<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-10 19:21:53    
چين د خوراکونو امنيت ته په درنه سترګه ګوري

cri

د خوراکونو امنيت نړيوال لوړ پوړی فورم څو ورځې دمخه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د روغتيا د نړيوال سازمان، د م م د غلودانو او کرنې سازمان او د څلويښتو هېوادونو او سيمو شپږ سوو تنو استازيو په دغه فورم کې ګډون وکړ او په نړيواله کچه يې خوراکونو د امنيت ساتنې په اړه سلامشوره وکړه. د چين د صدراعظم مرستيالې وو يي وويل چين تل د خوراکونو امنيت ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د خوراکونو د امنيت په برخه کې نړيواله همکاری پياوړی کړي.

مېرمن وو يی په پرانيستونکو مراسمو کې وويل د څو کلونو له کوششونو وروسته چين لومړی ځل د خوراکونو د امنيت ساتنې د قوانينو او مقرراتو بشپړ سيستم جوړ کړی او د خوراکونو د توليد، ليږلو او لګښت په برخو کې يې د څارنې توان هم لوړ شوی دی. د چين خوراکونه په عمومی توګه ډاډمن دي.

د معلوماتو له مخې، له ميعار سره د چيني خوراکونو د سمون انډوال د ٢٠٠١ کال له شپېته سلنې څخه اوسنی نوی سلنې ته رسيدلی. خو د يو پرمختيايی هېواد په توګه، د چين د خوراکونو د امنيت سويه د پرمختلليو هېوادونو په پرتله لا هم يو څه توپير لري. ميرمن وو يي وويل اوس چين د خوراکونو د امنيت په برخه کې ډېر تدبيرونه نيسی. هغې وويل

د خوراکونو د امنيت ساتنې په برخه کې د چين د تنظيم تدبيرونو ښه برياليتوبونه

تر لاسه کړي. باور لرو چې د چين د حکومت، تصديو او وګړيو په کوششونو سره به د چين د خوراکونو امنيت نوی پړاو ته ورسيږي او چينی او بهرنيو مصرفونکيو ته به خوښي ور په برخه کړي.

ميرمن وو يي وويل د خوراکونو امنيت د نړۍ په وړاندی يوه ګډه مسئله ده، نو د خوراکونو امنيت ساتنه د نړيوالې ټولنې ګډه دنده ده. چين د خوراکونو د صادراتو او وارداتو په سوداګرۍ کې د يو لوی هېواد په توګه، غواړي د خوراکونو د امنيت ساتنې په برخه کې نړيواله همکاری پياوړی کړي. په همدی وخت کې پرمختللی هېوادونه بايد د خوراکونو د توليدي تکنولوژۍ او ښه والی او د خوراکونو د توليد او څارنې توان د لوړتيا لپاره له پرمختيايی هېوادونو سره مرستې وکړي چې په ګډه د نړيوالو خوراکونو عمومی سويه لوړه شي.

د اروپايی ټولنې د سوداګريزې کمېټې غړي پيتر ماندلسون وويل د نړيوال اقتصاد په پراخېدو سره د خوراکونو د امنيت مسئله هم نړيواله کېږی، نو نړيوالې همکاری ته اړتيا لري. دا ډېره مهمه ده چې اروپايی ټولنه او چين به د خوراکونو د امنيت ساتنې په برخه کې خپل منځی همکاری پياوړی کړي.

مېرمن وو يي څرګنده کړه د چين په اند، بايد د خبرو اترو له لارې د خوراکونو د امنيت نړيوالې مسئلې حل کړي. هغې وويل د خوراکونو د امنيت په اړه د هېوادونو تر منځ ستونزې بايد په عادلانه، عينی او علمي توګه له نړيوالو مقرراتو سره سم د خبرو اترو له لارې حل شي.

د يوې شمېرنې له مخې، د چين د صادراتي خوراکي توکيو ميعاري انډول تل په سلو کې نهه نوي ته رسيږی.