د ګوی يانګ په ښار کې ژمی ډير سوړ نه وي او دوبی هم ډير ګرم نه دی ، نو هوا يی د ثعلب ګلانو له ودې سره برابره وی . دغه ګلان د ګوی يانګ ښار د خلکو مينه راجلبوی او د ښاری ګل په نامه ياديږي . هر وخت چې دغه ګلان غوړيږي ، د دغه ښار په بيلا بيلو واټونو کې ښاريان ليدل کيږي چې دغه ګلان اخلی . د دغو ګلانو خرڅوونکې ميرمن وانګ پينګ زمونږ خبريال ته وويل ښاريان د ثعلب ګلانو د روزنی عادت لری او په دې برخه کې يې احساسات ډېر ګرم دی . هغی وويل زما په پلورنځی کې د پتنګ په شکل د ثعلب ګل پلورل کيږي او داسی معمولی ګل دری يا څلور سوه يوانه بيه لری،خو اخيستونکی يې لا هم زيات دی .
ځينی اخيستونکی يوازی په فارغ وخت کې معمولی ګلان روزی ، خو د دوی په پرتله ځينی مينوال د ګلانو هغو ډولونو ته زياته پاملرنه کوي چې کم ليدل کيږي او يوازی په غرونو کې موندل کيږي . مثلأ ښاغلی لوون ديان په ځانګړی توګه د وحشي ثعلب اخيستلو لپاره د هېواد د لويديځ ولايت له
سی چوان څخه ګوي يانګ ته راغلی ځکه چه نوموړی له دغه ډول ګل سره ډيره مينه لری . هغه خبريال ته وويل ___اواز___
د ګوی يانګ په ښار کې د ثعلب وحشی ګلان له نورو ځايونو څخه زيات دی . زما په نظر اوس انسان بايد دغه ګلان وساتي ، ځکه چې د وحشی ګلانو ساتنه د چاپيريال د ښکلا، د هوا د پاکوالي او د ښاريانود ژوند کيفيت د لوړوالی لپاره ګټوره ده .
په چين کې هر کال د ثعلب د ګلانو نندارتون جوړيږي . سږ نې نندارتون د ګوی يانګ ښار د ملی کلتور په ماڼی کې پرانستل شو چې څه دپاسه څلور زره ګلدانی په کې ايښودل شوی دی. هغه ګلان چې په سيالی کې يې لومړي ځايونه نيولي ، بيی به يې لوړی وي او ډير زيات نندارچيان راجلبوي . په دغه نندارتون کې يو جاپانی مسافر د شلو زرو يوانو په بيه هغه ثعلب واخيست چې په سيالی کې يې جايزه ګټلی وه .