<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-14 19:44:05    
د چين په بېلا بېلو ځايونو کې وګړيو لوړو ځايونو ته د ختلو فعاليتونو له لارې د نوی کال او اولمپيک لوبو هر کلی وکړ

cri

لوړو ځايونو ته ختل د چينايانو د نوي کال د هر کلي يو دود دی. په تېره بيا په داسې وخت کې چې د ٢٠٠٨ کال اولمپيک لوبې هم د رارسيدو په حال کی دي. نو د ٢٠٠٨ کال په لومړی مياشت کې چينی وګړيو لوړو ځايونو ته د ختلو له لارې د نوی کال او اولمپيک لوبو هر کلی وکړ.

سږ کال په بېجينګ کې لوړو ځايونو ته د ختلو فعاليت عمده ځای د با دا لين لوی ديوال دی. د دغه فعاليت ترتيب کوونکو د اولمپيک عواملو ته په درنه سترګه کتلي او وګړيو په فعاله توګه پکی ګډون کړی دی. سره له دې چې په با دا لين سيمه کې د چين لوی ديوال بېجينګ ته په نژدی سيمه کې پروت دی خو په دې ورځ هوا ډېره سړه وه چې له صفر نه اته درجې ټيټ وه. خو د وګړيو پر شوق او ذوق يې هېڅ اغېزه نه وه کړی. ميرمن جانګ هوی فن ډېرې ورځې مخکې په دغه فعاليت کې د ګډون لپاره خپل نوم ثبت کړی و. هغې څرګنده کړه چې نوموړې له دې لارې د بېجينګ د اولمپيک لوبو هر کلی کوی.

هغې وويل که څه هم هوا ډېره سړه ده، خو زما زړه ډېر تود دی. د بېجينګ د يوې ښارۍ په توګه، زه بايد خپل ښار ته ريښتنی خدمتونه وکړم او په خپلو هلوځلو د بېجينګ له اولمپيک لوبو څخه ملاتړ وکړم.

د دې لپاره چې د اولمپيک لوبو ته د تياريانو په ترڅ کې دغو لوبو ته د وګړيو ډېره پاملرنه راجلب کړي او د اولمپيک لوبو د تر سره کولو په فرصت وګړي

وهڅوي چې په سپورتي فعاليتونو کې ګډون وکړي، چين له ٢٠٠٦ کال څخه يو لړ سپورتی فعاليتونه ترتيب کړي چې د اولمپيک لوبو سره په تړاو د وګړيو سپورت او ورزش نوميږی.

لوړو ځايونو ته د ختلو فعاليت د دغو فعاليتونو يوه برخه ده. اوس ګڼ شمېر وګړيو د دغه فعاليت تود هر کلی کړی دی. د روان کال په دغه فعاليت کې ډېرو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو هم ګډون وکړ. مېرمن جاو يان چې د چين له شمال ختيځ چانګ چون ښار څخه راغلې، خبريال ته وويل ما پخوا هم په خپل ټاټوبی کې په دغه شان فعاليت کې ګډون کړی دی. دغه ځل په لوی ډيوال کې په دغه فعاليت کې ګډون کوم او له دې لارې د بېجينګ د اولمپيک لوبو هر کلی څرګندوم، زما په اند دا ډېر اهميت لري.

د وګړيو سپورت او ورزش د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره يوه لويه سپورتي فضا جوړه کړی ده. له ١٩٩٦ کال راهيسی د نوی کال د هر کلی لپاره لوړو ځايونو ته د وګړيو د ختلو ديارلس دورې فعاليتونه تر سره شوي دي. پر بېجينګ سربيره، د چين په يو شمېر نورو بېلا بېلو ځايونو کې هم دغه شان فعاليتونه جوړ شوي دي.

د چين د سپورت د عمومی ادارې مشر ليو پنګ وويل سږ کال لوړو ځايونو ته د وګړيو د ختلو فعاليت د هېواد په يودېرشو ولايتونو، خپلواکو سيمو او ښارونو کې تر سره شوی. نژدی يو مليون تنه وګړيو په دغه فعاليت کې ګډون کړی چې د اولمپيک لوبو د هر کلی احساسات او د وګړيو د سپورت او ورزش او په اولمپيک لوبو کې يې د ګډون هوډ څرګند کړی دی.