د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزارت د جنورۍ په پنځلسمه نېته په ناتو کې له خپلو ملګرو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته زيات سرتېري ولېږي.
له دې مخکې د امريکا د دفاع وزارت په يو اعلان کې ويلي وو چې د روان کال په پسرلي کې به افغانستان ته د سمندری قوماندو ځواکونو دری زره او دوه سوه سرتېري ولېږي چې په دغه هېواد کې به د اوو مياشتو لپاره پاتی شي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند موريل هيله څرګنده کړه چې د امريکايی پوځ د دغه ګام له مخې به په ناتو سازمان کې نور ملګري هېوادونه هم افغانستان ته زيات سرتېري ولېږي.