<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-08 18:33:45    
٧٢ کلن سپين ږيری او د کليوالې پوهنې په اړه د ده نوښت

cri

د شان شی ولايت د جو ايون ولسوالۍ د عمومی فنی ښوونځی مشر ٧٢ کلن سپينږيری ما ون يوو په تېرو څلويښتو کلونو کې دری ښوونځي او اته اسهامی تصدۍ او د دولت په کچه يو مشهور فنی ښوونځي جوړ کړې چې پانګه يې دوه سوه مليون يوانو ته رسيدلی ده. ده د ښوونيزو چارو د پرمختګ هغه بڼه د چين د کليوال ښوونيز اقتصاد د يوې نمونې بڼې په توګه وټاکله چې له مخې به د تصديو جوړولو له لاری د ښوونې چارو ته پرمختيا ور کړی شی او استعداد لرونکی کسان وروزل شی.

په تېرو څلويښتو کلونو کې د ښاغلی ما ون يوو د کوششونو له برکته په يو ويجاړ شوی معبد کې يو لومړی ښوونځی د دولت په کچه په يو مشهور فنی ښوونځي بدل شو.

د ١٩٦٢ کال په منی کې ښاغلی ما د دغه ولايت د جين بی د ښوونکيو د روزلو له ځانګړی ښوونځی څخه تر فراعت وروسته د جو ايون ولسوالۍ د جينګ ګوو عر په هغه لومړی ښوونځی کې د يو ښوونکی په توګه وټاکل شو چې په ويجاړ شوی معبد کې و او پکې يوازی شلګونه زده کوونکی زده کړه کوله.

ښاغلی ما د يو ښوونکی په توګه د ټاکل کيدو د لومړی ورځې له پيل څخه د وروسته پاتی ښوونځۍ د بدلولو لپاره ټينګ هوډ وکړ او د خښتو جوړولو لپاره د ټولو ښوونکيو او زده کوونکيو لارښوونه وکړه چې له امله يې١٥ نوی درسی کوټې او ١٣ ليليې جوړې شوې دی. اوس له دری ځله ليږدنې او څلور ځله بيارغونې وروسته دغه

ښوونځی د لومړی او منځنی کچو په شمول د يو مسلکی ښوونځی ګرځېدلی چې ٣٨ مليون يوانه پکې لګول شوی او مساحت يی ٣٥ هکتارو ته رسيدلی او ٤٠ ټولګي ،پنځوس تخصصونه او دوه زره ښوونکی او زده کوونکي لري.

د دغې ښوونځۍ جوړونه او پراخوالی لازياتو پيسو ته اړتيا لري،خو دغه پيسی له کومې لارې تر لاسه شوې ده؟ ښاغلی ما په دی ښه پوه شو چې ښوونځی يوازی په خپله اقتصاد ته پرمختګ ور کړي،د ښوونې چارو پرمختګ کړی شی.

په ١٩٧٢ کال کې دغې ښوونځۍ د کرنې او ځنګلونو دوه فارمونه او د کرهڼيزو وسائلو د ترميمولو يوه فابريکه جوړه کړې چې له امله يې له ٣ کلونو وروسته کلنی عايدات دوه زره يوانو ته رسيدلی و، که څه هم دغه پيسی يی ډېرې لږ وې، خو ښاغلی ما هيله مند و.په ١٩٨٣ کال کې ښوونکی ما د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې په شاړه ځمکو کې د خښتو جوړولو يوه فابريکه او د مالونو ليږدولو يوه ډله جوړه کړه.

په ١٩٨٥ کال کې ما ون يوو د سکرو کان او د ماشين ألاتو ترميمولو فابريکې جوړولو لپاره د سکرو ټولګی زده کوونکيو مشری وکړه چې تر اوسه پوری د سکرو فابريکې په شمول اته اسهامی تصدۍ لري او کلني عايدات يې لس مليون يوانه دی.

سربيره پردی د دغه ښوونځۍ د جوړولو له امله د جو ايون ولسوالۍ د ديان وان علاقه داری په ١٩٨٧ کال کې په دغه ولايت کې هغه لومړی علاقه داری ګرځېدلی وه چې عايدات يې سل مليون يوانو ته رسيدلی و. په دغه علاقه دارۍ کې ٨٠ سلنه کلي او ٩٢ سلنه بزګران شتمن شوي دي.