د چين په شمال کې د داخلي مغولستان په خپلواکه سيمه کې پراخ څړځايونه شته ، خو پخوا د ترانسپورتي چارو د وروسته پاتي والی له امله په دغه سيمه کې د بزګرانو او مالدارانو د ژوندانه سويه ډېره ټيټه وه ، خو د نوي چين له جوړيدو راهيسي په تيرو شلګونو کلونو کې په داخلي مغولستان کې ډېر زيات لوي پاخه عمومي سړکونه جوړشوي او ترانسپورتي چارو يې په چټکۍ سره پرمختګ کړی دی ، نن و سبا د توليدي وسايلو او د ژوندانه داړتياوړ توکيوڅخه ډک بې شميره موټرونه پر دغو سړکونو د دغې سيمې بيلابيلو ځايونو ته ځي او بزګرانو او مالدارانو ته نيکمرغي رسوي چې له امله يې د دغې سيمې د بزګرانو او مالدارانو ژوند هم ورځ په ورځ ښه شوی دی ٠
په ٢٠٠١ کال کې د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې په لويديځ د الاشان ښار له مرکز څخه په اوه سوه کيلومتره ليرې ځای کې يو قيرشوي سړک جوړشو، د دغه سړک د بشپړيدو په ورځ د سيمې مغولي خلکو جشني کالي اغوستې و او پر اوښانو سپاره پر نوي جوړشوي سړک تلل او راتلل ، يو مغولي کس چې باسار نوميږي د هغه سړک د بشپړيدو منظرې د يادونې په ترڅ کې زمونږ خبريال ته وويل په هغه مهال مونږ ټول وګړي ډېر خوشاله وو ، دغه سړک د مونږ او زمونږ د نسلونو لپاره يوه نيکمرغه لار ده ،
په الاشان سيمه کې د قيرشوي سړک له جوړيدو وروسته د داخلي مغولستان په
ټولو يو سل او يو ولسواليو کې خلک دموټرونو په وسيله له يوې ولسوالۍ څخه بل ولسوالۍ ته تللای شي ٠تر اوسه پورې د داخلي مغولستان په ټوله سيمه کې د سړکونو عمومي اوږدوالی يو لک او ديرش زره کيلومترو ته رسيږي چې دا شمير د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې د جوړيدو کال په پرتله شپيته چنده زيات شوی دی ،
د عمومي سړکونو د جوړيدو سره ډېر زيات مالداران چې پخوا په هيڅ شان له خپلو څړځايونو څخه نه وو وتلي هم کولای شي چې د خپلو کليو او يا د هستوګنځيو مرکزونو په ټم ځايونو کې د موټرونو په وسيله نورو ځايونو ته ولاړشي ٠
د داخلي مغولستان د ترافيکي او ترانسپورتي چارو د چټک پرمختګ له امله د دغې سيمې د اقتصاد او کلتور د سمسورتيا او د دغې سيمې د وګړيو د ژوندانه سويې د لوړوالي لپاره مهم رول لوبولی دی ، د يو رستورانت خاوند ښاغلي لي ګوچي وويل د سړکونو جوړيدل زمونږ د رستورانت د عايداتو د زياتوالي مثبته اغيزه لري ، د بيلګې په توګه د روان کال عايدات مو د تيرکال په پرتله ډېر زيات شوی دی ، ځکه زيات وګړي پر سړک تګ راتګ کوي ، نو د تلونکو کسانو شمير د زياتيدو له امله زمونږ د رستورانت معامله هم توده شوې ده ،
برسيره پر دې د سړکونو د جوړيدو له امله کڼ شمير کورني او بهرني سيلانيان هم د سيل لپاره د داخلي مغولستان پراخو څړځايونو ته ځي ٠
يوويشتمې پيړۍ ته له داخليدو وروسته د چين د لويديځې سيمې د سترې ابادۍ
تګلارې د پلي کولو لپاره د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې حکومت د عمومي سړکونو د جوړولو کار چټک کړی دی ، د دغې سيمې د ترانسپورتي چارو د ادارې يو چارواکي ښاغلي خاو جي يې زمونږ خبريال ته وويل مخکې مونږ يو پلان جوړکړ چې د اته سوه کيلومترو په اوږدوالی ګړندي سړکونه او د يو زر او شپږ سوه کيلومترو په اوږدوالی لومړنۍ کچه سړکونه او په زياتو کليوالو سيمو کې به زيات شميرنور سړکونه هم جوړکړو٠ اوس دغه پلان عملي بڼه خپله کړې ده عمومي سړکونو د داخلي مغولستان وګړيو ته نيکې هيلې او نيکمرغۍ رسولې او د دغې سيمې او نورو ځايونو ترمنځ يې اړيکې ټينګې کړې دي ٠
د دغې سيمې د ترافيکي څانګې يو مسؤل زمونږ خبريال ته وويل تر ٢٠١٠ کاله پورې به په داخلي مغولستان کې نه يوازې بيلابيلو ښارونو ته بلکې هرې علاقه داري او کلي ته عمومي سړکونه وغزيږي ، هغه مهال به د داخلي مغولستان ترانسپورت نور پرمختياهم ومومي او د ملي لږکيو وګړيو ژوند به ﻻښه شي ٠