د چينګهای ولايت د چين په شمال لوېديځ کې پروت دی. په دغه ولايت کې د تبتی قوم، مغولي قوم او هوی قوم په شمول ډېر لږکي قومونه ژوند کوی، نو له همدې امله پکې د قومي کلتور زياتې سرچينې موجودې دي. په وروستيو کلونو کې د چينګهای ولايت حکومت د قومي کلتور په کارولو سره د ملي لږکيو وګړيو د عايداتو زياتوالی تدبيرونه نيولی چې له مخې يې د ملي لږکيو د بزګرانو او مالدارانو ژوند په ښکاره توګه ښه شوی دی. د پروګرام په نننی کړۍ کې به په دې اړه تاسو ته يو لړ معلومات وړاندی کړم. (اواز١)
همدا اوس مو د چينګ های ولايت د پينګ ان ولسوالۍ د ايسامی په نامه د قومي سندرو او نڅا د يوې ډلې د هنري نندارې يوه برخه واورېدله. دغه ډله په ٢٠٠٤ کال کې جوړه شوی او نندارچيان يې د تبتی او مغولي قوم د ځوانان دی. له دريو کلونو راهيسی دغې ډلې د هېواد په ګوټ ګوټ کې نندارې وړاندې کړې او د غړيو شمېرې له شپږ شپېتو څخه پنځه سوه او شل تنو ته زيات شوی دی. د نندارې وړاندې کوونکيو عايدات هم ډېر لوړ شوی دی.
د دغې ډلې جوړونکي وانګ شوان ده وويل د دغې ډلې له جوړېدو وروسته دوی لومړی د چينګهای ولايت په ځينو ښارونو کې د تبتی او مغولي قوم د سندرو او نڅا نندارې وړاندی کړی چې نندارچيانو يې ډېر هر کلی وکړ . هغه وويل
د نندارې وړاندې کوونکيو له څو ورځو نندارو وروسته دوولس زره يونه تر لاسه کړل، دوی ډېر خوشحال وو او کورنيو يې هم وويل دغه شکل ډېر ښه دی. د خپل قومی کلتور په کارولو سره وګړيو ته ګټی رسول يو د وياړ کار دی.
د چينګهای ولايت په چين کې د اوبو سرچينې د زيرمې مهم ځای دی او پراخ څړځايونه لري. خو په وروستيو کلونو کې د طبيعی عواملو او د مالدارانو شمېر د ډېرېدو له امله د چينګهای د څړځايونو سيمې زيانمنې شوی دی. له ٢٠٠٣ کال راهيسی ځايی حکومت د مالدارۍ کمښت او د وښو د بيا شنه کېدو تګلاره غوره کړی او د تبتی او مغولي قومونو ډېر مالداران ښارونو ته ليږلي دي. په نوی ژوند کې له دغو مالدارانو سره د مرستی لپاره، ځايی حکومت دوی ته د استوګنی ځايونو برابرولو تر څنګ دوی ته د موټر او کرنې په شمول روزنې ور کړی ده. پر دې سربيره، ځايی حکومت بېلا بېلې ټولنيزې خواوې هڅولې چې د قومی کلتور په کارولو سره د بزګرانو او مالدارانو عايدات زيات کړي. ياده شوی ډله په دې برخه کې يوه ښه بېلګه ده.
د قومی کلتور کارولو بزګرانو او مالدارانو ته ريښتنی ګټی رسولی دي او په همدی وخت کې دغې تګلارې د تصديو بسپنه هم تر لاسه کړی ده. د ٢٠٠٧ کال د قومي نڅا په اړه د روزنې کارونه د چينګهای ولايت د يوې ملکی تصدی لخوا تر سره شول. د دغه تصدی مشر وانګ شياو بو د دغه ناسوداګريز کار په اړه وويل
چينګهای د قومي سندرو او نڅا هنری ډېرې سرچينې لري او بايد استخدام او وکارول شي. نو د ملي لږکيو وګړيو ته د سندرو او نڅا په اړه د روزنې ور کولو له مخې نه يوازی د دوی توان لوړېږي، بلکی د چينګهای د قومی کلتور د استخدام لپاره هم يو ډېر ګټور کار دی.
روزنه يو اسانه کار نه دی. د چينګهای د کلتوري ادارې له غوښتنی سره سم، زده کوونکی بايد په يوه مياشت کې څو ډولونه نڅاوې زده کړي. نو د ښوونکيو دنده سخته ده. د مغلي قوم ښوونکې باو ګوی هوا او د تبتی قوم ښوونکي څيکونګ تار په وينا، د زده کوونکيو ستاينه يوه ښه لاره ده. د ښوونکيو په هڅونه ټول زده کوونکی د راتلونکی په اړه باور لري. د تبتی قوم نجلۍ چيموڅو وويل
زما هيله دا ده چې ټولې نړۍ ته د خپل نڅا ننداره وړاندې کړم او تجربی او احساسات مې له کورنۍ سره شريک کړم. هيله لرم چې د تبتی قوم ډېر ملګری لکه ما په شان خپل نصيب بدل کړی شي.
د قومي سندرو او نڅا پر نندارو سربيره، د چينګهای ځايی حکومت د قومي هنري موادو د توليد په اړه بزګران او مالداران هڅولي دي. د يوې شمېرنې له مخې، اوس د چينګهای د کرنې او مالدارۍ په سيمه کې څه دپاسه پنځوس زره وګړي د خپل قومی کلتور په عايداتو ژوند کوی او د هر تن کلنی عايدات دوه زره او دوه سوه يوانو ته رسيږی.