<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-18 19:40:52    
چين د وګړيو ژوند د ښه والي لپاره کوششونه کوی

cri

په وروستيو کلونو کې چين د وګړيو ژوند د ښه والي لپاره د درملنې، روزنې او استوګنی په شمول د هغو مسئلو د حل و فصل په برخه کې ډېرې تګلارې ټاکلي چې د وګړيو له ژوند سره نژدی تړاو لري. د بېلګې په توګه د وګړيو د درملنې شرايط يې ښه کړی، د زړو کسانو عايدات يې لوړ کړي، په لومړيو او منځنيو ښوونځيو کې يې زده کوونکيو ته وړيا روزنه برابره کړی او د هغوی کورنيو ته يې د استوګنی ضمانت کړی دی. دغو تدبيرونو په اغېزمنه توګه د وګړيو په ژوند کې ښه والي راوستی او د ټولنې هوسا ابادي يې پرمخ بيولې ده.

په وروستيو کلونو کې چين په ښارونو او علاقه داريو کې د درملنې د ټولنيز سيستم ابادۍ ته دوام ور کړی، دغه راز د درملنې ټولنيزه شبکه يې جوړه کړې چې وګړيو ته اسانتيا برابروي.

د بېلګې په توګه، په ٢٠٠٧ کال کې د جيانګ شي ولايت په نان چانګ ښار کې د درملنې نژدی دری سوه روغتيايی مرکزونه جوړ شوي چې د ښا وګړي له خپلو کورونو څخه په پنځلسو دقيقو قدم وهلو سره د درملنې ټولنيز خدمتی مرکز ته رسيدلی شي. څلور پنځوس کلن ښاري فانګ ون وويل د ټولنيز خدمتی مرکز کارکوونکی ډېر بشپړ خدمتونه برابروي. په يو ټليفون سره دوی د خدمت لپاره کور ته راځي او د درملنې بيه ټيټه ده.

په هېواد کې د هر تن د بنسټيزې درملنې د ضمانت موخې ته د رسېدو لپاره چين له ٢٠٠٧ کال راهيسی په ښارونو او علاقه داريو کې د دوه سوه او څلويښت

مليون تنه بی کسبه کسانو لپاره د درملنې بيمې ازمويښتی مرکز جوړ کړی. زده کوونکی، ماشومان او نور بی کسبه کسان پخپله خوښه پکې ګډون کولای شي. د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوری په دغه مرکز کې د ګډون کوونکيو کسانو شمېر څلويښت مليون تنو ته رسيدلی دی. د چين د کار او ټولنې ضمانت ارګان وويل دوی هڅه کوی چې په روان کال کې دغه تګلاره پنځوس سلنه ښارونو ته خپره کړي.

په کليوالو سيمو کې چين د درملنې نوی همکاريز نظام خپور کړی او په پر له پسی توګه يې په دغه نظام کې له ګډون کوونکيو بزګرانو سره مرسته زياته کړی ده. د ٢٠٠٧ کال تر سپتمبر پوری په دغه نظام کې د ګډون کوونکيو بزګرانو شمېر اوه سوه او شپږويشت مليون تنو ته رسيدلی دی.

زړو کسانو ته ښه ژوند برابرول هم د چين حکومت يوه موخه ده. د هغو زړو کسانو ژوند د ښه والي لپاره چې له تصديو څخه تقاعد شوي، د چين حکومت په وروستيو کلونو کې په پر له پسی توګه د دوی د بوډاتوب او په کور ناستې پيسی لوړې کړی دي. د معلوماتو له مخې، تر ٢٠١٠ کال پوری به د دغو زړو کسانو مياشتنی مرستندويه پيسی په منځنی توګه له يو زر او دوه سوه يوانو څخه اوښتی وي.

پر دې سربيره د ماشومانو روزنه هم د وګړيو د پاملرنې وړ يوه مسئله ده.په کليوالو سيمو کې د روزنې پيسو د ضمانت ميکانيزم او له بی وزليو زده کوونکيو سره د مرستی د نوی سيستم په جوړولو او بشپړولو سره ډېر زيات بی وزلی ماشومان په ښوونځيو کې شامل شوي دي. د يوې شمېرنې له مخې، په ٢٠٠٧ کال کې په کليوالو سيمو کې يو سل او پنځوس سوه زده کوونکيو د روزنې له ميکانيزم څخه ګټی اخيستی دی.