<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-10 18:16:41    
د عادل خان د کورنۍ نوی ژوند

cri

ګرانو اوريدونکو د چين په شمال لويديځ د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې په شمال کې د قزاق قوم خلک ژوند کوي ، پخوا دوي د مالدارۍ لپاره په زړو کيږديو کې اوسيدل او دې خوا هغې خوا تلل ، د ځايي حکومت په ﻻرښوونې او مرستو سره ګڼ شمير مالداران دايمي استوګنځيو ته کډه کړې او خپلې زړې کيږدۍ يې په عصري ودانيو بدلې کړې دي ، د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به مونږ د يو قزاقي مالدار کور ته ولاړشو او د دوي د ژوند حالات وګورو ٠

عادل خان يوزوړقزاقي مالدار دی او اوس د خپلې ښځې او څلورو کوچنيانو سره يو ځای د التاي سيمې د فوهای ولسوالۍ په ساکرو کلي کې اوسيږي ، کور يې له خښتو څخه جوړشوی دی او يو سل او شپاړس مربع متره پراخوالی لري ، ژوند يې ډېر أرام او هوسا دی ، عادل خان د خپل ژوند په اړه زمونږ خبريال ته وويل  څو کاله مخکې به مونږ د هرکال په دوبي کې د التای غره څړځايونو ته تللو او هلته مو مالداري کوله ، په ژمي کې به د شاور غره ته تللوچې هلته ژمي تيرکړو ، په هغه وخت کې مو ژوند خورا سخت و ٠

په ٢٠٠٥ کال کې د فوهای ولسوالۍ حکومت د مالدارانو د ژوند د ښه والي او د دوي د عايداتو د زياتوالي لپاره د قواق د مالدارانو لپاره د دايمي هستوګنځيو د جوړولو په پروګرام پيل وکړ ، په ٢٠٠٦ کال کې ځايي حکومت د درويشت مليون يوانو په لګښت يو نوی کلی جوړکړ چې د نل اوبه ، بريښنا ، تيلفون ، تلويزيون ،او انټرنيت پکې کارول کيږي ، روغتيايي کلينيک ، مغازه او ښوونځی هم پکې جوړشوي دي ،دغه راز د کلي په شاوخوا کې د کرنې وړ ځمکې او څړځايونه هم شته

که څه هم نوی کلی جوړشو ، خو ځينو مالدارانو ونه غوښتل چې په نوي کلي کې اوسيږي ، ځکه دوي عادت درلود چې خپل کوچييانی ژوندوساتي ، د دغه نوي کلي يو چارواکي چيګر په دې اړه وويل  پخوا مالدارانو عادت درلود چې د کوچيتوب ژوند وکړي او نه يې غوښتل چې په يو ټاکلي ځای کې واوسيږي ، ځايي حکومت مالدارانو ته د دايمي هستوکنې د ګټو په اړه زيات تبليغات ترسره کړل او دوي يې وهڅول چې په داوطالبانه توګه نوي کلي ته په کډه لاړشي، حکومت نه يوازې د مالدارانو لپاره نوی او عصري کلی جوړکړی بلکې مالدارانو ته يې امدادي پيسې هم ورکړې دي ، د فوهای ولسوالۍ مرستيال جيا لين زمونږ خبريال ته وويل -- اواز٥ -- که مالداران يو کور جوړکړي نو حکومت به ورسره لس زره يوانه امدادي پيسې ورته برابرې کړي ، که يوغوجل جوړکړي لس زره يوانه نورهم ورکوي ٠

عادل خان نه يوازې په يو لوي کور کې اوسيږي ، بلکې د کورنيو څارويو لپاره د اتيا مربع مترو په پراخوالي يولوي غوجل هم جوړکړ، دغه راز حکومت دوي ته شپږ هکتاره څړځايونه او څلور هکتاره کرنيزه ځمکه ورکړه ،

اوس عادل خان په کلي کې د کورنيو څارويو د روزنې او د بوټو د کرلو په زياتو علمي کورسونو کې ګډون کړی، هغه وويل په کورسونو کې له ګډون وروسته مو ډېر اړوند معلومات ترلاسه کړي دي اوس زما د شيدې ورکوونکيو غواګانو او د پسونو توليدي اندازې په ښکاره توګه زياتې شوې او زمونږ د کورنۍ کلني عايدات د پخوا په پرتله ډېر لوړشوي دي ٠ د دايمي هستوګنې په اړه پروګرام د مالدارانو عايدات لوړکړی دی او په کلي کې کلينيک ، ښوونځی اود نورو عصري تاسيساتوجوړيدو مالدارانو ته زپاتې اسانتياوې برابرې کړېدي، د کلي کلينيک بشپړ طبي تجهيزات لري او يو نرس او يو ډاکتر د مالدارانو لپاره خدمت کوي ٠

اوس مخ په زياتيدونکي مالداران نيت لري چې نوي کلي ته کډه وکړي ، پخوا په ساکرو کلي کې يوازې ديرش کورنۍ وې ، خو اوس د شپيتو کورنيو مالداران نوي کلي ته راغلي دي ، تر اوسه پوري د التای په ټوله سيمه کې د اته زرو کورنيو مالدارانو دايمي هستوګنو کليو ته کډه کړې او د دغې سيمې د ټولو مالدارانو ديرش سلنه يې نيولې ده ٠

په راتلونکيو څو کلونو کې به د التاي په سيمه کې د مالدارانو لپاره ﻻزيات دايمي هستوګنځي جوړکړي ، د دغې سيمې يو چارواکي ژن چن پينګ وويل  مونږ به په راتلونکي کي د مالدارانو لخوا دايمي هستوګنه د يو ډول توليدي لارې چارې د ښه والي ، د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې او د مالدارانو د عايداتو د زياتوالي په موخه پلي کړو ، مونږ هم باور لرو چې په شينجيانګ کې د قزاقي مالدارانو ژوند به لا ښه شي ٠