<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-28 17:39:02    
چين به د چاپېريال او سرچينو ساتنې لپاره د خبري رسنيو څارنه پياوړی کړي

cri

د پېړۍ فعاليت په نامه د چين د چاپېريال ساتنې فعاليت د پنځلسمې کاليزې مباحثوی غونډه په وروستيو ورځو کې د چين په جنوب های کو ښار کې تر سره شوه. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمی کمېټې مرستيال ژه دي په دغه غونډه کې وويل د چاپېريال او سرچينو ساتنه يوه بيړنی او دايمی دنده ده. چين به په بېلا بېلو ځايونو کې د چاپېريال او سرچينو ساتنې لپاره د خبري رسنيو څارنه پياوړی کړي او د اقتصاد او ټولنې پر له پسی ابادۍ به پرمخ بوزي.

دغه فعاليت په ١٩٩٣ کال کې د چين د ملي کانګرس د چاپېريال او سرچينو ساتنې کمېټې، د چين د چاپېريال ساتنې عمومی ادارې او د چين د ځنګلونو ادارې په شمول لسو ارګانونو لخوا په ګډه ترتيب شوی دی. اوس دغه فعاليت د ډېرو وګړيو پاملرنه راجلب کړی ده. د يوې شمېرنې له مخې، په وروستيو پنځو کلونو کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې په دغه فعاليت کې د ګډون کوونکيو خبريالانو شمېر دېرش زره تنو ته رسيدلی او سل زره مطبوعاتی مقالې خپاره شوي دي.

په ياده شوی غونډه کې ښاغلي ژه دي دې ته اشاره وکړه چې د چين د اقتصاد او ټولنې د ګړندۍ ابادۍ په ترڅ کی د پرمختګ نظريې او شکل وروسته پاتی دی. نو د چين د چاپېريال او سرچينو ساتنې کارونه لا تر اوسه مهم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. هغه وويل په دغه زمينه کې بايد د چاپېريال او سرچينو ساتنې لپاره د خبري رسنيو څارنه پياوړی شي.

نوموړي وويل د چاپېريال ساتنې په اړه دغه فعاليت بايد په نويو حالاتو کې ژور خپل پرمختګ ته دوام ور کړي. د چاپېريال او سرچينو ساتنه يوه بيړنی او دايمی دنده ده.

ښاغلي ژه دي وويل په وروستيو پنځو کلونو کې د چاپېريال ساتنې په اړه دغه فعاليت د يوې سرچينو سپموونکې ټولنې جوړونه خپله دنده بللی او ډېر تدبيرونه يې نيولي دي. د بېلا بېلو ولايتونو، خپلواکو سيمو او د مستقيمې ادارې ښارونو د چاپېريال او سرچينو ساتنې کمېټو هم رنګارنګ فعاليتونه تر سره کړي او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

ښاغلي ژه دي پر دې ټينګار وکړ چې چين به په راتلونکی کې د قانوني څارنې د پياوړتيا پر بنسټ د چاپېريال ساتنې ډېر دغه شان فعاليتونه تر سره کړي او په بشپړه توګه د خبري رسنيو د څارنې رول ولوبوي.

د چين د ملي ولسی کانګرس د چاپېريال او سرچينو کمېټې مرستيال يې ژو تانګ وويل روان کال به د پيړۍ فعاليت په نامه د چاپېريال ساتنې فعاليت د چين د علمی پرمختګ نظر د پلی کولو لپاره په دغه برخه کې د اطلاعاتو خپرولو کارونه پياوړی کړي.

د معلوماتو له مخې، په ٢٠٠٨ کال کې به دغه فعاليت د ايکولوژيکی چاپېريال په مهمه برخه د اطلاعاتو کارونه تر سره کړي او د چاپېريال او سرچينو د داسې مسئلو د حل و فصل لپاره به کوششونه وکړي چې د ټولنې او وګړيو د ګډې پاملرنې وړ دي.