د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م سرمنشي بان کی مون د جنورۍ په پنځلسمه نېټه د خپل وياند له لارې يوه اعلاميه خپره کړه او د افغانستان په پلازمېنه کابل کې يې پر يو هوټل د ترهګر بريد سخته غنډنه وکړه.
ښاغلي بان کی مون په اعلاميه کې دغه خبره تکرار کړه چې د ترهګرۍ پېښې د بيا رغونې په اړه له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو مخه نشی نيولای، نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت لپاره لا زيات کوښښونه وکړي چې له مخې به يې ترهګرانو ته قانونی سزا ورکړی شي. په اعلاميه کې د مړو شويو له کسانو کورنيو سره هم ژوره خواخوږی څرګنده شوې ده.