د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او پاکستان تر منځ د قره قرم سړک د بيا رغونې او پراخوالی پروژه د فبروری په شپاړسمه نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې پرانيسل شوه. د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او په پاکستان کې د چين سفير لوه جاو هوی په شمول سلګونو چينی او پاکستاني چارواکيو د دغې پروژې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي مشرف په دغو مراسمو کې وويل د قره قرم سړک د بيا رغونې او پراخوالی پروژې په تر سره کولو سره به له چين او د منځنی اسيا له هېوادونو سره د پاکستان د اقتصاد او سوداګرۍ تګ راتګ ډېر پياوړی شي. هغه وويل په دې توګه به د پاکستان او چين تر منځ دوستی نوی پړاو ته ورسيږي.