئ. د ده نوم عدنان رشيد دى او د راولپنډۍ د اديالا په مركزي زندان كې بندي دى.

نو قدرمنه اورېدونكيه سليم خانه، ستا له برېښناليك ډېره مننه، موږ به كوشش وكړو چې نوموړي ته ستا له خوا په رالېږلې پته د پښتو خپرونې مطبوعاتي توكي واستوو.

- درنو اورېدونكيو اوس نو د پروګرام د پاى شېبې دي، نو راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د صديق شباب يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د صديق شباب سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.