<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-25 19:14:25    
چين به په بنسټيزه توګه د خوراکونو امنيت د ضمانت لپاره قانون جوړ کړي

cri

چين په وروستيو کلونو کې د خوراکونو امنيت د ضمانت لپاره ډېر تدبيرونه نيولي. د خوراکونو امنيت قانون جوړونه د ٢٠٠٧ کال په پای کې پيل شوی. د دغه قانون له مسودې سره سم د خوراکونو د امنيت په برخه کې د خطرونو د ارزونې او د غير صحي خوراکونو د بيرته اخيستلو په شمول نظامونه به په نژدی وخت کې جوړ شي. د خبري رسنيو په اند چين به له دغه قانون سره سم په بنسټيزه توګه د خوراکونو امنيت ضمانت وکړي.

د ٢٠٠٧ کال په نومبر کې په بېجينګ کې د خوراکونو د امنيت په اړه نړيواله غونډه کې د بېلا بېلو هېوادونو شپږ سوه تنو استازيو د بېجينګ اعلاميې له لارې دغه نظريه څرګنده کړه چې د خواکونو امنيت يوه نړيواله مسئله ده چې په پرمختلليو او پرمختيايی هېوادونو کې موجوده ده.

د چين د دولتی شورا د قانونی نظام دفتر مشر څاو کانګ تای د خوراکونو امنيت قانون د جوړولو د پس منظر د بيانولو په وخت کې وويل دغه قانون په عمده توګه د خوراکونو امنيت د څارنې په بهير کې د کمزورو برخو د څارنې په موخه ده. هغه وويل د غير صحی خوراکونو د رامنځته کېدو يو عمده لامل دا دی چې د خوراکونو امنيت په اړه نظام او د څارنې سيستم بشپړ نه دی. نو د ستونزو حل و فصل د دغه قانون د جوړولو مهمه موخه ده.

د خوراکونو امنيت ته د چين پاملرنه د يو لړ قوانينو له جوړېدو څخه

څرګندېږی. د خوراکونو روغتيا او د کرنيزو توليداتو د کيفيت او امنيت پر قوانينو سربيره، د چين د روغتيا وزارت په دغه برخه کې نژدی سل اړوند مقررات جوړ کړي دي، د کيفيت څارنې، کرنيزو چارو او د صنعت او سوداګرۍ بېلا بېل ارګانونه هم د خوراکونو امنيت په اړه خپل مقررات لري. پر دې بنسټ د خوراکونو امنيت قانون له ريښتنو اړتياوو سره سم د خوراکونو توليد، پلورلو او رستوراني خدمتونو په شمول ټولې برخې د قانون په چوکاټ کې شاملوی. د کارپوهانو په اند دا د خوراکونو امنيت د څارنې د پياوړتيا لپاره ډېر ګټور کار دی.

ځکه چې د غير صيحی خوراکونو پېښې په مسقيمه توګه د وګړيو د ژوند امنيت او روغتيا ته ګواښ دی، نو د دغه قانون مسودې تر ټولو مهم اصل د پېښو مخنيوی او وقايه ده. په همدی وخت کې د غير صيحی خوراکونو پېښو د مخنيوی او حلولو ميکانيزم به هم جوړ شي .

په دغه مسوده کې په بنسټيزه توګه د غير صيحی خوراکونو پېښو د مخنيوي په هکله داسی ټاکنې د پاملرنې وړ دي چې د غير صيحی خوراکونو د خطر ارزونه پر بنسټ د ادارې يو علمي نظام جوړ شي. اړوند ارګان بايد د ارزونه لپاره کارپوهان وګماوی او د ارزونې پايله به د اړوندو ميعارونو د جوړونې او رغونې مهم لامل وګرځي. دغه تګلاره د نورو هېوادونو د قانونونو د جوړولو له تجربو څخه د زده کولو له لارې تر لاسه شوي.

پر دې سربيره په دغه مسوده کې ويل شوي چې د خوراکونو د توليدولو او پلورلو په بهير کې به ناقانونه عملياتو ته سزا نوره هم پياوړی شي.