د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د کابينې صدراعظم محمدميان سومروه د دسمبر په لسمه نېټه وويل پاکستان به تر خپلی وسی پوری په دغه هېواد کې د چينی اتباعو امنيت وساتي.
په پاکستان د چين سفير لوه جاو هوی په همدې ورځ له سومروه سره خبرې اترې وکړې. سومروه په بېلا بېلو ساحو کې د پاکستان له پرمختګ سره د چين له مرستو څخه مننه وکړه او د چين د ديپلوماتيکو تګلارو ستاينه يې هم وکړه. هغه وويل پاکستان غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت لپاره له چين سره ګډ کوششونه وکړي.
ښاغلي لوه جاو هوی د چينی اتباعو د امنيت ساتنې په اړه له پاکستان څخه مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه د چينی اتباعو د ډاډمن ضمانت لپاره ريښتنی تدبيرنه ونيسی.