<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-21 20:37:34    
چين د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره کوششونه کوي

cri

په تېر دسمبر کې د اندونيزيا په بالی ټاپو کې د اقليمي بدلون په اړه د م م په غونډه کې د چين تدبيرونه د پاملرنې وړ ټکی وه. نو د م م اړوند ارګان د چين له پلاوی سره يوه بله غونډه تر سره کړه او د اقليمي بدلون د مخنيوی په برخه کې يې د چين د تدبيرونو په اړه بحث وکړ.

د چين د پلاوی مرستيال سو وی په دغه غونډه کې د چين دريځ څرګند کړ او و يې ويل اقليمي بدلون يوه نړيواله مسئله ده، چين پر دغه اصل ټينګار کوی چې ټول هېوادونه ګډې او بېلې دندې لري.

هغه وويل د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره بايد په ريښتنی توګه اړوند نړيوال تړونونه پلی شي. د اقليمي بدلون د م م د تړون او د کيوتو پروتوکول په قانوني چوکاټ کې بېلا بېلو هېوادونو خپله ژمنه کړی ده. خو که ټول هېوادونه ريښتنی عمليات تر سره نه کړي، نو دغه ژمنې به يوازی د کاغز پر مخ پاتې شي. نو د تړون او پروتوکل پلی کول پياوړتيا ډېر مهم دي. چين په دغه برخه کې ريښتنی تدبيرونو نيولي او ريښتنی برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

ښاغلي سو وې وويل چين د اقليمي بدلون مسئلې ته په درنه سترګه ګوري او د اقليمي بدلون د مخنيوی لپاره يې فعال تدبيرونه نيولي دي. د چين حکومت په تېر جون کې د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه دولتي ميکانيزم ټاکلی او د شنوخونو ګازونو د ايستلو اندازې د کمښت لپاره يې د انرژۍ جوړښت د ښه والي، د بيا استعمال

کېدونکيو انرژيو پرمختګ ته د دوام ور کولو او د انرژۍ سپمولو په شمول تدبيرونه وړاندی کړل. پر دې سربيره، چين د اقليمي بدلون د مخنيوي کارونو د لارښوونې لپاره د صدراعظم ون جيا باو په مشرۍ يو ګروپ هم جوړ کړی دی.

د اقليمي بدلون په اړه د م م د حکومتونو تر منځ د ځانګړې کمېټې مشر راجندرا پاچوری وويل چين په څرګنده توګه د اقليمي بدلون په وړاندی پرتې ننګونې پېژني او تر خپلی وسی پوری تدبيرونه نيسی. چين د بيا استعمال کېدونکی انرژۍ د کارولو او د انرژۍ د استعمال انډول د لوړتيا په برخو کې ډېرې هڅې کړي دي.

هغه وويل چين د اوبو او برېښنا په ساحه کې زياتې پيسې لګولي. د بېلګې په توګه، د يانګ ځی سيند د دريو تنګيو لوی بند چې ښايی په نړۍ کې د اوبو لګولو تر ټولو لويه پروژه وي، د بيا استعمال کېدونکی انرژۍ د کارولو په برخه کې د چين مهم کوشش دی. چين د لمر او باد له انرژيو او له نورو بيا استعمال کېدونکيو انرژيو څخه د استفادې په ساحه کې هم هڅې کوي. پر دې سربيره، چين د شنو خونو ګاز د خپراوی اندازې د کمښت لپاره هم په کوششونو بوخت دی.

په چين کې د م م د استخدام او پلان ادارې استازي خاليد مليک وويل چين د چاپېريال ساتنې د نويو تکنولوژيو د لګولو په برخه کې زيار باسي. چين له دغه ادارې سره د چاپېريال ساتنې په اړه څلويښت همکاريز پلانونه لاسليک کړي دي. مهمه ټکی دا دی چې ډېرو زياتو چينايانو د چاپېريال ساتنې په فعاليتونو کې ګډون کړی دی.