<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-14 19:42:37    
د تبت د خپلواکی سيمې دويلونګدچن ولسوالۍ د نای چيونګ په علاقه دارۍ کې د بزګرانو د سبو او ګلونو د سوداګريزې ټولنې په اړه معلومات

cri

ګرانو اورېدونکو، ډېره خوشحاله يم چې د ملي لږکيو په پروګرام کې يو ځل بيا ستاسو په خدمت کې يم. د تبت خپلواکی سيمې د دويلونګدچن ولسوالۍ د نای چيونګ په علاقه دارۍ کې د بزګرانو د سبو او ګلونو سوداګريزه ټولنه يوه دغه شان ټولنه ده چې بزګرانو ته د سبو او ګلونو روزنه ور کوی. د دغې ټولنې د جوړېدو له دريو کلونو راهيسی د چارو جوړښت د تنظيمولو په اړه يې له خايی تبتی بزکرانو سره مرستی وکړې او له دې لارې بزګران له بی وزلۍ څخه شتمن شوي دي.

د نای چيونګ علاقه دارۍ د تبت له مرکز لاسا ښار څخه لس کيلو متره واټن لري. هر ځای د سبو او ګلونو د روزنې پلاستيکی څپرونه ليدل کېږی. خو مخکې په دغه سيمه کې د بزګرانو د توليد لارې چارې وروسته پاتی وې. په ٢٠٠٤ کال کې د لا سا ښار په بازار کې سبو او ګونو ته له اړتيا سره سم د نای چيونګ علاقه دارۍ پرېکړه وکړه چې د سبو او ګلونو د روزنې چاره پرمختګ وکړي چې د ځاي بزګرانو عايدات زيات کړي. ياده شوی ټولنه په همدی وخت کې جوړ شوه. ځايی حکومت ځينی تکنولوژی لرونکی غوره کړی چې بزګرانو ته تکنولوژی ور کوی او د سبو او ګلونو د پلورلو په اړه له بزګرانو سره مرستی کوی.

د دغې ټولنې د پلورلو څانګې مشر جو جين شان وويل

په پيل کې بزګران دغه ټولنه و نه منله، وروسته ځايی حکومت په دغه ټولنه

کې د ګډون په اړه بزکران وهڅول او يوولس کورونه د لومړی ډلې په توګه په دغه ټولنه کې برخه واخيستله او له روزنې وروسته يې د سبو کيښودلو تکنولوژی تر لاسه کړه.

اوس د دغې ټولنې د غړيو شمېر له يوولس څخه يو سل او پنځه کورونو ته زيات شوی دی. دغې ټولنې د سبو روزنې لومړی ډلې يوولس پلاستيکی څپرونه جوړ کړی چې د بزګرانو لخوا مقاطعه شوي. دغې ټولنې هم دغو بزګرانو ته د سبو کيښودلو روزنه ور کړی.

د بزګر لوڅول کور په دغو بزګرانو کی شامل دی. هغه وويل دغې ټولنې له بېجينګ څخه يو تکنولوژۍ لرونکی استخدام کړی او ده د دريو کلونو لپاره ترې د تکنولوژيو زده کړه کړی ده. د تکنولوژی مسئلې له حل و فصل وروسته، د لوڅول عايدات ډېر لوړ شوی. د خپلو کوششونو له لارې شتمن شوی لوڅول نورو کسانو ته دغه ټولنه وپېژندله. تبتی ميرمن سونام يوه بېلګه ده. هغې خبريال ته وويل

په دغه سيمه کې مې دوه کاله ژوند کړم. مخکې په خپل کور کې مې هم کرنيز کارونه وکړل، خو عايدات لږ وو. اوس د پلاستيکی څپر په کارولو سره زما کلنی عايدات څلويښت زره يوانو ته رسيږی.

کله چې سونام خبريال ته وينا کړی، د دې پر مخ تل خندا موجود وه، له دې څخه د دې خوشحاله څرګنده شوی وه.

د يوې شمېرنې له مخې، د دغې ټولنې د يو سل او پنځه غړيو منځنی عايدات هر کال اته زيه او پنځه سوه يوانه زياتېږی او زياتره يې په نوی کور کې ژوند کوی.

د دريو کلونو له پرمختګ وروسته دغه ټولنه يوه دغه شان مرکز ګرځېدلی ده چې پکې د ګلونو، والدارۍ او کرنيزو مرغانو شامل دي. اوس د دغې ټولنې د سبو کلنی توليدی اندازه دوه مليون او اته سوه زره ګرامو ته رسيدلی او د تبت په خپلواکی سيمه کې د هغو سبو د توليد اډه ګرځېدلی ده چې چاپېريال ته هېڅ ککړتيا نه رسوي.

د دغې ټولنې د پلورلو څانګې مشر جو جين شان وويل

زموږ ټولنه په عمده توګه دغه شان سبزي توليدوي چې چاپېريال ته هېڅ ککړتيا نه رسوي. اوس زموږ د ټولنې دری ډولونه سبزي د هېواد د کرنې وزارت لخوا څارنه او تصويب شوی دی.

د معلوماتو له مخې، څو موده مخکې دغې ټولنې د بېجينګ له يو شرکت سره يو سوداګريز تړون لاسليک کړی چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې دغه پاکې سبزی بېجينګ ته پلورل شي. په هغه وخت کې د بېلا بېلو لوبغاړی به تازه سبزي وخوري چې له لا سا څخه راغلي.