<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-03 20:26:43    
په چينګ های ولايت کې د دريو سيندونو د سرچينې په شاوخوا سيمه کې د تبتي مالدارانو نوی ژوند

cri

ګرانو اوريدونکيو د چينګ های ولايت جنوب لويديځه سيمه د چين د دوو لويو سيندونو يعني د يانګځي او ژيړ سيندونو او د لان چانګ جيانګ سيند د رامنځته کيدو ځای دی خلک ورته د دريو سيندونو سرچينه وايي ، په دغه سيمه کې ډېر زيات کوچني سيندونه او جهيلونه پراته دي ، په وروستيو کلونو کې د طبيعي اوانساني لاملو له امله د دغې سيمې ايکولوژيکي چاپيريال تر يوې اندازې پورې خراب شوی دی ، د دغې سيمې د طبيعي څړځايونو د ساتنې لپاره له پنځه لکو تنو تبتي مالدارانو څخه څه باندې ديرش زره تنه تبتي مالداران چې پخوا يې په دغه سيمه کې ژوندکاوه ښارګوټيو ته په کډه تللي او په ثابت ژوند يې پيل وکړ ٠

تبتي مالدار نيما چې په روان کال کې اته ديرش کلن شوی ،درې کاله مخکې د خپلې کورنۍ سره د دريو سيندونو د سرچينې له سيمې څخه چې لوړوالی يې د سمندر له سطحې څحه څلور زره او پنځه سوه مترو ته رسيږي، د چينګ های ولايت د ګرمو ښار په جنوب يو نوي کلي ته په کډه ولاړ او په خپل ثابت ژوند يې پيل وکړ ٠ نيما زمونږ خبريال ته وويل نوي کلي ته له راتګ راهيسي زمونږ د ژوندانه شرائطو ستر بدلون موندلی د بيلګې په توګه اوس مونږ کولای شو چې په کلي کې د ناروغۍ درملنه وکړو ، د اوبو او بريښنا د استعمال اسانتياوې هم د پخوا په پرتله زياتې شوي دي ٠

ښاغلی نيما د خپل پلار ، ښځې او دريو ماشومانو سره ژوندکوي ، د کور ساحه يې اويا مربع متره ده ، هغه وايي د مالدارانو کورونه د ځايي حکومت لخواد دوي

لپاره جوړشوي او په وړيا توګه دوي ته ويشل شوي دي ، په ٢٠٠٤ کال کې د ده کورنۍاود څه دپاسه سل نورو مالدارانو کورنۍ د حکومت په مرسته په داوطلبانه توګه د دريو سيندونو د سرچينې له څړځايونو څخه په ډله ايزه توګه نوي کلي ته په کډه ولاړل ٠

د نيما نوی کلی له ګرمو ښار څخه ديرش کيلومتره واټن لري ، زمونږ خبريال په دغه کلي کې وليدل چې د تبتي قوم سبک لرونکي وداني په منظمه توګه د کلي د لويې لارې پر دواړو اړخونو ولاړي دي ٠ د دغه کلي مشرې ميرمن جانګ سياووين زمونږ خبريال ته وويل  د دغه نوي کلې اوسيدونکي عمومأ د حکومت په لارښوونې په خپله خوښه دلته راغلي دي ، دوي چې دلته راغلل ځايي حکومت له دوي سره مرسته وکړې چې په ځانګړيوخدمتي او توريستي چارو يې لاس پوري کړی

ځايي حکومت نه يوازې د مالدارانو لپاره په نوي کلي کې يو سل او اته ويشت نوي کورونه جوړکړي بلکې د دوي د کوچنيانو لپاره يې يو ښوونځی او کلينيک هم جوړکړي دي ٠ د دې لپاره چي تبتي مالداران په بيلابيلو ساحو کې له نوروسيمه سره اړيکې ټينګې کړي او د خپل قوت په اتکا په نوي ژوند پيل وکړي ځايي حکومت راز رازځانګړي کورسونه او سيمينارونه جوړکړي وو ، ښاغلي نيما د موټر چلولو په يوکورس کې شامل شوی او د موټرچلولو تخنيک يې زده کړی دی ، هغه په دې اړه وويل تيرکال مې د موټر چلولو په يو کورس کې ګډون وکړ او ورپسې مې يو موټر راونيو او په ترانسپورتي کار مې پيل وکړ ٠ دغه راز د نيما په کور کې د لان ما په نامه يوه ځانګړې لويه خونه هم پرانستل شوه چې پکې د سيلانيانو لپاره د تبتي سندرو ويلو ،

نڅاکولو او تبتي کاليو د ننداره کولو فرصت برابريږي ٠ د نيما کورنۍکلني عائدات څه د پاسه ديرش زرو يوانو ته رسيږي٠ په نوي کلي کې زياتره تبتي اوسيدونکيو په خپلو کورونو کې د سيلانيانو لپاره دغسې خونې پرانستې چې ورسره يې عاېدات زيات شوي دي ٠

د دغه کلي په مرکز کې يو ښوونځی شته چې د ښار د ښوونځي په شان مختلف تاسيسات لري ، د دغه کلي ټول کوچنيان چې عمر يې له شپږ کالو څحه تر دوولس کالو پورې وي په دغه ښوونځي کې زده کړه کوي ، د مالدارانو لپاره ښوونه ددوي د راتلونکې هېله ده، د دغه نوي کلي مشرې ميرمن جانګ سياو وين وويل ځايي حکومت د مالدارانو د کوچنيانو د زده کړو د هڅولو لپاره د زده کړو لګښت ليرې کړي او له هغو زده کوونکوسره هم نغدي مرسته کوي چې کورنۍ يې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ وي ، زما په أند د مالدارانو راتلونکی نسل به روښانه راتلونکي ولري ٠