که څه هم د چيني ژبې د زده کړې لپاره مې دغو سرچينو ته لاسر سی درلود، خو د لټۍ له امله مې د چيني ژبې د زده کړې هڅه ونه کړه چې دومره يې زده کړم تر څو خپلې لومړنۍ ستونزې پرې حل کړای شم. بس ګونګ ولاړ وم، له پوليس سره په ژبه پوه نه شوم. پوليس هم له ما په اشاره کولو پاسپورټ واخيست، په يوه خونه کې يې زما د غاړې بکس وکاته، ګومان مې وکړ چې اوس مې نو کار خلاص شو ، دا دی له خيره ځمه . خو داسې نه وه، پوليسو د نورو افغانانو په څېر بلې خونې ته بوتلم په يوه ماشين کې يې ودرولم . دا نو يوه تنګ او نري دالېز ته ورته ځای و چې ايله بيله زه په کې ځايېدم او د يوې دقيقې لپاره په همدغه ماشين کې ولاړ وم . دلته نو راته قبر سترګو ته شو. وار پار مې خطا کړی و، په ماشين کې په هغه ټاکلي ځای مې پښې نه شوی اېښودلای . پوليس دروازه بېرته کړه، زه يې له ماشين څخه راوويستم او خپله په کې ودرېد. بيا يې په اشاره پوه کړم چې په دغه ماشين کې هغسې ودرېږم لکه دی چې په کې ودرېږي. لعنت په شيطان دا څه نخرې دي. په خوله مې دا متل راغی چې د وچو له لاسه لامده هم سوځي. تول راغلي مساپر له دغسې چلند سره مخ وو. هر يو بايد له دغو پړاوونو څخه تېر شوی او په ژوند په قبر ننوتلی وای . دا ټول چلند د هغو څو کسانو له لاسه له افغانانو سره کېږي چې غواړي د يو څو پيسو لپاره د مخدره موارو قاچاق وکړي. همدوی د ډېرو نورو خلکو ژوند له تکليف او ازار سره مخ کړی دی. دغه مخدره مواد به د نورو څومره خلکو ژوند له ستونزه سره مخ کوي چې هغه بيا په دغو موادو روږدي کېږي ، اوپس، دا ځينې انسانان څومره په زړه کراړ او ظالمان دي! هغه څېرې مې تر سترګو کېدې چې د مخدرو موادو د پلورونکيو او توليدوونکيو له لاسه يې ژوند په اوبو لاهو شوی او اوس د پېښور او نورو ښارونو په کوڅو کې لالهاند ژوند کوي. دغه وړ وګړي په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې هم را پيدا شوي دي او شمېر يې ورځ تر ورځې ډېرېږي.
د پښتنو ځوانانو له خوا د دغسې ناوړو کارونو د مخنيوي لپاره غوڅ او کارنده چارې نه دي تر سره شوي. يا کېدی شي په کوم کلي بانډه کې يې پر ضد هلې ځلې شوې وي، خو هغه د مطبوعاتو له خوا نه دي ځلول شوي، چې د نورو له خوا يې ملاتړ او پيروي وشي. زموږ مطبوعات هم عجيبه دي، ډېر وخت خو يوازې د مرګ ژوبلې خبرونه خپروي . په کليو بانډو کې د خلکو له خوا د کليوالو د ژوند د ښه والي لپاره هلې ځلې هېڅ خبري ارزښت نه ورته لري.
ددې تر څنګ د ملي هويت د ځلا او پر نورو ملتونو او د دغو ملتونو تر منځ د افغان ملت د پېژندلو او جوت ځای د خپلولو لپاره ډېر کار و زيار په کار دی. موږ افغانانو ته ښايي چې د خپل ملي هويت د ځلا او ښکلا لپاره هاند و زيار وګالو . انسان په کور دننه د ځان استازيتوب کوي. په کوردننه د کورنۍ د غړيو له خوا يوازې همده ته ګوته نيول کېږي او د يوه فرد په توګه مطرح وي. همدغه انسان بيا د کلي په کچه په يوه کورنۍ پورې تړاو لري او خلکو ته يې کورنۍ مطرح ده . په همدې توګه له هېواده د باندې په نړۍ کې بيا هر څوک د ټول هېواد استازيتوب کوي. د يوه سړي له مخې ټول هېواد او د هېواد ټولو اوسېدونکيو ته ګوته نيول کېږي. ځکه نو بايد هر افغان د خپل هېواد د نوم لوړ ساتلو لپاره هڅه وکړي٠