د شينجيانګ د اويغوری قوم خپلواکه سيمه د چين په شمال لوېديځ کې پرته ده په دغه سيمه کې د ملي لږکيو ډېر وګړي اوسيږی او يوازی په اورومچی ښار کې د شپږڅلويښت قومونو خلک ژوند کوی. خو د بېلا بېلو لاملونو له مخې، په دغه سيمه کې د ملی لږکيو وګړيو په کار او دندو ګومارلو حالات ښه نه دي. په وروستيو کلونو کې د اورومچی ښاروالی د دغې مسئلې د حل و فصل لپاره زيات تدبيرونه نيولی او ښکاره برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. په نننی پروګرام کې به ساتو ته په دې اړه څه معلومات وړاندی کړم.
د تيان شان غره سيمه د اورومچي ښار د ځايی حکومت تر کنترول لاندې ده او د اورومچی ښار د ملي لږکيو وګړيو يو پر څلورمه برخه په دغه سيمه کې ژوند کوی. د ژبی او پوهاوي خنډ په شمول د عواملو له امله، د ملي لږکيو وګړيو په کار ګومارل يوه ستونزه ګرځېدلی ده. د دغې سيمې د کار ادارې د خدمتی مرکز مشر وانګ لونګ وويل
د کار په برخه کې د ملي لږکيو کسانو ستونزې د هان قوم وګړيو په پرتله ډېرې سختې دي. ځکه چې په زياترو ځايونو کې د هان قوم ژبه کارول کېږی، خو د ملي لږکيو ډېر کسان يوازی په خپله قومي ژبه پوهېږی او د دوی علمي درجې هم ټيټې دي.
د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره د تيان شان غره د ځايی حکومت اړوند ارګان د ملي لږکيو وګړيو په کار ګومارلو ته ډېره پاملرنه کوي چې تر اوسه يې په عمده توګه د ملي لږکيو وګړيو لپاره د روزنې راز راز کورسونه جوړ کړي دي. د يوې شمېرنې له مخې، د دغه تدبير له نيولو راهيسی، د ٢٠٠٧ کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې د ملي لږکيو نژدی يودېرش زره کسان په کارونو ګومارل شوي چې انډول يې د ٢٠٠٥ او ٢٠٠٦ کالونو په پرتله په سلو کې شل او دېرش زيات شوی دی. د دوی تر منځ نژدی نولس زره وګړيو له روزنې وروسته کارونه پيدا کړي دي. د اويغوري قوم نجلې حسيتی يوه بېلګه ده. هغې وويل
له منځنی ښوونځی څخه له فراغت وروسته مې کار نه شوی پيدا کولی، وروسته بيا د استوګنې سيمې ما ته د روزنې مرکز راوپېژانده. هلته مې د ګنډلو تکنولوژۍ زده کړه وکړه او په پای کې می کار وموند. اوس هره مياشت پنځه سوه يوانه معاش تر لاسه کوم او په ژوند کې مې د پخوا په پرتله ډېر ښه والی راغلی، نو زه ډېره خوشحاله يم.
د روزنې مرکز د بېلا بېلو قومونو له ځانګړو حالاتو سره سم بېلا بېل خدمتونه وړاندی کوی. د مثال په توګه، د اولانبای په کلی او څړځای کې چې د قزاقانو د استوګنی مرکز بلل کېږی، د روزنې مرکز دوی ته د کلي هوټل جوړونې په اړه روزنه ور کوي. د تيان شان غره سيمې د بيا استخدام ادارې مشر وانګ لونګ وويل
د دوی سيمه ايزې ځانګړتياوې د کلي هوټل جوړونې لپاره ګټورې دي. نو موږ دوی ته د روزنې ښوونځی ترتيب کړی چې د رستورانتونو چارو په اړه معلومات پکې وړاندی کېږی. کله چې دوی د کلي هوټل د جوړونې غوښتنه وکړي، نو زموږ د روزنې ښوونځی
به دوی ته د پخلي تکنولوژۍ او د عفونی ضد او د روغتيا او وقايی چارو په هکله معلومات وړاندی کړي.
د رستورانتونو چارو او خياطۍ کار سربيره، د تيان شان غره سيمې د روزنې مرکز د موټر، چلونې، کمپيوټر او محسابۍ په شمول د نورو دندو د زده کړې لپاره لس ګونه کورسونه وړاندی کوی. د تيان شان غره پر سيمې سربيره، د اورومچی ښار نورو سيمو هم له خپلو ځانګړتياوو سره سم دغه شان تګلارې ټاکلي دي.
د اورومچی ښار د کار ضمانت ادارې هم د ملی لږکيو وګړيو په کارګومارلو لپاره ډېر تدبيرونه نيولی دي. د دغې ادارې مشرې ميرمن جو ون جيی وويل
د ملي لږکيو وګړيو په کارګومارلو د انډول لوړتيا د ملي لږکيو د اقتصادي پرمختګ لپاره مستقيمه لار ده. ځينی منظره لرونکی ځايونه چې د ملي لږکيو له اقتصادي پرمختګ سره سمون خوری او سيلانيان راجلبوي، په کار کې د ملی لږکيو ډېر کسان ګومارلای شي . په دې توګه د اقتصادي ابادۍ تر څنګ د ملي لږکيو د وګړيو لپاره کاري فرصتونه هم برابرولی شي.
د دغو تدبيرونو په پلی کولو سره له ٢٠٠١ کال څخه د ٢٠٠٧ کال تر نومبر پوری په اورومچی ښار کې د ملی لږکيو نژدی دوه اويا زره وګړي په کارونو ګومارل شوي دي.