د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان چارواکيو د جنورۍ په درېيمه نېټه وويل د افغانستان په جنوب لويديځ فراه ولايت کې د همدې ورځې له غرمې وروسته د هند د يو سختمانی شرکت پر کاروان يوه ځانمرګی بمي بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه نولس تنه ووژل او ټپيان شوي دي.
د فراه ولايت والي غلام دستيګر ازاد څرګنده کړه د دغې چاودنې جوړونکي د يو موټرسايکل په چلولو سره د هند د سختمانی شرکت له کاروان سره ټکر وکړ او خپل موټر سايکل يې وچاوه ، ورپسې يې په خپل بدن تړل شوی بم هم وچاوه چې په پايله کې شپږ پوليس وژل او نور يوولس پوليس ټپيان شول . دغه راز يو هندي انجنير هم په دې چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
تر اوسه پوری هېچا يا سازمان د دغې چاودنې پړه نه ده اخيستې.