ټولو ته معلومه ده چه د پسرلنی اختر د چينايانو لپاره تر ټولو نه لوي عنعنوی جشن دی او د پسرلنی اختر په موده کی د چينايانو يو عادت دا دی چه د شيانو اخيستلو او يا د ولسي نمايشونو کتلو لپاره د معبد بازار ته ځی
د معبد بازار په معبد کې يا معبد او باغ ته نژدی په لنډ مهال جوړيږي چه د ولسي کلتوري فعاليتونو غونډه ده ، دغه راز په بازار کې سيلانيان کولي شي چه ډول ډول فولکلوري هنري شيان واخلي او محلي خواړه وخوري . د يو مشهور تاريخی ښار په توګه په بيجينګ کې د معبد بازارونو تاريخ ډېر اوږد دی او ځانګړتياوې يي هم ډيرې څرګندې دي په تيره بيا په وروستيو کلونو کی ، په بېجينګ کی د معبد بازارونه په پر له پسی توګه زيات شوي او شکلونه يي هم رنګارنګ شويدي .
ځمکني معبد په پنځلس سوو دېرشم کال کی جوړ شو او عمومی مساحت يی څلويښتو هکتارو ته رسيږی. دلته د امپراطورانو لپاره د ځمکو د قرباني کولو ځاي و . خو نن ورځ دغه معبد د ښاريانو په يو عمومي باغ بدل شو . له نونس سوه شپږ اتيايم کال راهيسی هر کال د پسرلني اختر په موده کې دلته لوي بازار جوړيږي او ګڼ شميرکورني او بهرني سيلانيان راجلبوي .
د ځمکني معبد د سږنی بازار په اړه د بېجينګ د ختيځې ښاري سيمې د باغونو د ادارې مشر وانګ جونګ هوا وويل : په سږنی بازار کی پر پخوانی مشهورو پروګرامونو سربيره ، په پر له پسی توګه نوی کلتوری فعاليتونه
جوړېږی . سيلانيان نه يوازی سل ګونه پروګرامونه کتلی او په ځينو لوبو کې هم ګډون کولی شي ، بلکی هم کولي شي چه له صنعتګرانو سره يو ځای هنری شيان جوړ کړي او له ولسي هنرمندانو سره يو ځاي نمايشونه وکړی.
د معبد په هغه بازار کې چه د بېجينګ د جنوب ختيځې ښاري سيمې د لونګ تان په باغ کې جوړ شوي ، د سيلانيانو لپاره اته ډوله يو سل شپېته کلتوری او سپورټی لوبی برابرې شويدي . د معلوماتو له مخی، د چين ځينې مشهوری لوبغاړی د دې بازار د تشکيلاتي کميټی په بلنه له سيلاليانو سره يو ځای د پسرلنی اختر لمانځنه کوی.
پر دې سربيره ، د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اوليمپيک لوبو لپاره د بختوری نښې په توګه د کارتوني نانځکو پلورنځي هم په دغه بازار کی پرانستل شويدي .
د بېجينګ په زياتو معبدی بازارونو کی د چاو يانګ باع د معبد په بازار کې فعاليتونه له نورو بازارونو سره بيل دي چه د بهرنيو عادتونو پر بنسټ په لوېديځو هېوادونو کې د اختر د لمانځنې په شکل ترسره کيږي چه ډېر بهرنی مشهور هنرمندان د خپل هيواد په زړه پوري نمايش کوی . د لمانځنې په بهير کی سيلانيان د رنګارنګ نمايشونو د کتلو تر څنګ بيلا بيل بهرنی خوارکونه خوړلی شي .
په وروستيو کلونو کی معبدی بازارونه هم پرمختګ موندلی دی. په بېجينګ، شانګهای او ګوانګ جو ښارونو کی د سيمغونيک کنسرت او د انټرنيټ په شبکی کی د لوبو په شمول د معبدی بازار نوی شکلونه رامنځته شوی دي.