<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-07 18:53:36    
د جيانګ سو ولايت د يو همغږي سيمه ايز پرمختګ نوی شکل لټوي

cri

د جيانګ سو ولايت د چين په ختيځ کې پروت دی او يو شتمن ولايت دی. خو د تاريخی او طبيعی لاملونو له امله، د دغه ولايت د بېلا بېلو سيمو تر منځ اقتصادي توپيرونه زيات دي. د جيانګ سو ولايت شمالي سيمه چې پراخوالی يې د دغه ولايت له نيمې اوښتی او نفوس يې دوه پر پنځمه برخه نيسی، اقتصادي ارزښت يې يوازی د ټول ولايت په سلو کې شل برخه نيسی. نو د جيانګ سو ولايت اوس په فعاله توګه د يو همغږي سيمه ايز پرمختګ نوی شکل لټوي. د بېلګې په توګه، دوی په شمالي برخه کې د اقتصادي ابادۍ لپاره شتمنې او بی وزلې سيمې هڅوي چې په ګډه صنعتي مرکزونه جوړ کړي.

د سو چيان ښار د جيانګ سو ولايت په شمال کې پروت دی. د اقتصادي ابادۍ د پرمخبيولو لپاره، له دغه ښار سره د جيانګ سو ولايت په جنوب کې پياوړی ښار سو جو همکاريزې اړيکې ټيګې کړې. اوس دواړه ښارونه په ګډه په سو چيان ښار کې يو صنعتی مرکز جوړوي چې دری سوه مليون يوانه پانګه يې پرې لګولې او پراخوالی يې ديارلس اعشاريه شپږ مربع کيلو مترو ته رسيږی.

د سو چيان د ښاروال مرستيال شنګ شياو ينګ وويل دغه صنعتی مرکز د سو جو ښار د صنعتی مرکز له تجربې زده کړه کوی او د ادارې بشپړ نظام او د خپلو چارو د پرمختګ لورې يې ټاکلی دی. دغه صنعتي مرکز د اقتصادي جوړښت نوی پړاو ته د سو چيان ښار د رسيدو لپاره ګټور دی.

د سو چيان ښار د دغه صنعتي مرکز د جوړولو لپاره د سو جو صنعتي مرکز نه يوازی ډېرې پيسی برابرې کړې، بلکی سو چيان ښار ته يې د ادارې يوه دېرش کسيزه ډله هم ور ليږلې چې د سو چيان ښار چارواکی وروزي او دوی ته د سو جو ښار د صنعتي مرکز د ادارې پرمختللی تجربی ور کړي. د سو جو ښار د صنعتي مرکز د ادارې کمېټې مرستيال ګو يو کون وويل سو جو ښار به تر وسی پوری د سو چيان ښار له ابادۍ څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي شنګ شياو ينګ وويل د سوداګرۍ او پانګې د راجلبونې په برخه کې د سو جو ښار د صنعتی مرکز د تجربې د زده کړې تر څنګ، د سو چيان ښار صنعتي مرکز به چاپېريال ساتنې ته هم په درنه سترګه وګوري چې د اقتصادي پرمختګ له امله د چاپېريال د ککړتيا مخنيوي وکړي. هغه وويل د چاپېريال ساتنې برياليتوبونه د سو چيان ښار د چارواکيو د کارونو په څارنه کې هم شامل شوي او له ټاکلی ميعار سره له سمون سرغړونکيو چارواکيو ته به سزا ور کړی شي.

اوس د سو جو او سو چيان ښارونو تر منځ همکارۍ څرګند برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د سو جو ډېرو شرکتونو په سو چيان ښار کې په خپلو چارو پيل کړی دی. د يوې شمېرنې له مخې، د ٢٠٠٧ کال تر اکتوبر پوری د سو جو ښار شرکتونو د هغو لويو پروګرامونو شمېر له دوه سوه او اويا اوښتی چې پانګې يې پنځه مليون يوانو ته رسيږی.

د معلوماتو له مخې، پر سو چيان ښار سربېره، د جيانګ سو ولايت په شمال کې نور ښارونه هم له جنوبي ښارونو سره نژدی همکاري کوي او په ګډه د اقتصاد همغږې ابادي پر مخبيايي.