<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-04 20:15:38    
د پلازمېنې هوايی ډګر د پراختيا پروژې څارنه تصويب شوه

cri

د دريو کلونو له ابادۍ وروسته، په بېجينګ کې د پلازمينې هوايی ډګر د پراختيا پروژې څارنه څو ورځې دمخه تصويب شوه. دغه پروژه د بېجينګ د اولمپيک لوبو لومړی اړونده پروژه ده چې څارنه يې تصويب شوی ده او د اولمپيک لوبو داسې پروژه هم ده چې تر ټولو زياته پانګونه پکې شوې ده . د دغه هوايی ډګر د درېيمه نوی ودانۍ به د فبروری په نهه ويشتمه نېټه وکارول شي.

دغه هوايی ډګر د چين تر ټولو مهم نړيوال هوايی ډګر دی. تېر کال د دغه هوايی ډګر له لارې د سيلانيانو د ليږد راليږد اندازه له پنځوس مليونو څخه اوښتی وه چې له ټاکلی اندازې څخه ډېره زياته وه. نو د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د ليږدېدنې او سفر اړتيا د پوره کولو لپاره، د دغه هوايی ډګر د پراختيا پروژه د ٢٠٠٤ کال په اګست کې پيل شوه.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې د مشر مرستيال جانګ ګو باو د جنوری په دېرشمه نېټه په يوه مطبوغاتي غونډه کې وويل د پراختيا له پروژې وروسته به د هوايی ډګر پراخوالی يو زر او څلور سوه او اتيا هکتارو ته ورسيږي. د اولمپيک لوبو د ځانګړو الوتکو د ودانۍ له لارې د ليږدېدونکو سيلانيانو شمېر به شپږاويا مليونو ته ورسيږي او د مالونو د ليږد راليږد اندازه به يو مليون او اته سوه زره ټنو ته ورسيږي.

په دې توګه د پلازمېنې هوايی ډګر داسې هوايی ډګر دی چې په چين کې تر ټولو زياته پانګونه پکی شوې او د پانګو اندازه يې اوه ويشت مليارډ يوانو ته رسيدلی ده. د

دريمې شمېرې نوې ودانۍ پراخوالی نهه سوه زره مربع متره دی چې د الوتکو نهه نوی ځايونه پکې زياتېږی. د الوتکو د ځغاستې لپاره يوه نوی لار جوړ شوی چې اوږوالی يې دری زره او اته سوه ميتره دی او پلنوالی يې شپېته متره دی. نو اوس په نړۍ کې تر ټولو لويه الوتکه هم په عادی توګه پکې پورته کېدی او کښته کېدی شي. پر دې سربيره، تر ځمکی لاندی ترانسپورتي سيستم او د اوبو، برېښنا، ګاز او نفتو برابرولو تاسيسات هم پکې جوړ شوي دي.

د دغه هوايی ډګر د پراختيا پروژې د لارښوونې ادارې مرستيال يوان شوه ګونګ وويل دغه پروژه نه يوازی لويه ده، بلکی ډېره عصری تکنولوژی هم پکی استعمال شوي ده. د بېلګې په توګه، د ودانيو تر منځ د سيلانيانو د ليږدېدلو سيستم جوړ شوی دی.

ښاغلي يوان شوه ګونګ د دغه سيستم په اړه وويل دغه شان سيستم په چين کې د لومړی ځل لپاره کارول کيږی. اټکل کېږی چې د سيلانيانو شمېر به ډېر زيات وي او د دوی د ليږدېدلو لپاره دغه شان يو سيستم ته اړتيا شته چې توان يې پياوړی او سرعت يې ګړندی وي. په دغه سيستم کې هر ساعت د سيلانيانو د ليږد راليږد شمېر اته زره او دوه سوه تنو ته رسيږي.

پر دې سربيره په نوی ودانۍ کې ډېر انساني تجهيزات هم شته. د بېلګې په توګه، د معيوبينو او ميندوارو او تی رودونکو لپاره ځانګړی تشنابونه موجود دی. په دغه نوی ودانۍ کې د چين د مشهور کلتور او هنر ننداره هم کېږی. د عمومی طرحه کوونکی جو جينګ يوان په وينا د دغه عمل موخه دا ده کله چې نړيوال سيلانيان دغه هوايی ډګر ته رسيږی، دوی به سمدلاسه د چين د ځانګړي کلتور احساس وکړي.