د چينګهای ولايت د چينګهای –تبت په لوړه کې پروت دی او د اسيا د اوبو لوی زېرمتون بلل کېږی. په دغه ولايت کې د چين تر ټولو لوی مالګين جهيل چينګهای جهيل موجود دی. پر دې سربيره، دغه سيمه د يانګځه سيند، ژيړ سيند او لن څانګ سيند سرچينه هم ده چې د دريو سيندونو سرچينه نومېږی. نو د چينګهای ولايت ايکولوژيکی چاپېريال ډېر مهم دی. په وروستيو کلونو کې د چين حکومت اړوند ارګان او ځايی حکومت د دغې سيمې د چاپېريال ساتنې په برخه کې ډېر کوششونه کړي دي.
ځمکنی کره، زموږ يوازنی کور دی، موږ په دايمی توګه په ته مين کې يو. ځمکنی کره، زموږ مور ده، موږ په خوښۍ سره ستا تر رڼا لاندی ژوند کوو.
ګرانو دوستانو، همدا اوس مو د چاپېريال ساتنې په اړه يو شعر واورېد چې د چينګهای ولايت د يو شو تبتی قوم خپلواکی لويې ولسوالۍ د جيه ګو علاقه دارۍ د يو ښوونځي د زده کوونکيو لخوا لوستل شوی و او عنوان يې دا و ځمکنی کره، زموږ مور ده.
د يو شو تبتی قوم خپلواکه لويه ولسوالی د نوموړو دريو سيندونو د سرچينې سيمه ده، د لوړو جغرافي شرايطو او ډېر لوړوالی تر اغيزې د دغې سيمې ايکولوژيکی چاپېريال کمزور دی. د ٢٠٠٥ کال په اګست کې د چين حکومت د چينګهای ولايت د
دريو سيندونو سرچينې د ايکولوژيکی چاپېريال ساتنې او ابادۍ عمومی پلان په پلی کولو پيل وکړ او د يو شو تبتی قوم خپلواکی لويه ولسوالی د دغه پلان د پلی کولو يوه مهمه سيمه ده. له دې امله چې په وروستيو کلونو کې د ځمکی تودوخه په پر له پسی توګه لوړه شوی، د دريو سيندونو سرچينې په سيمه کې اوبه کمې شوی او نيمه برخه واښه کمزوري شوی دي. نو د ژيړ سيند په پاسنی برخه کې د اوو کلونو راهيسی د اوبو د کموالی موده رامنځته شوی. نو د چاپېريال ساتنه د ځايی وګړيو د ژوند يو مهم ټکی ګرځېدلی دی. ماشومانو ته د چاپېريال ساتنې مفکوره ور کول د ځايی حکومت يو اغېزمن تدبير دی.
ښوونکی وويل: موږ ته معلومه ده چې دلته يوه ځانګړی سيمه ده. خو د ده ځانګړتيا څه ده؟
زده کوونکي ځواب ور کړ: دغه سيمه د دريو سيندونو سرچينه ده.
په هره اوونی کې د دغه ښوونځي ټولو زده کوونکيو ته د چاپېريال ساتنې په اړه دغه شان يو لوست ور کول کېږی. د تبتی قوم نجلی سوننبجی د پنځمې درجې په پنځمه ټولګی کې د چاپېريال د کوچنی ساتونکې په توګه بلل کېږی. هغه پر دغه نامه ډېره وياړی او و يې ويل (اواز٣)
چاپېريال زموږ لپاره ډېر مهم دی. که چاپېريال ويجاړ شي نو زموږ کور به هم ويجاړ شي. زه ډېره خوشحاله يم چې د دريو سيندونو سرچينی ته خدمتونه کوم. زموږ سيمه د دريو سيندونو پاسنی برخه ده، که پاسنی برخه ککړه شي، نورې برخې يې به هم خرابې شي.
له دې څخه څرګندېږی چې د چاپېريال ساتنې په اړه د معلوماتو خپرېدل يوې موخې ته رسيدلي. ماشومان نه يوازی د چاپېريال ساتنې په هکله پوهې تر لاسه کوي، بلکی د دغې پوهې تبليغوونکي هم دي. دوی د پوهې د زده کړې تر څنګ د دوی پلار او مور او ملګري پدې پوهوي او خبروي يې او د چاپېريال ساتنې په هکله د نورو کسانو شعور لوړوي او د چاپېريال ساتنې روان فعاليت پرمخ بيايی.
د چاپېريال ساتنې په اړه د لوست مسئوله جوماچينګ شوی د دريو سيندونو سرچينې د چاپېريال ساتنې ټولنې يوه چارواکی هم ده. هغه د چاپېريال د ساتنې روزنې په اړه ډېر تاوده احساسات لري. هغې وويل
په دغه سيمه کې ايکولوژيکی چاپېريال کمزوری خو ډېر مهم دی. دغه سيمه ښکلی منظره لري، خو د ککړتيا سرعت هم ګړندی دی.
هغې وويل په ښوونځي کې د چاپېريال ساتنې په اړه روزنه د شنې زانګو په نامه عمليات دی او موخه يې دا ده چې د جيه ګو علاقه دارۍ په پنځو ازمويښتی ښوونځيو کې د چاپېريال ساتنې رسمی لوست تر سره کوي. په راتلونکی کی به دغه عمليات د جيه ګو علاقه دارۍ ټولو ښوونځيو ته خپاره شي او وروسته به د دريو سيندونو سرچينې ټولې سيمې ته خپاره شي.