<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-10 18:08:12    
شپږم لوست

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! زه احمد زلمی د چينی ژبې لوست ته مو هرکلی کوم ! ډېر خوشحاله يم چې د پروګرام په دغه برخه کې له تاسو سره يو ځای د چينی ژبې په پروګرام کې ملګری يم . هېله لرم چې تاسو په اسانه توګه او په خوشحالۍ سره چينی ژبه زده کړئ او تری ګټه واخلئ .

ګرانو دوستانو! د چين يو دوديز اختر يعنی د پسرلی اختر د فبرورۍ له شپږمې نېټې څخه پيل شوی دی . تاسو ته معلومه شوه چې چينی وګړي په دغه موده کې رخصتی لری او په کور کې له خپلو کورنيو سره يو ځای دغه اختر لمانځی . په تير لوست کې ښاغلی وانګ شياو مينګ غوښتل خپل ټاټوبی ته د اورګاډۍ ټکټ واخلی او ملګری يی جانګ هوی له ده څخه پوښتنه کوله . نو له هرڅه نه مخکی به مونږ دغه مرکه يو ځل بيا واورو :

过年回家吗?ګو نيان هوی جيا مه ؟

ته به د سپرلی اختر په موده کې خپل ټاټوبی ته ولاړ شی ؟

是啊,我下午就去买火车票。شي عا ، وو شيا وو جيو چيو مای هو چه پياو

بله ، زه به له غرمې وروسته د اورګادۍ ټکټ واخلم .

你呢?ني نا ؟

او ته ؟

我在北京过年。وو زای بېجينګ ګوو نيان .

زه به په بېجينګ کې د سپرلی اختر تير کړم .

ګرانو دوستانو ! په دغه مرکه کې مو د ترانسپورټی وسيلو په اړه ځينی نوی لغتونه هم واورېدل . اورګاډۍ ته په چينی ژبه کې هو چه ويل کيږی . اورګاډۍ يعنی هو چه ، هو چه .

موټر ته په چينی ژبه کې چي چه ويل کيږی ، موټر چي چه ، چي چه . نو سرويس يا بس ته په چينی ژبه کې څه ويل کيږی ؟ سرويس يعنی ګونګ ګونګ چي چه . دلته تاسو پوهيږئ چې چي چه يعنی موټر او ګونګ ګونګ يعنی د ټولو وګړو لپاره دی نو ګونګ ګونګ چي چه يعنی د ډله ايزو وګړو لپاره موټر دی .

ګرانو اوريدونکو ! د دې ترڅنګ تر ځمکې لاندی اورګاډۍ يا مټرو په بيجينګ کې هم ډير کارول کيږی . دغه ترانستورټی وسيلې ته دي تيې ويل کيږی . تر ځمکې لاندی اورګاډۍ يعنی دي تيې ، دي تيې . که تاسو له افغانستان څخه چين ته راشی نو بايد په الوتکه کې سفر وکړئ نو الوتکې ته په چينی ژبه کې څه ويل کيږی ؟ الوتکه يعنی فۍ جي ، فۍ جي .

سمه ده مونږ به دغه نوی لغتونه يو ځل بيا سره تکرار کړو :

موټر يعنی چي چه ، چي چه .

اورګاډۍ يعنی هو چه ، هو چه .

سرويس يعنی ګونګ ګونګ چي چه ، ګونګ ګونګ چي چه

تر ځمکې لاندی اورګاډۍ يعنی دي تيې ، دي تيې

الوتکه يعنی فۍ جي ، فۍ جي

ګرانو دوستانو ! له دې امله چې اوس په چين کې د پسرلی اختر لاهم روان دی نو د پروګرام په دغه کړۍ کې به د دغه اختر په وياړ ځينی کلمې زده کړو .

کله چې تاسو د سپرلی اختر نيکې هيلې څرګندوئ نو بايد ووايئ :

过年好!ګو نيان هاو !

نوی کال مو مبارک شه !

给您拜年了!ګۍ نين بای نيان له

تاسو ته د نوی کال نيکې هيلې وړاندی کوم !

دا چې په چين کې په پسرلی اختر سره د يو نوی کال پيل ګڼل کيږی نو خلک د پسرلی اختر يا د نوی کال مبارکی هم څرګندوی .

تاسو دغه کلمې يو ځل بيا واورئ :

过年好!ګو نيان هاو !

نوی کال مو مبارک شه !

给您拜年了!ګۍ نين بای نيان له

تاسو ته د نوی کال نيکې هيلې وړاندی کوم !

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده ، هېله لرم چې تاسو په مناسب فرصت کې د ژبې زيات تمرينونه وکړئ . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !