د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان خبری رسنيو د دسمبر په اتمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد پوليسو د روانې مياشتې په شپږمه نېټه په وردګو ولايت کې د طالبانو يو ځايی قوماندان او د ده ديرش تنه سرتيري ونيول.
د افغانستان د استخباراتی ارګان د يو چارواکي په وينا دغه قوماندان چې احمد شاه نومېږی، د وردګو ولايت په سيدا باد سيمه کې نيول شوی. ده د وسله والو بريدونو، تښتولو او پټې وژنې په شمول په يو لړ ترهګرو فعاليتونو کې ګډون کړی و.
اوس طالبانو په دې اړه هېڅ تبصره نه ده کړې.