<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-31 18:26:51    
د بېجينګ د پلازمينې هوايی ډګر د پراخوالي پروژه وروستی پړاو ته رسيدلی ده

cri

د دريو کلونو تر کار وروسته، د بېجينګ د پلازمېنې هوايی ډګر د پراخوالي پروژه وروستی پړاو ته رسيدلی ده. د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې تر پای وروسته به دغه هوايی ډګر هر کال د اتيا مليون سيلانيانو د تګ راتګ اړتياوې پوره کړی شي او د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ او اولمپيک لوبو لپاره به د هوايي ليږدونو دنده تر سره کړي.

دغه هوايی ډګر د چين تر ټولو له لويو ډګرونو څخه يو دی او هر کال پنځه دېرش مليون تنه مساپر سفر پرې کوي. په وروستيو کلونو کې د دغه هوايی ډګر د ليږد اندازه ډېره زياته شوی ده، نو د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د هوايی لېږد رالېږد د اړتياوو د پوره کولو لپاره، د دغه هوايی ډګر د پراخوالي پروژه د ٢٠٠٤ کال په اګست کې پيل شوه.

د دغه هوايی ډګر د پراخوالي پروژې عمومی لارښوونکې ميرمن جو جينګ يوان وويل د روان کال تر پايه پوری به دغه پروژه بشپړه او په راتلونکی مې کې به وکارول وشي.

د معلوماتو له مخې، دغه ډګر په چين کې تر ټولو لوی هوايی ډګر دی چې په ټوليزه توګه پنځه ويشت مليارډ يوانه پانګې پکې لګول شوی دي. د نوی ودانۍ پراخوالی يې نهه لکه مربع مترو ته رسيږی او د الوتنو ځايونو شمېر به يې نهه نوی زيات شي. د الوتکو د

ځغاستې يوه نوی لار به چې پراخوالی يې دری زره او اته سوه متره او پلنوالی شپېته متره دی، هم جوړه شي. پر دې سربيره، د مالونو د لېږدولو يوه سيمه او د دغه ډګر د همغږۍ تاسيسات به هم بشپړ شي.

ميرمن جو جينګ يوان وويل د دې هوايی ډګر د پراخوالي په پروژه کې نه يوازی ډېرې پانګونې لګول شوي، بلکې پکې له نړيوالو عصری تکنولوژيو څخه هم استفاده شوی ده. د بېلګې په توګه، په نوی ودانۍ کې به د الوتنې د لارښوونې اتوماتيک سيستم جوړ شي چې په دې توګه به د هوايی عواملو له امله د الوتنو د ځنډولو پېښې ډېرې کمې شي.

د ميرمن جو جينګ يوان په وينا، په دغه پروژه کې ډېر انساني طرحې ليدل کېږي. هغې وويل ځکه چې دغه نوی ودانۍ به ډېره لويه شي، نو پکې به د سيلانيانو د ليږدولو لپاره ډېر تاسيسات موجود وي.

د نړيوال دود له مخې، په نوی ودانۍ کې به د مذهبي عقيدو لرونکيو د عبادت لپاره دوه خونې جوړې شي. دا د چين په هوايی ډګرونو کې لومړی ځل دی چې داسی ځای جوړيږی.